Добавить новость
World News in Pashto
Ria.city


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer


Июнь
2025

Новости за 20.06.2025

Pa.azadiradio.com 

د ایراني او اروپایي ډیپلوماتانو غونډه

ټاکل شوې ده چې نن په جینوا کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر له خپلو یوشمیر اروپایي سیالانو سره غونډه وکړي. که څه هم تر دې مخکې عباس عراقچي ویلي و چې تر هغو به یې هیواد خبرو ته چمتو نه شي چې پر ایران د اسراییل بریدونه روان وي، خو د اسوشیتد پریس اژانس د راپور له مخې اوس عراقچي هیلمن دی چې له یوې اونۍ راهیسې د روانې جګړې د پای ته رسیدو لپاره یوه دیپلوماتیکه حل لاره پيدا شي. د جینوا په ننۍ غونډه کې به د بریتانیا، فرانسې او جرمني د بهرنیو چارو وزیران، همداراز د اروپایي ټولنې یوشمیر استازي برخه واخلي. د دې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

جنوبي وزیرستان: ډرون برید یو ماشوم وژلی، پنځه ټپیان شوي

د جنوبي وزیرستان په مکین سیمه کې د جون پر ۲۰مه په یو ډرون برید کې یو ماشوم وژل شوی او پینځه نور ژوبل دي.د سیمې یوه چارواکي، چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، د ازادي راډیو مشال څانګې ته ویلي چې برید د مکین په دشکه سیمه کې شوی دی. د ده په وینا، په ډرون برید کې د یو ښوونځي زده‌کوونکي لګېدلي دي.. دغه چارواکی وايي ژوبل ماشومان د زرمک روغتون ته رسول شوي چیرته چې د هغوی درملنه روانه ده. په شمالي او جنوبي وزیرستان او څېرمه سیمو کې تر دې وړاندې هم په ډرون بریدونو کې ملکي کسان او په ځانګړي ډول ماشومان مړه... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د کډوالو نړیواله ورځ: "روحي حالت مو خراب دی، هېڅ سمې خبرې نه شم کولای"

د جون ۲۰مه د کډوالو نړیواله ورځ ده. دا ورځ داسې مهال رارسېدلې چې په تېرو څلورو کلونو کې لکونه افغانانو د امنیتي ګواښونو او اقتصادي ستونزو په ګډون د بېلابېلو دلایلو له امله خپل هېواد پرېښی دی. یو شمېر دغو افغانانو چې ایران او پاکستان ته یې پناه وړې چې ستونزو تل شکایت کوي.

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان حکومت پریکړه کړې چې افغان موټر چلوونکو ته کلنۍ ویزې ورکړي

د پاکستان حکومت وايي چې پریکړه یې کړې چې افغان موټر چلوونکو ته داسې کلنۍ ویزې ورکړي چې بیا بیا پرې پاکستان ته سفر کولی شي. په کابل کې د پاکستان سفارت د جون په ۲۰مه په ټویټر کې وویل چې د دې کټګورۍ لپاره د ویزې فیس به ۱۰۰ ډالر وي. سفارت دا هم وویل چې غوښتونکي اړ دي چې یو عکس، د خپل پاسپورټ کاپي، د تابعیت کارت، د موقتي داخلي سند (TAD)، د راجستر شوي ټرانسپورټ شرکت څخه د کار لیک او د موټر چلولو یو معتبر جواز انلاین اپلوډ کړي. وروسته له هغه چې طالبانو په ۲۰۲۱ کال کې د افغانستان کنټرول بیرته ترلاسه کړ،... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

"اقرا" مجلې په بندیزونو کې یو کلن مزل وواهه

په داسې حال کې چې په افغانستان کې د ښځو د رسنیز کار په وړاندې ګڼ محدودیتونه موجود دي، د "اقرا" په نوم د ښځو له خوانه ښځو ته انلاین مجلې خپل یو کلن مزل بشپړ کړ. د دې مجلې بنسټ اېښودونکې او مسووله چلوونکې وايي، هدف مو د افغان ښځو غږ پورته کول او ورته انعکاس ورکول دي.

Pa.azadiradio.com 

په اروپا کې د افغان هنرمندانو کنسرتونه

نن، سبا په یو شمیر اروپايي هیوادونه کې په پرله پسې توګه د مشهورو هنرمندانو کنسرتونو روان دي. ښاپیرۍ نغمه، هارون پاچا او جاوید امیرخیل په اروپا کې دي.

Pa.azadiradio.com 

تر ۶۰ ډیرو اسراییلي الوتکو نن پر ایران بمبارد وکړ

د اسراییل هوایي ځواکونه وایي، نن یې د ایران په لسګونه سیمې په نښه کړې دي. د اسراییل دفاع وزارت په ټیلګرام کې لیکلي دي، تر شپیتو ډیرو (IAF) جنګي الوتکو په دې بمباریو کې برخه واخیسته. د اسراییل دفاع وزارت څرګندوي چې د ایران صنعتي سیمې یې په نښه کړې دي، د اسراییل پوځ ادعا کوي چې په دې ځایونو کې ایران وسلې جوړوي.

Pa.azadiradio.com 

ایران د اسراییل جنوبي سیمې په توغندیو وویشتې

د اسراییل په جنوب کې د بیر شبع په سیمه او د هغې شاوخوا کې د ایران د توغندیو په تازه برید کې اووه تنه ټپيان شوې دي. د راپورونو له مخې په دې برید کې شاوخوا ودانۍ ډیرې زیانمنې شوې دي. د ایران د دې حملو ټپیان روغتون ته لیږدیدلي دي. دا دوهمه ورځ ده چې د بیر شبع پر ښار د ایران توغندي لګیږي.




Mashaalradio.com 

په خوست کې د کرکټ دوه میاشتنۍ سیالۍ پای ته ورسېدې

د جون پر ۱۸مه د خوست د صدقو په سرحدي سیمه کې د څلويښتو لوبډلو تر منځ د کرکټ دوه میاشتنۍ سیالۍ پای ته ورسیدې. د یادو لوبو مالي لګښت چې په عربي هېوادونو کې میشتو مساپرو پرغاړه اخیستې وو، اتلولي يې د صدقو لوبډلې او دویم مقام يې د قدمو ټیم په خپل نوم کړ. د برنامې تابیا کوونکو د یادو لوبو موخې د ځوانانو یووالی، د کرکټ د نویو استعدادونو پېژندل او خلکو لپاره د سالمې بوختیا برابرول دي. نور حال د نجیب الله الوخېل په رپورټ کې وګورئ

Mashaalradio.com 

ټرمپ وايي په دوو اونیو کې پر ایران د برید کولو او نه کولو پرېکړه کوي

د امریکا سپینې ماڼۍ ویلي ولسمشر ډونالډ ټرمپ به "په دوو اونیو کې" پریکړه وکړي چې د اسراییل او ایران په شخړه کې نېغ په نېغه ښکیل شي او که نه؟ د سپینې ماڼۍ ویاندې کارولین لیویټ د جون پر ۱۹مه ناوخته د خبري غونډې پر مهال د ولسمشر ټرمپ خپل پېغام ولوست. دا په داسې وخت کې ده چې د اروپا د درو سترو هیوادونو، برتانیا، فرانس او جرمني ډپلوماټ د جون پر ۲۰مه په جنېوا کې د ایران د بهرنیو چارو له وزیر عباس عراقچي سره لیده کاته کوي. اسرارعالم مومند په دې اړه د رویټرز او اې ایف پي له ویډیوګانو رپورټ برابر کړی دی.

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان پر فضا بهرنۍ الوتنې زیاتې شوې

د الوتنو د څار ویبپاڼې په باور د ایران او اسراییل د جګړې له امله د افغانستان پر فضا نړیوال پروزاونه نږدې پنځه برابره زیات شوې دي. د دې ویبپاڼې د راپور له مخې پخوا به هره ورځ شاوخوا پنځوس الوتنې د افغانستان له سره تېریدې چې نن سبا یې شمیره دوه سوه اتیاوو ته رسیدلې ده. له تیرې یوې اونۍ راهیسې د ایران هوایي حریم د جګړې له امله بند شوی دی. هره الوتکه چې د یوه هیواد پر فضا تیریږي د هغې د وزن له مخې محاسبه کیږي چې څو ډالره باید ورکړي. د ملکي هوایي چلند د نړیوال سازمان(ICAO) د اصولو له مخې په ځینو مواردو کې دا فیس تر زر ډالرو زیاتیږي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

له ايرانه ستنېدونکي پاکستاينان له څومره مشکلاتو سره مخ شول؟

پاکستاني چارواکي وايي د اسراییلو او ایران ترمینځ د جګړې له پیلېدو وروسته له ایرانه د پاکستانيو وګړو د واپسۍ لړۍ روانه ده. د بلوچستان چارواکي خبر ورکوي چې د جون پر ۱۸مه د ایران او پاکستان ترمینځ د تفتان له پولې شاوخوا څلورنیم سوه کسان خپل هېواد ته ستانه شوي دي. دا لړۍ له تېرو درو ورځو راهیسې روانه ده او د چارواکو په وینا تر دې مهاله پر دې لاره له ایرانه له ۱،۰۰۰ زیات پاکستاني وګړي ستانه شوي دي. اسرار عالم مومند په دې اړه د رويټرز او اې اېف پي له ويډيوګانو دا رپورټ جوړ کړی دی.

Pa.azadiradio.com 

لیونل مسي خپل ټیم بریا ته ورساوه

د فوټبال کلپونو په نړیوال جام کې انټرمیامي د مسي په هڅو خپل سیال ته ماته ورکړه. انټر میامي چې ۲ پر ۱ پورتو لوبډله ماته کړه. په دې لوبه کې پورتو لومړی ګول په ۸ دقیقه کې ترسره کړ. میامي ټیم په ۴۷ دقیقه کې مساوي ګول ترسره کړ او بلاخره د نړۍ وتلي فوټبال لیونل مسي وتوانېد په یوې ازادې ضربې سره د خپل ټیم په ګټه دویم ګول ووهي. د نړۍ د فوټبال کلپونو اتلولي سیالۍ د ۳۲ کلپونو تر منځ د جون له ۱۵مې پيل شوي.

Pa.azadiradio.com 

ترانه ویونکو او نعت خوانانو ته د طالبانو نوی خبرداری

د طالبانو د امرباالمعروف او نهی عن المنکر وزارت ترانه ویونکو او نعت خوانانو ته خبرداری ورکړی چې خپل نعتونه او ترانې د سندرو په طرز وړاندې نه کړي. د دغه وزارت ویاند سیف الاسلام خیبر په خپله ایکس پاڼه دا تازه خبرداری خپور کړی. هغه ټینګار کړی چې له سرغړونکو سره به اصولي چلند وشي. په بیان کې ټینګار شوی چې ترانې او نعتونه د پوهې او فکري پراختیا ژبه ده او د طالبانو په خبره چې باید «تحریف او بې ارزښته نه شي». د طالبانو حکومت مخکې هم څو واره ترانه ویونکو او نعت خوانانو ته ته په دې اړه خبرداری ورکړی. د طالبانو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

افغان سندرغاړې زلاله هاشمي له دوو اونیو راهیسې لادرکه ده

زلالې هاشمي کلونه مخکې د افغان ستوري په نوم په یوه رقابتي پروسه کې ګډون کړی وو او د یوه محدود وخت لپاره یې سندرې وویلې. ځینو رسنیو د زلالې هاشمي د کورنۍ په حواله راپور ورکړی چې هغه په کابل کې له خپله کوره وتلې وه او د دوو اوونیو په تېرېدو یې لا د مرګ او ژوند خبر نشته. د ښځو د حقونو ځینو فعالانو هم د زلالې هاشمي په ورکېدو سخته اندېښنه ښوولې ده. د راپورونو له مخې زلاله چې واده شوې ده د یواځیني څلور کلن ماشوم صحي وضعه یې ښه نه ده. د طالبانو حکومت لا د دې افغان سندرغاړې په ورکېدو څه تبصره نه ده کړې.... Читать дальше...


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus