Добавить новость


World News in Pashto
Ria.city


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer
Июль
2025

Новости за 30.07.2025

Pa.azadiradio.com 

د یو مسافر وړونکي بس او د تیلو د ټانکر د ټکر له امله ۶ تنه وژل شوي او ۳۱ تنه نور ټپیان دي.

د غزني ولایت د عامې روغتیا مشر محمد څرک زیرک وايي، ټپیان کې ماشومان هم شامل دي. په افغانستان کې د ترافیکي پېښو اصلي لاملونه د موټرچلونکو بې‌احتیاطي، ګڼه ګوڼه او په لویو لارو کې د ترافیکي نښو نښانو نشتوالی ګڼل کېږي.

Pa.azadiradio.com 

نن د جولای۳۰مه د ملګرتیا نړیواله ورځ ده

افغان سېک شاعر دیاسنګ انجان سره ډیری افغانانو سره بلد دي نن سبا نوي ډهلي کې د ده کور او کار ځای د ډیری مسافرو افغانانو په ځانګړي ډول فرهنیګیانو دمه ځای دی، شنې ترخې چای او د ده خوږې کیسې او خاطرې د هر ستړي د زړه ارمان وي. نن د جولای ۳۰ مه د ملګرتیا نړیوال ورځ ده هغه چې ملګرو ملتونو په ۲۰۱۱ کال کې د خلکو، هیوادونو او بیلابیلو فرهنګنونو تر منځ د ملګرتیاوو د پراختیا په موخه نومولې ده، انجان سره مې تیلفون خبرې وکړې او د دې ورځې په مناسبت مې د ده د شخصي او کورنیو ملګرتیاوو په اړه ورنه وپوښتل. هغه په... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د ملګرو ملتونو د ښځو څانګه؛ له یمن وروسته افغانستان دویم هېواد دی چې جنسیتي توپیر په کې په لوړه کچه دی

په داسې حال کې چې په افغانستان کې د طالبانو د حکومت له لوري پر ښځو لګول شوي بیلابیل محدودیتونه ورځ بلې ته پراخېږي، د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې (UN Women) وايي، افغانستان په نړۍ کې د ښځو د حقونو په برخه کې له سختو بحرانونو سره مخ هغه هیواد دی چې دوی لپاره د برابرو فرصتونو مبارزه په کې ورځ بلې ته سختیږي. دغه ادارې د خپل ۱۵ کلن ماموریت د کلیزې په مناسبت په یو راپور کې ویلي چې په دې هیواد کې واکمنو طالبانو پر ښځو د محدودیتونو لپاره لږ ترلږه اتیا فرمانونه صادر کړي دي. په دې راپور کې چې سه شنبه د جولای... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

نن د جولای ۳۰مه د انساني قاچاق سره د مبارزې نړیواله ورځ ده

نن د جولای ۳۰مه، انساني قاچاق سره د مبارزې نړیواله ورځ ده. دا ورځ په ټوله نړۍ کې د دې پدیدې د قربانیانو په اړه د پوهاوي د لوړولو او د دوی له حقونو د ملاتړ لپاره نمانځل کیږي داسې مهال چې ویل کیږي د بې کارۍ او بې وزلۍ له امله د طالبانو تر واک لاندې په افغانستان کې انساني قاچاق ته پراخه زمینه برابره ده. د انساني قاچاق یو شمیر افغان قربانیان وايي، د امنیتي ستونزو او بې کارۍ له امله، اړ شول چې په سختو لارو قاچاقي مزلې وکړي او خپل برخلیک او ژوند د قاچاق کوونکو په لاس کې ورکړي. وايي د تېر جمهوري نظام پر... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د روسیې ختیځ کې تر زلزلې وروسته په ارام سمندر کې څونامي راغلې

د روسیې په کمچاتکا ټاپووزمه کې د جولای پر ۳۰مه تر زورورې زلزلې وروسته په هغه سیمه، جاپان او امریکا کې څونامي راغلې ده. د امریکا د ځمکپوهنې اداره وايي، پر رېښتر پیمانه د زلزلې شدت ۸.۸ وو. چارواکو د جاپان په هوکایدو او د امریکا په هوايي کې خلکو ته خوندي او لوړو ځایونو ته د تګ امر کړی دی. جاپان د فوکوشیما اټومي بټۍ هم خالي کړې ده. د رویټرز اژانس له ویډیوګانو جوړ رپورټ.

Pa.azadiradio.com 

په باجوړ کې د پاکستان د پوځ پرضد پراخ لاریونونه پیل شوي

د خیبرپښتونخوا په جاجوړ کې د پاکستان د پوځ پر ضد پراخ لاریونونه پیل شوي دي. د راپورونو له مخې، دا زرګونه کسان د باجوړ په عمري چوک کې راټول شوي چې د ښځو په ګډون ماشومان، سیاسي مشران او د بشري حقونو فعالان هم دې لاریونونو ته ورغلي دي. لاریون کوونکي د پاکستان د پوځ له خوا د پیل شویو عملیاتو د دریدو غوښتنه کوي. د پاکستان پوځ په سیمه کې د دوی په ټکو د "ترهګرو د له منځه وړو" په موخه دا عملیات پیل کړي دي. په باجوړ کې دا لاریونونه وروسته له هغې پیل شول چې پاکستاني پوځ په عملیاتو کې د "مروان" په نوم د اووم ټولګي یو زده کوونکی ووژل شو. Читать дальше...

Mashaalradio.com 

د طالبانو حکومت وايي ایران، پاکستان او ترکیې څه باندې ۲ مېلیونه افغانان اخراج کړي دي

د کډوالو او ورستنېدونکو د چارواکو په خبره، له کورنیو او نړیوالو ادارو سره د "۱۲۵ تفاهملیکونو" په لاسلیکولو د کډوالو او کورنیو بې ځایه شویو لپاره "څه باندې ۷۸ مېلیونه ډالره مرسته" جذب کړې.

Pa.azadiradio.com 

استرالیا د قانون له مخې ماشومان ته د یوټیوب د کارولو اجازه نه ورکوي

د استرالیا حکومت یو نوی قانون اعلان کړی چې له مخې يې د روان کال له ډیسمبر وروسته له ۱۶ کلونو کم عمره ماشومان نشي کولی په یوټیوب کې اکونټ ولري. په استرالیا کې د قانون له مخې ماشومان د فیسبوک، اینستاګرام او ټیک ټاک اکونټونو د جوړولو اجازه نه لري. یوټیوب مخکې له دې قانونه مستثنا وو. د دغه قانون موخه له ټولنیز او رواني فشارونو د ماشومانو ساتنه ده. د استرالیا حکومت وايي، له دې قانونه د سرغړونې په صورت کې شرکتونه ۵۰میلیونه استرالیايي ډالره جریمه کیږي. یوټیوب دغه قانون ته په غبرګون کې ویلي، دا پلټفارم یوازې د ویډیوګانو د شریکول لپاره دی. Читать дальше...

Mashaalradio.com 

له ننګرهاره تښتول شوی ډاکتر خوست کې ازاد شوی دی

د طالبانو د حکومت کارکوونکو د ننګرهار ولایت اوسېدونکی ډاکتر غورځنګ احمد یوسفزی د خوست په ببرک تاڼې سیمه کې له تښتوونکو خلاص کړی او کورنۍ ته سپارلی دی. نوموړي د جولای پر ۲۸مه تر خوشې کېدو وروسته خبریالانو ته وویل، تښتوونکو دی د ګاډي په ډیګۍ کې اچولی وو چې د طالبانو حکومتي سرتېرو د ګاډي تالاشۍ پر مهال وموند او خوشې یې کړ. غورځنګ د جولای پر ۲۵مه په جلال اباد کې خپل کلېنېک ته پر لاره وو چې وسلوالو وتښتاوه او بیا یې له کورنۍ ۷۰۰،۰۰۰ ډالر تاوان غوښت. طالب چارواکي وايي، د پېښې په تړاو یې څلور تنه تښتولي دي. Читать дальше...

Mashaalradio.com 

د روسیې ختیز کې تر زلزلې وروسته په ارام سمندر کې څونامي راغلې

د روسیې په کمچاتکا ټاپووزمه کې د جولای پر ۳۰مه تر زورورې زلزلې وروسته په هغه سیمه، جاپان او امریکا کې څونامي راغلې ده. د امریکا د ځمکپوهنې اداره وايي، پر رېښتر پیمانه د زلزلې شدت ۸.۸ وو. چارواکو د جاپان په هوکایدو او د امریکا په هوايي کې خلکو ته خوندي او لوړو ځایونو ته د تګ امر کړی دی. جاپان د فوکوشیما اټومي بټۍ هم خالي کړې ده. د رویټرز اژانس له ویډیوګانو جوړ رپورټ.

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو حکومت؛ ایران په دریو میاشتو کې نژدې دوه میلیونه افغان کډوال اخراج کړي

د طالبانو د حکومت د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت وايي، ایران په تیرو دریو میاشتو کې شاوخوا یومیلیون ۸۰۰زره افغان کډوال اخراج کړي دي. دغه وزارت نن چهارشنبې په کابل کې د یو کلنو لاسته راوړنو په ناسته کې ویلي، " دا کډوال په جبري توګه اخراج شوي". د دغه وزارت په ټکو، پاکستان بیا په روان کال کې نژدې ۱۹۰زره افغان کډوال په جبري توګه افغانستان ته راستانه کړي دي. وړاندې راغلي چې ترکیې هم ۵۱۳۴ افغان کډوال اخراج کړي دي. د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو په ګډون ترکیې او جرمني هم سږکال ډير شمیر افغانستان کډوال بیرته افغانستان ته دپیورټ کړل. Читать дальше...




Mashaalradio.com 

د روسیې ختیځ کې زورورې زلزلې په سمندر کې څونامي زېږولې ده

رویټرز اژانس وايي، پر رېښتر پیمانه د جولای ۳۰مې د زلزلې زور ۸.۸ وو چې د څونامۍ شاوخوا پینځه میټره لوړې څپې یې زېږولې دي او چارواکو په ګاونډي جاپان او د امریکا په هوايي کې ګڼو کورنیو ته د کورونو پرېښودو امر کړی دی.

Mashaalradio.com 

سوک وهونکی (باکسر) روباټ مو کتلی؟

په چین کې د مصنوعي ځیرکتیا په نړیوال کانفرانس کې داسې روباټان نندارې ته وړاندې شوي چې د سوکوهنې لوبه کولی شي. دا روباڼ په عصري ټېکنالوژۍ سمبال دي. په یاد نندارتون کې له ۸۰۰ زیاتو شرکتونو خپل تولیدات نندارې ته وړاندې کړې دی. د رویټرز اژانس له ویډیو جوړ راپور.

Pa.azadiradio.com 

عراقچي: له امریکا سره د اټومي تړون پر سر د خبرو بیا پيل ته کومه ځانګړې او منظمه برنامه نشته

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي وایي، د تهران او واشنګټن د اټومي خبرو د بیا پيل لپاره هیڅ کومه ځانګړې برنامه نه ده تنظیم شوې. عراقچي پرون سه شنبه ( د زمري ۷مه) د اسراییل-ایران د ۱۲ ورځنۍ جګړې د قربانیانو د یاد غونډې په څنډه کې دا خبره وکړه. د ایران او متحده ایالتونو مرکچیانو سږ کال یوه اټومي تړون ته د رسیدو په هدف پنځه پړاوه خبرې وکړې او شپږم پړاو یې چې مسقط کې پلان شوی و، پر ایران د اسراییل له بریدونو وروسته لغو شو. د ایران او اسراییل د بریدونو پر دوام د متحده ایالتونو ځانګړو جنګي الوتکو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

روسیې کې له زورورې زلزلزې وروسته سونامي، جاپان او امریکا کې هم د سونامی خبرداری ورکړل شوی

د روسیې په ختیځ کې کامچاتکا ټاپوزمه نن چهارشنبه ( د زمري ۸مه) د ریښتر په کچه ۸ اعشاریه ۷ درجې زورورې زلزلې ولړزوله. د دغې زلزلې له کبله د روسیې په لرې ختیځ کې سونامامي یو ښارګوټی ځپلی او د جاپان او متحده ایالتونو په ساحلي سیمو کې هم د سونامي خبرداری ورکړل شوی او له خلکو د تخلیې غوښتنه شوې. اسوشیتد پریس خبري اژانس ویلي چې زلزله کې څو تنه ټپيان شوي او ګڼ شمیر خلک تخلیه شوي دي. تر زلزلې وروسته نور ټکانونه هم احساس شوي دي.

Pa.azadiradio.com 

د تاجکستان پوله ساتو سږ کال له افغان قاچاق وړونکو سره لس ځله جګړه کړې

د تاجکستان چارواکي وایي، د ۲۰۲۵ کال په شپږو میاشتو کې یې امنیتي ځواکونو له افغانستان سره پر پوله له وسله والو قاچاق کوونکو سره لس ځله جګړه کړې ده. انټرفاکس د تاجکستان د نشه یي موادو د کنټرول ادارې د مشر ظفر صمد په حواله پرون سه شنبه ( د زمري په ۷مه) دغه راپور ورکړی دی. خبر کې راغلي چې د دغو جګړو پر مهال څلور تنه افغان قاچاق کوونکي وژل شوي او دغه راز تاجکستاني سرتیرو ۱۶۹۲ کیلو ګرامه نشه یي مواد نیول شوي دي. د تاجکستان چارواکو ادعا کړې چې افغانستان کې د نشه یي موادو کرکیله زیاته شوې او د مصنوعي او نورو نشه یي موادو لابراتوارونه فعالیت په کې لري. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

امریکا د یمن لپاره د القاعده شبکې د مشر پر سر جایزه لس ملیونه ډالرو ته پورته کړه

امریکا  یمن لپاره د القاعده د مشر په اړه د معلوماتو ورکولو انعام ۱۰ میلیونه ډالرو ته لوړ کړی دی. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پرون په یوه اعلامیه کې ویلي چې دا انعام د هغو کره اطلاعاتو لپاره دی چې په عربي ټاپو وزمه کې د القاعده شبکې د مشر سعد بن عاطف العولقي ځای ځاېږي معلوم کړي.


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus