Добавить новость


World News in Pashto
Ria.city


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer
Июнь
2025

Новости за 30.06.2025

Pa.azadiradio.com 

له ایرانه د ستنول شویو کډوالو کیسه

هره ورځ زرګونه افغان کډوال له ایرانه افغانستان ته ستنیږي. د کډوالۍ نړیوال سازمان وایی شاوخوا ۷۰ سلنه دغه کډوال په زور له ایرانه ایستل شوي دي. په دغه رپوټ کې دوی د ایستل کیدو دڅرنګوالي اوپه ایران کې دکډوالو دژوند دسختو شرایطو په هکله خبرې کړي دي.

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان کابینه سبا د افغان کډوالو د وتلو د نېټې په تمدید پرېکړه کوي

تمه کېږي چې د پاکستان حکومت د افغان کډوالو د هستوګنې موده وغځوي. پاکستان د پي او ار یا ثبت شویو افغان کډوالو ته مهلت ورکړی وو چې د جون تر دېرشمې له دې هېواد ووځي. یوه پاکستاني چارواکو د نوم د نه یادولو په شرط اسوشیتید پرېس ته ویلي چې د افغان کډوالو د مودې د غځولو طرحه کابینې ته وړاندې شوې او تمه کېږي چې په دې اړه د سه شنبې په ورځ پرېکړه وشي. په دې سره به د یو میلیون او څلورو لکو هغو افغانانو برخلیک معلوم شي چې له پي او ار کارتونو سره په پاکستان کې اوسیږي. د پاکستان حکومت ویلي د هستوګنې د مودې د... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د دوحې د پروسې د کاري ډلو غونډو کې د طالبانو د یو پلاوي ګډون

د طالبانو حکومت خبر ورکړی چې د بېلابېلو وزارتونو یو ۷ کسیز پلاوی یې قطر ته تللی دی. په دې اړه د طالبانو تر واک لاندې ملي راډيو ټلوېزیون په خبر کې راغلي چې دغه اووه کسیز پلاوی به د دوحې بهیر د کاري ډلو د نشه یي توکو پر ضد د مبارزې په درېیمه او د خصوصي سکټور د تخنیکي کمېټې په دوهمه ناسته کې ګډون وکړي.

Pa.azadiradio.com 

افغان کډوال د پاکستان له حکومته غواړي چې دوی ته دې دغلته د پاتې کېدو لپاره نور وخت هم ورکړي

پاکستان کې مېشت د «پي او ار» په نوم کارت لرونکي افغان کډوال له اسلام اباد غوښتنه کوي چې دوی ته دې دغلته د پاتې کېدو لپاره نور وخت هم ورکړي. دغو افغان کډوالو ازادي راډيو سره په خبرو کې له پاکستانه د جبري ستنونې په اړه اندېښنه وښوده او ویې ویل اوس مهال د خپل نامعلوم برخلیک له امله سخت اندېښمن دي.

Mashaalradio.com 

په اسلام اباد کې د پیشوګانو کېفۍ ته مو بیایو

پیشو ډېر زر له انسان سره بلدېږي. دوی په کورونو کې له انسانانو سره یو ځای هم ژوند کوي. د نړۍ د نورو هېواودنو د ښارونو په شان په اسلام اباد کې هم د پیشوګانو کیفۍ جوړه شوې ده. دغلته ورغلي مېلمانه د چای او کافي څښلو ترڅنګ له پیشوګانو سره ساعت تېري کوي. په ځانګړي ډول ماشومان له پیشوګانو سره ډېر خوشاله دي. نور حال د مشال راډیو په دې راپور کې:

Pa.azadiradio.com 

ګڼې افغان مېرمنې د امن کورونو له نشتوالي سره جبري ودونو او نورو ټولنیزو فشارونو ته غاړه اېښې

افغانستان کې د امن کورونو تړلو یو شمېر ښځې بېرته ناامنه شرایطو، اجباري ودونو، ټولنیزو فشارونو او د کورني تاوتریخوالي زغملو ته اړ کړې دي. د افغانستان د ختیځ یوه اوسېدونکې او د دریو ماشومانو مور وایي خاوند یې د تېر جمهوري نظام پر مهال په ملي اردو کې وژل شوی او اوس نه د کور سرپرست لري او نه کور. خو دې چې د موضوع د حساسیت له امله نه غوښتل راپور کې یې نوم خپور شي، ازادي راډیو ته وویل چې د خسرګنۍ لخوا له کورني تاوتریخوالي سره مخ ده او د بلې سرپناه نه لرلو له امله د دې حالت زغملو ته مجبوره شوې ده. دې ازادي راډیو ته زیاته کړه... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

۷۵ افغان معلولینو ته په بریالۍ توګه مصنوعي پښې نصب شوې

د هند په مرسته لسګونو افغان معلولینو ته مصنوعي پښې ولګول شوې. د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند راندیر جیسوال پرون په خپله ایکس پاڼه دا خبر ورکړی. هغه لیکلي د هند د یوې خیریه موسسې جیپور فوټ له خوا ۷۵ افغان معلولینو ته په بریالۍ توګه مصنوعي پښې نصب شوې. جیسوال دا کار له افغانستان سره د هند د بشري مرستو یوه برخه وبلله او زیاته یې کړه چې د مصنوعي پښو د لګولو دا پنځه ورځنی کمپ له تود هرکلي سره مخ شو. په افغانستان کې لسیزو جګړو لکونه کسان ټپيان او له ډلې یې ګڼ تلپاتې معلوله کړل. اکثر د دغو معلولین غبرګې پښې، لاسونه یا یو لاس یا پښه پرې شوې ده. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو له بندیز سره سره کابل کې چرګان جنګول کېږي

وهه او مه پرېږده دا هغه چغې دي چې د کابل د چرګانو په جنګونو کې ډېر تر غوږو کېږي. د چرګانو د جنګونو شوقیان د طالبانو له بندیزونو سربېره کلنګي او جنګي چرګان یو بل سره مخ کوي چرګان یو بل ډېر ژوبلوي، سترګې، مشوکې، بڼکې، وزرې، لاس او پښې ماتوي. وینې ترې بهیږي. ځینې یې ان له ډېرو ټپونو مري خو د چرګانو د جنګونو شوقیان ترې خوند وړي. د اسوشیتید پریس عکاس کابل کې د چرګانو د جنګونو څو انځورونه اخیستي چې تاسو یې کتلی شئ




Pa.azadiradio.com 

یوه میاشت کې له ایرانه د څه باندې ۲۳۰ زرو افغانانو راستنېدنه؛ ګڼ په زور ایستل شوي

د کډوالۍ نړیوال سازمان آی او ام ویلي جون میاشت کې څه باندې ۲۳۰ زره افغانان له ایرانه څخه راوتلي دي. دې ادارې نن په یوه اعلامیه کې لیکلي چې ډېری دا افغان کډوال له ایران څخه په زور ایستل شوي. ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی چې د افغان کډوالو ډله ییز اخراج به په افغانستان کې بې ثباته وضعیت لا پسې کړکېچن کړي. ایران د جولای تر شپږمې هلته مېشتو بې اسنادو افغان کډوالو ته د وتلو مهلت ټاکلی وو. د راپورونو له مخې تر دې نېټې دمخه ایراني پولیس لاس په کار شوي او د ورځې زرګونه افغانان له ایرانه باسي. تېر څو ورځې لږ... Читать дальше...

Mashaalradio.com 

هند د وزیرستان برید په اړه د پاکستان تورونه رد کړل

هند وايي د پاکستان هغه تورونه ردوي چې ګواکې دوی په وزیرستان کې د ترسره شوي ځانمرګي برید تر شا لاس لري.دا برید د جون پر ۲۸مه د شمالي وزیرستان د میرلي په خدي مارکیټ کې شوی وو چې د پاکستان د پوځ او په سیمه کې د انتظامیې د معلوماتو له مخې پکې لږ ترلږه ۱۳ سرتېري وژل شوي وو. په هغه ځانمرګي موټر برید کې ۲۴ کسان ژوبل شوي هم وو چې ۱۰ پکې د پاکستان د پوځ سرتېري وو. په شمالي وزیرستان کې د ترسره شوي برید مسوولیت د پاکستاني طالبانو حافظ ګل بهادر ډلې قبول کړی وو. د هند او پاکستان ترمینځ له وروستۍ جګړې راپه دې... Читать дальше...

Mashaalradio.com 

د طالبانو حکومت ادعا کوي چې د سيلګرۍ صنعت وده کړې

په افغانستان کې د طالبانو حکومت درې کاله شوي او تراوسه یوه هیواد هم په رسميت نه دی پېژندلی. خو د طالبانو چارواکي ادعا کوي چې په هېواد کې د سيلګرۍ صنعت وده موندلې ده. د اې پي اژانس له ویډیو جوړ راپور:

Pa.azadiradio.com 

د کډوالو عالي کمشنرۍ: ډاډ باید رامنځته شي چې بیا ستنېدنه ثبات رامنځته کوي نه بې نظمۍ

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمشنرۍ یو چارواکی وایي، د اسراییل او ایران جګړه درېدلې، خو بشري اغیزې یې لا هم دوام لري. په افغانستان کې د دغه سازمان استازي عرفات جمال دا خبره له ایرانه افغانستان ته د لسګونه زره افغان کډوالو ستنېدو ته په اشارې کړې ده. هغه پرون یکشنبه ( د چنګاش ۸مه) پر خپله ایکس پاڼه لیکلي " راځی په ګډه دا ډاډ ترلاسه کړو چې د کډوالو راستنېدنه د ثبات یو لامل وي، نه د بې نظمۍ. دغه کډوال تر ډیره د اسلام قلعه بندر له لارې افغانستان ته راستانه شوي چې د ملګرو ملتونو د موندنو له مخې ناوړه شرایطو کې ژوند کوي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

پاکستان کې سیلابونو ۴۵ تنه مړه کړي، زیاته مرګ ژوبله خیبر پښتونخوا کې پیښه شوې

په پاکستان کې د وروستیو سیلابونو له کبله د مړو شویو کسانو شمېر ۴۵ ته پورته شوی دی. په پاکستان کې له پيښو سره د مبارزې ادارې پرون یکشنبه ( د چنګاښ ۸مه) ویلي، د سر ډیر زیان له افغانستان سره په پوله خیبرپښتونخوا ایالت کې اوښتی دی. دغه ایالت کې سیلابونو ۲۱ تنه مړه کړي چې ۱۱ یې ماشومان دي. یوازې ۱۴ تنه په سوات کې د تیرې جمعې په ورځ هغه مهال مړه شول چې د سیلاب اوبو په یوه وړه غونډۍ ایسار کړل او ژغورنې ته یې څوک ور و نه رسېدل. په سند، پنجاب او بلوچستان ایالتونو کې هم له تیرې چهارشنبې راهیسې موسمي بارانونو او سیلابونو خلکو ته د سر او مال زیان اړولی دی.

Pa.azadiradio.com 

وروستیو سیلابونو افغانستان کې ۵ تنه مړه کړي او ۸ تنه یې ټپیان کړي دي

په افغانستان کې د تیرو څو ورځو بارانونو او سیلابونو لږ تر لږه ۵ کسان مړه کړي او اته نور یې ټپیان کړي دي. د طالبانو د حکومت له پيښو سره د مبارزې ملي ادارې ویلي چې دغه مرګ ژوبله په کابل، پروان، لوګر، میدان وردګ، خوست، پکتیا، پکتیکا، لغمان، زابل او ننګرهار کې رامنځته شوې. دغه وزارت تېر ماښام پر خپله ایکس پاڼه/پخواني ټویټر لیکلي چې سیلابونو ۷۱ کورونه بشپړ او ۱۶۲ سرسري تخریب کړي او دغه راز یې زرګونه جریبه کرنیزه ځمکه، حاصلات او بڼونه له منځه وړي. دوی ویلي چې د زیانونو دا شمیرې لومړنۍ دي او وروسته ممکن بدلون په کې راشي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

غلام خان بندر تر نامعلومې نیټې تړل شوی، دواړو لورو ته یې سوداګر اندیښمن کړي

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، د غلام خان بندر د تړل کېدو له امله د دغه هېواد او پاکستان تر منځ سوداګري له خنډ سره مخ کړې  او افغان سوداګرو ته یې درانه مالي زیانونه اړولي دي.


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus