Добавить новость
World News in Pashto
Ria.city


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer
Июль
2025

Новости за 19.07.2025

Pa.azadiradio.com 

نوې څېړنه ښيي چې ښايي د ماشوم په زېږون کې د هلک یا نجلۍ د جنسیت امکان پنځوس- پنځوس نه وي

یوه نوې څېړنه ښيي چې د ماشوم د زېږون په مسئله کې دا پوښتنه چې جنسیت به یې هلک وي که نجلۍ ښايي پنځوس- پنځوس نه وي. د هاروارډ پوهنتون څېړونکو په خپله وروستۍ څېړنه کې موندلې ده چې ښايي د ښځو عمر په دې برخه کې چې د ماشوم جنسیت څه ډول دی رول ولري.

Mashaalradio.com 

د سوریې په السوېدا کې له ۷۰۰ زیات کسان وژل شوي

د سوریې حکومت په السوېدا کې د دروز او بدویانو ترمینځ د جولای پر ۱۱مه پیل شوی جنګ درولی او د جولای پر ۱۹مه یې هلته امنیتي ځواکونه ځای پر ځای کړي خو د څو ورځو په جګړه کې د دواړو خواوو تر ۷۰۰ زیات کسان وژل شوي دي. نور تفصیل د فرانسې خبري اژانس په راپور کې.

Pa.azadiradio.com 

په ایران کې ۱۵ تنه په ترافیکي پېښه کې مړه شول

په ایران کې د یوه بس د ټکر له امله لږ تر لږه ۱۵ تنه مړه شوي دي. د ایران دولتي رسنیو د فارس ولایت د والي مسعود عابد په قول ویلي، دا پېښه په شیراز ښار کې شوې او ۲۷ نور کسان هم پکې ټپیان شوي دي. په ایران کې د ترافیکي پېښو له امله هر کال نژدې ۱۷۰۰۰ کسان ژوند بایلي. ایران له هغو هېوادونو څخه شمېرل کېږي چې د ترافیکي پېښو مرګ ژوبلې پکې تر ټولو زیاتې دي.

Pa.azadiradio.com 

په غزې کې ۲۶ تنه وژل شوي او تر ۱۰۰ ډېر نور ټپیان شوي

د غزې د ملکي دفاع ادارې د شنبې په ورځ اعلان وکړ چې د دې سیمې په جنوب کې دوو مرستندویه مرکزونو ته نژدې د اسراییل په بریدونو کې ۲۶ تنه وژل شوي او تر ۱۰۰ ډېر نور ټپیان شوي دي. د دې ادارې ویاند محمود بصل فرانس‌پرس ته ویلي، چې له دې ډلې ۲۲ تنه د خان‌یونس په جنوب لویدیځ کې، او څلور نور د رفح په شمال لوېدیځ کې وژل شوي دي. یوه عیني شاهد ویلي: "خلک د خوړو اخیستلو لپاره راغلي وو، چې د اسراییلي سرتېرو له خوا پرې ډزې وشوې." د اسرائیل پوځ ویلي چې د دې ادعاوو په اړه پلټنې کوي. له هغه وخته چې د ۲۰۲۳ کال په اکتوبر... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

په ایران کې ۳ تنه د جنسي تېري په تور اعدام شول

د ایران قضايي چارواکو د شنبې په ورځ اعلان وکړ چې درې نارینه یې د جنسي تېري په تور د هیواد په شمال کې اعدام کړي دي. د ایران د قضایيه قوې د خبري اژانس، میزان د راپور له مخې، د ګلستان ولایت د محکمې رئیس، حیدر آسیابي ویلي، دا حکم نن سهار د ګلستان ولایت د مرکز، ګرګان ښار په محبس کې دننه عملي شوی دی. د ایران د قوانینو له مخې، د قتل او جنسي تېري سزا اعدام ده. د بخښنې د نړیوال سازمان په شمول د بشري حقونو د سازمانونو په وینا، ایران له چین وروسته په نړۍ کې دوهم هېواد دی چې تر ټولو زیات اعدامونه پکې کېږي.

Pa.azadiradio.com 

د سوریې په سویدا کې د وژل شویو شمېر تر ۷۰۰ واوښت

د سوریې د بشري حقونو د څار بنسټ د شنبې په ورځ، (د جولای ۱۹مه) د دروزي ټولنې په زړه کې د تېرې اوونۍ د مرګ ژوبلو نوې شمېره اعلان کړه. د دغه لندن مېشتيغیر حکومتي بنسټ په وینا، تر دې دمه لږ تر لږه ۷۱۸ تنه په سویدا ولایت کې وژل شوي دي. په وژل شویو کې ۱۴۶ تنه د دروزي لږکیو وسله وال او ۲۴۵ ملکي کسان شامل دي، چې ۱۶۵ تنه‌ یې د سوریې د دفاع او کورنیو چارو وزارتونو له‌خوا «په خپل‌سري» ډول اعدام شوي دي. دا نښتې د ۲۸۷ دولتي سرتېرو او ۱۸ بدوي جنګیالیو د وژل کېدو سبب شوي هم دي، او درې بدویان بیا د دروزي جنګیالیو له‌خوا «په خپل‌سري» ډول اعدام شوي دي. Читать дальше...

Mashaalradio.com 

میا افتخار حسین وايي حکومت په پښتنو سیمو کې امن ته ژمن نه دی

د عوامي نيشنل ګوند صوبايي مشر میا افتخار حسین وايي، د هغوی ګوند د خپل یو مخکښ مشر مولانا خانزېب له وژل کېدو وروسته، د جولای پر ۲۶مه یوه جرګه په پام کې نیولې ده چې ورکې به په خیبر پښتونخوا صوبه کې د امنیت په اړه مهمې پرېکړې کېږي. نوموړي د جولای پر ۱۶مه په یوه ځانګړې مرکه کې مشال راډیو ته وویل، د عوامي نیشنل ګوند مشران وخت په وخت په نښه کېږي او ریاست خاموشه دی. هغه وايي، ریاست دې یا وژونکي ونیسي او یا دې هم ځان پړ وبولي. بل پلو د پاکستان حکومتي او پوځي چارواکو وخت په وخت ویلي دي چې د ولسي خلکو ترڅنګ د سیاستوالو او قامي مشرانو ساتنې ته ژمن دي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

پاکستان وايي، د افغان کډوالو د لنډمهالې استوګنې کارتونه نور نه تمدیدوي

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي وویل، د دغه هېواد حکومت پرېکړه کړې چې د افغان کډوالو د لنډمهالې استوګنې کارتونه (PoR) نور تمدید نه کړي. نوموړي خبرداری ورکړی؛ هغه افغانان به، چې له پاکستان څخه ایستل کېږي، په تور لېست کې شامل شي او بیا به پاکستان ته د ننوتو اجازه ونه لري. محسن نقوي د جمعې په ورځ په اسلام‌‎آباد کې خبریالانو ته وویل، دا پرېکړه د پاکستان د نوې ملي تګلارې یوه برخه ده. هغه ټینګار وکړ چې له غیرقانوني مهاجرت، په ځانګړي ډول له افغان اتباعو سره به هېڅ ډول نرمي و نه شي. نوموړي زیاته کړه... Читать дальше...

Mashaalradio.com 

ملګرو ملتونو له ایران او پاکستانه د افغان کډوالو جبري ویستل غندلي  

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړو راپور ورکوونکو له ایران او پاکستان څخه د افغان وګړو د جبري ایستلو لړۍ په کلکه غندلې او خبرداری یې ورکړی چې دا عمل نه یوازې د نړیوالو قوانینو سرغړونه ده، بلکې شړل شوي کسان له جدي خطرونو سره مخ کوي.

Pa.azadiradio.com 

نابینا لامبوزن او ځغاستونکي ولي محمد نوري بریتانیا کې افتخاري دوکتورا ترلاسه کړه

د برینانیا ایسپکس پوهنتون افغان نابینا ځغاستونکي او لامبو زن ولي محمد نوري ته افتخاري ډکټورا ورکړه. دا خبر دغه پوهنتون په خپله فیس بوک پاڼه خپور کړی دی. ولي محمد نوري ازادي راډیو سره په خبرو کې له دې امله خوښي وښوده ویې ویل، دا ډکټورا د ده د ټولو لاسته راوړونو تایدي ده. ده وړاندې ازادي راډیو ته وویل، سره له دې چې دی د برېټانیا د معلولینو د ځغاستې او لامبو په ملي ټیم کې دی، هڅونکې ویناوې کوي او د بشري مرستو په برخه کې هم فعال دی. ده د خپلو دې کارونو او فعالیتونو له امله مخکې ګڼې جایزې او مډالونه هم ګتلې دي. Читать дальше...




Mashaalradio.com 

په مومندو او کورمه کې د امن پاڅونونو کې له حکومته د امنیت ټینګولو غوښتنه وشوه

د جولای پر ۱۸مه، د مومندو په میامنډیۍ او د کورمې په صده کې د امن پاڅونونه وشول. په دواړو سیمو کې خلکو واضحه کړه چې د بل ځل لپاره یې څوک د عملیاتو په پلمه د کډو بارولو ته نه شي مجبورولی. دوی وايي، پولیس او امنیتي ادارې دې د امن راوستلو لپاره لاس په کارشي خو په داسې انداز کې چې خلک په تکلیف نه کړي. دوی دا هم وویل چې پر ټولو وسلوالو ډلو هم غږ کوي چې په ولسي خلکو دې حملې نه کوي. نور حال د مشال راډیو د خبریال په راپور کې.

Mashaalradio.com 

پېښور کې د افغان کډوالو او پاکستانیانو ترمینځ د لامبو سیالۍ شوې دي

په پېښور کې د افغان کډوالو او پاکستانیانو ترمینځ د لامبو یو ورځنۍ سیالۍ شوې دي. د سیالیو انتظام د خیبر پښتونخوا د سپورټي چارو ادارې او افغان کمېشنرېټ کړی وو. منتظمین وايي، د دې کار موخه د افغان کډوالو او ځايي خلکو ترمینځ پیوستون ته وده ورکول دي. په سیالیو کې ۱۲ افغان لامبوزنو برخه واخیسته. ویډيويي رپورټ.


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus