Добавить новость


World News in Pashto
Ria.city


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer
Июль
2025

Новости за 03.07.2025

Mashaalradio.com 

باجوړ کې د جماعت اسلامي په بلنه د ناامنۍ ضد مظاهره شوې

په باجوړ کې د جماعت اسلامي په بلنه د ناامنۍ پرضد لاریون او مظاهره شوې ده. د جولای درېیمې احتجاج ته د جماعت اسلامي، عوامي نیشنل ګوند او نورو ګوندونو سیاستوالانو ویناګانې وکړې او له حکومته یې د امنیت غوښتنه وکړه. د خیبر پښتونخوا حکومت او د پاکستان پوځ وايي، په صوبه کې امنیت ته ژمن دي او د وسلوالو ضد یې هدفي عملیاتو ته دوام ورکړی دی. د باجوړ په مرکز خار کې دا مظاهره تر هغې یوه ورځ وروسته شوې چې په یوه بمي چاودنه کې د ناوګۍ د انتظامي مشر په ګډون پینځه تنه ووژل او ۱۷ ژوبل شول. ویډیويي رپورټ.

Pa.azadiradio.com 

طالبان وايي یوازې د چارشنبې په ورځ له ایرانه نږدې ۵ زره کډوالې کورنۍ ورستنې شوې

د طالبانو حکومت د راستنېدونکو چارو کمېسیون وايي، یوازې د چارشنبې په ورځ له ایران څخه د هرات د اسلام کلا، نیمروز د ورېښمو پله، له لارو  نږدې ۵ زره افغان کډوالې کورنۍ ورستنې شوې دي.

Mashaalradio.com 

په تېره یوه اونۍ کې پاکستان کې د ورښتونو او سېلابونو پر مهال تر ۶۰ زیات کسان وژل شوي

د پاکستان دولتي ټېلېوېژن، د انګرېزۍ ژبې ډان ورځپاڼې او نورو رسنیو د جولای پر دویمه د اېن ډي اېم اې په حواله ویلي دي چې په وژل شویو کې ۲۳ د خیبر پښتونخوا اوسېدونکي ول چې پکې ۱۰ ماشومان هم شامل دي.

Mashaalradio.com 

د ګردېز اوسېدونکو د ښار پاکولو لپاره اشر کړی دی

په افغانستان کې اشر یو پخوانی دود دی چې پکې خلک په ډله ییزه او رضاکارانه ډول بېلابېل کارونه ترسره کوي. د جون پر ۳۰مه د پکتیا ولایت د مرکز ګردېز اوسېدونکو او د ښاروالۍ کارکوونکو په ګډه د ښار د پاکوالي لپاره لستوڼي رانغښتي ول. دوی د ښار واټونه، بازارونه او کوڅې جارو کړې. د ښاروالۍ مسوولین وايي، له دې کاره یې موخه په ولس کې دې فکر ته وده ورکول دی چې د ښار په پاک ساتلو کې باید خپله ونډه واخلی. ویډیويي رپورټ.

Pa.azadiradio.com 

د امریکا مشهور رپ سندرغاړي د جنسي قاچاق له تورونو برایت ترلاسه کړ

د امریکا مشهور رپ سندرغاړی شان دیدي کامبز د جنسي قاچاق له تورونو برایت ترلاسه کړ. خو نوموړی د فحشا اړوند تورونو کې مجرم پیژندلی شوی دی. د نوموړي مدافع وکیل دا پرېکړه "قانوني بریا" بللې، خو څارنوالانو ویلي چې کامبز لا هم ممکن د فحشا په تور تر ۱۰ کلونو بند سره مخ شي. د محکمې قاضي د ده د مشروطې خوشې کېدو غوښتنه رد کړې او ویلي یې دي چې کامبز ممکن ټولنې ته خطر پېښ کړي. په محکمه کې یو شمېر ښځو چې پخوا یې د نوموړي سره اړیکې لرلې شاهدۍ ورکړې او ادعا یې کړې چې له بدرفتارۍ سره مخ شوې دي. دا ادعاوې د محکمې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

په بالي کې د یوې کښتۍ د ډوبیدو په پېښه کې۶۱کسان نادرکه دي

د اندنیزویا په بالي ښار مې د یوې مسافروړنکې کښتۍ د ډوبیدو له کبله۶۱کسان نادرکه دي. دغه کښتۍ له جاوه بالي ته په لار وه. په کښتۍ کې ۶۵کسان سپاره وو، چې څلور تنه يې ژغوړل شوي دي. تراوسه معلومه نه ده چې دا کښتۍ ولې ډوبه شوې ده.

Pa.azadiradio.com 

د جرمني د زاکسن ایالت په پوځي سیمه اور لګیدلی دی

د جرمني د زاکسن ایالت کې په یوې پوځي سیمه کې د اورلګیدو له کبله څه باندې ۶۰۰ هکتاره ځمکه سوځیدلی ده. د راپورونو له مخې دغه اور براندنبورګ ایالت ته رسیدلی دی. د اوروژنې ادارې ۲۰۰ مامورین هڅه کوي دغه لګیدلی اور مهار کړي. د اور له کبله په سیمه کې د معلولینو د ساتنې یو مرکز خالي شوی او د ګازو یو ساتنځای د اور د پراخیدو له جدي ګواښ سره مخامخ دی. بل پلو په براندنبورګ کې د اوروژنې ادارې دوه کارکوونکي شدید ټپیان شوي دي. دغه اور له سه شنبې راهیسې پیل شوی دی.

Pa.azadiradio.com 

د امریکا دفاع وزارت؛ د ایران اټومي پروګرام دوو کلونو کې بیرته یورانیم غني کولی نشي

د امریکا د دفاع وزارت ویاند وايي، د ایران اټومي پروګرام دوه کاله شاته شوی دی. شان پارنل پرون چهارشنبې په یوه خبري کنفراس کې خبریالانو ته وویل، " زموږ معلومات ښيي چې د امریکا د بریدونو له کبله د ایران اټومي پروګرام دوه کاله شاته شوی دی". له دې وړاندې امریکايي چارواکو د ایران د دریو اټومي تاسیسات د ویجاړیدو خبره کړې وه. بل پلو، د اټومي انرژۍ د نړیوالې ادارې مشر رافایل ګروسي وایي، ایران کولی شي په څو راتلونکو میاشتو کې بیرته د یورانیم د غني کولو پروسه پیل کړي. د ګروسي دغو څرګندونو د امریکا د بریدونو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

افغانستان، ازبکستان او اذربایجان درې اړخیزې کاري ډلې جوړوي

د طالبانو د حکومت د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د اذربایجان له صدراعظم علي اسدوف سره د ایکو سازمان د سرمشریزې په څنډه کې کتلي دي. د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت پرون چهارشنبې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، "په کتنه کې ملا برادر له اذربایجاني لوري غوښتي چې د کرنې د میکانیزه کولو، د اوبو مدیریت، د اسان خدمت د پروګرامونو د تطبیق، ماین پاکۍ او د مسلکي زده کړو په برخه کې له افغانستان سره مرسته وکړي". د خبرپاڼې په ټکو، ښاغلي اسدوف د کانونو د استخراج، د اوبو مدیریت او... Читать дальше...




Pa.azadiradio.com 

په ایران کې میشت پخواني پوځیان؛ له پولې وراخوا طالبان زموږ په تمه دي، له ایرانه اخراج مو ژوند په خطر کې اچوي

له ایرانه د افغان کډوالو د جبري ایستلو د بهیر په چټکېدو سره یو شمېر افغان پخواني پوځيان او د ښځو د حقونو فعالان چې پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته ایران ته کډه شوي، د فشارونو له زیاتوالي او د جبري ایستلو د احتمال په اړه اندېښمن دي. دوی ازادي راډیو ته ویلي، د خپلو پوځي او مدني فعالیتونو، مدني مبارزو او په اعتراضونو کې د ګډون له امله د طالبانو له ګواښ سره مخ دي او که بېرته په جبري ډول افغانستان ته ستانه کړل شي ژوند به یې له جدي خطر سره مخ شي. یوشمېر پخواني پوځيان وايي، د جبري ایستلو له وېرې ان له خپلو کورونو نه وځي. Читать дальше...


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus