Добавить новость


World News in Pashto
Ria.city


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer


Июнь
2025

Новости за 26.06.2025

Mashaalradio.com 

د شانګهای سازمان د دفاع وزیرانو غونډه په چین کې وشوه

په دې غونډه کې د نورو هېوادونو ترڅنګ د هند، پاکستان او ایران د دفاع وزیرانو هم ګډون وکړ. د جون ۲۶مې نېټې غونډه پر داسې مهال جوړه شوې چې ایران تازه له اسراییلو سره له ۱۲ ورځني جنګ وروسته اوربند کړی دی. پر دې سربېره هند او پاکستان تېره میاشت له یو بل سره جګړه کړې وه. نور حال د رایټرز اژانس له ویډیو په جوړ راپور کې وګورئ:

Pa.azadiradio.com 

یوناما؛ له یو میلیون ډیر کډوال افغانستان ته راستانه شوي دي

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستنیدویه ماموریت یوناما وايي، "په روان ۲۰۲۵کال کې له یو میلیون ډیر کډوال افغانستان ته ستانه شوي دي". یوناما نن پنجشنبې په یوې اعلامیه کې ویلي،" د دغو کډوالو راستنیدل د افغانستان بشري بحران چې لا له مخکې د نړیوالو بشري مرستو په کمیدو او وچکالۍ په خاطر پراخ شوی و، لا پسې پیچلی کړی دی". وړاندې په اعلامیه کې د یوناما د چارواکو په حواله راغلي چې راستانه شوي د خوندیتوب او درناوي مستحق دي او که مرسته ورسره ونه شي، دا بشري بحران به لا پسې بدتر شي. په وروستیو څو ورځو کې له... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

نن د جون ۲۶مه د شکنجې له قربانیانو د ملاتړ نړیواله ورځ ده، د طالبانو له زندانه راخوشي معترضې ښځې د شکنجې وحشتناکه کیسې لري

د جون ۲۶ «د شکنجې له قربانیانو د ملاتړ نړیواله ورځ » ده. یو شمېر هغه کسان چې د طالبانو د حکومت له خوا په زندانونو او توقیف ځایونو کې شکنجه شوي ادعا کوي چې طالبان په وحشتناک ډول خلکه شکنجه کوي او وهي ټکوي یې. د بشري حقونو ملاتړي وايي طالبان شکنجه د واک د وسیلې په توګه کاروي او له نړیوالې ټولنې غواړي چې د طالبانو د ظلمونو پر وړاندې چوپتیا ماته کړي. پریسا مبارز د ښځو د حقونو فعاله او د معترضو ښځو له ډلې ده. نوموړې وايي چې د ۲۰۲۲ کال په فبرورۍ کې د طالبانو د امنیتي چارواکو له خوا له خپلو پنځو ملګرو... Читать дальше...

Mashaalradio.com 

د شندور مېلې ګډونوال وايي دا رنګینۍ په ستړتیا ارزي

شندور دره د چترال او ګلګت بلتستان پر پوله د هڅکو غرونو په لمن کې پرته ده. په قدرتي حسن سنبالې دې شنې درې ته د جون په میاشت کې سېلانیان مخه کوي. د خواوشا او د پاکستان د نورو سیمو ترڅنګ د نورو هېوادونو نه هم سېلانیان دغلته ورځي او د قدرت له نظارو خوندونه اخلي. دلته هرکال د پولو لوبه هم کېږي. سږنۍ لوبه چترال وګټله. هلته ورغلي سېلانیان وايي د لارې د کږلېچونو ستړیا یې د شندور په نظارو او د پولو د لوبې په ولولو دمه کېږي. نور حال د فرانسې خبري اژانس په دې راپور کې:

Pa.azadiradio.com 

ټرمپ؛ نتانیاهو یو پیاوړی مشر دی او د هغه خلاف قضیې دې لغوه شي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اسراییلو د صدراعظم بنیامین نتانیاهو د محکمې د لغوه کیدو غوښتنه وکړه. ټرمپ نن پنجشنبې پر خپلې سوشل پاڼې ټروت نتانیاهو "پیاوړی او جنګیالی مشر" یاد کړی او ویلي دي، " اوس هغه وخت رسیدلی چې نتانیاهو له محکمه کیدو خلاص شي". ولسمشر ټرمپ د نتانیاهو قضیه جعلي وباله او وویل،" دا قضیه دې لغوه شي یا دې نتانیاهو ته عفوه وشي". نتانیاهو د خیانت، بډو او درغلیو په دریو قضیو کې تورن دی، خو هغه دا تورونه رد کړي دي.

Pa.azadiradio.com 

د ایران مشر ادعا وکړه چې پر اسراییل او امریکا (بریالی) شوی دی

د ایران مشر ادعا وکړه چې ایران پر اسراییل او امریکا " بریالی شووی دی" په داسې حال کې چې د اسراییل او ایران ترمنځ جګړه کې د ایران د پوځ رهبري او هستوي پروګرامونو کلکې ضربې وخوړې، د ایران مشر ایت الله علي خامنه یی ادعا وکړه چې " اسراییل د دوی په بریدونو کې نژدې له پښو ولوېد". خامنه یي په یوه پيغام کې چې ځینې برخې یې د ایران دولتي رسنیو خپرې کړي د اسراییل په وړاندې ۱۲ ورځنۍ جګړه کې د خپلې " بریا" په خاطر خپل ولس ته مبارکي وویله. دا ادعا داسې مهال کیږي چې د اسراییل او ایران ترمنځ جګړه کې چې د اسراییل... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

په یوه ورځ د هرات له لارې ۳۰۰۰۰ افغان کډوال ستانه شوي

په هرات کې د طالبانو چارواکو وویل چې د چهارشنبې په ورځ له ایران څخه تر دیرش زره ډیر افغان کډوال خپل هیواد ته ستانه شوې دي. په هرات کې د طالبانو د اطلاعات او کلتور رییس احمدالله متقی تیره شپه په ایکسپاڼه کې د ایراني چارواکو په وینا لیکلي دي چې په لسګونو نور موټر د اسلام قلعه په لور روان دي. وروسته تر دې چې د جون په دیارلسمه د اسراییل او ایران جګړه پيل شوه، له ایرانه افغانستان ته د افغان کډوالو د ستنیدو بهیر ګړندی شو. د ملګرو ملتو د کډوالو د عالي کمشنرۍ( یو این ایچ سي ار) د سږکال د اپریل د میاشتې د... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

په افغانستان کې ناروغیو ته نوې اندیښنې

د «ایمرجنسي» په نوم نړیوال بنسټ وایي، په افغانستان کې هغه ناروغۍ چې اخیستونکې نه دي په زیاتیدو دي. «ایمرجنسي» په خپل تازه خپور کړي راپور کې اندېښنه ښودلې چې ډېری افغانان لا هم د لسیزو جګړو له ویجاړ شوي روغتیایي سیستم سره مخ او له بېړنیو، عملیاتي او جدي روغتیایي خدمتونو بې برخې دي.

Pa.azadiradio.com 

د بریټانیا د سیالیو د تنظیم اداره؛ ګوګل سریچ دې د بازار د وضعیت له مخې وټاکل شي

د بریټانیايې د سیالیو د تنظیم ادارې وړاندیز کړی چې په ګوګل سریچ کې دې د "بازار وضعیت" د یوې ستراتیژۍ له مخې وټاکل شي. دا وړاندیز د ګوګل شرکت اړباسي څو په ګوګل سریچ یا لټون کې د کاروبارونو درجه بندي د بازار د وضعیت پر بنسټ ښکاره کړي. دغه اداره وړاندې وايي، له ګوګل سریچ یا لټون سربیره په نورو برخو کې دې هم د معلوماتو د لټون لپاره لا ښه امکانات برابر شي. په بریټانیا کې ۹۰سلنه کاروبارونه د ګوګل سریچ یا لټون له لارې ترسره کیږي او د دې وړاندیز په پلي کیدو سره به د بازار په غوړیدو کې لویه مرسته وشي.

Mashaalradio.com 

د میرامشا بازار دوکانداران وايي ۱۱ کاله پس هم د ړنګو دوکانونو معاوضه نه ده ورکړل شوې

د میرامشا بازار په ۲۰۱۴ز کال کې د پاکستان د پوځ لخوا د ضرب عضب عملیاتو پر مهال ړنګ کړل شوی وو. حکومت په ځان منلې وه چې د دغه بازار دوکاندارانو او مالکانو ته به معاوضه ورکوي. خو اوس د جون پر ۲۵مه ځینو دوکاندارانو مشال راډیو ته وویل، دوی ته لا هم پیسې نه دي ورکړل شوي. بل پلو د شمالي وزیرستان مرستیال کمیشنر محمد یوسف کریم مشال راډیو ته وویل چې د یاد بازار درېنیمو زرو پورې دوکاندارانو ته معاوضې ورکړل شوې دي او نورو ته به هم زر ورکړل شي. نور حال په دې راپور کې:

Pa.azadiradio.com 

افغان بزګران اندیښمن دي چې وچکالي یې د کوکنار کر ته مجبوره نه کړي

په داسې حال کې چې طالبانو د خپل مشر د فرمان بر بنسټ په افغانستان د کوکنارو په کرکیله بندیز لګولی او په ډیری ولایتونو کې یې کروندګر ترې راګرځولي دي، خو یو شمیر بزګران وايي، وچکالي ده، بدیل کښت نه لري او که وضعیت همداسې دوام وکړي ممکن بیا د کوکنارو کر ته مخه کړي.




Pa.azadiradio.com 

د اروپايي ټولنې مشران له امریکا سره د سوداګریز هوکړې په اړه نن په بروکسل کې راټول شوي

د اروپايي ټولنې غړي هېوادونه نن پنجشنبې له امریکا سره د یوې سوداګریزې هوکړې په اړه پریکړه کوي. رویترز خبري اژانس د دوه اروپايي ډپیلوماټونو په حواله ورکړی چې د اروپايي ټولنې مشران باید نن د دې ټولنې کمیسیون ته روښانه کړي چې ایا غواړي د امریکا په ګټه ژر یوې سوادګریزه هوکړې ته ورسیږي او که لا هم د یوه ښه توافق د ترلاسه کولو لپاره مبارزه کوي. رویترز وړاندې د دغو دپیلوماټو په حواله ویلي، "ښايي اروپايي ټولنه د امریکا په ګټه ژر یوې هوکړې ته زړه ښه کړي". د جرمني صدراعظم فریدریک میرز وايي، "ټول اروپايي مشران... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ملګري ملتونه؛ په افغانستان کې د هیروینو او شیشې استعمال زیات شوی دی

د ملګرو ملتو د مخدره توکو او جرم دفتر په خپل نوي راپور کې چې نن یې له رسنیو سره شریک کړی دی، ویلي دي چې په افغانستان کې د هیروینو او شیشې استعمال زیات شوی، خو د چرسو او اپینو په کارولو کې کمښت راغلی دی. دا راپور چې د ملګرو ملتو د پراختیایي پروګرام په مالي مرسته چمتو شوی، څرګندوي چې تر دوه زره درویشتم کال پورې په افغانستان کې شاوخوا اووه ویشت زره کسان په مخدر موادو کې ښکېل و، چې په دوی کې څه باندې دوه نیم زره ښځې او څه باندې دوه زره له پنځلس کلونو کم عمره ماشومان شامل دي. په راپور کې راغلې دي چې نژدې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د امریکا دوه لوړپوړي استخباراتي چارواکي: د ایران هستوي تاسیسات له منځه تللي او بیا رغونه به یې کلونه وخت ونیسي

د امریکا دوه لوړپوړي استخباراتي چارواکي وایي چې د ایران اټومي تاسیسات له منځه تللي او بیا رغونه به یې کلونه وخت ونیسي. د امریکا د ملي استخباراتو مشرې تولسي ګابارد ویلي چې تازه استخباراتي معلومات ښيي چې د ایران درې مهم اټومي تاسیسات د امریکا د هوايي بریدونو په پایله کې "ویجاړ" شوي دي. میرمن ګابارد دا څرګندونې د چهارشنبې په ماښام پر خپله ایکس پاڼه/ پخواني ټویټر خپرې کړي او زیاته کړې یې ده که ایران وغواړي دا درې تاسیسات نطنز، فردو او اصفهان بیا ورغوي، نو دا به "کلونه وخت ونیسي". هغې پر هغو رسنیو... Читать дальше...

Mashaalradio.com 

سلګونو سرکاري ملازمینو پېښور کې مظاهره وکړه

د خیبر پښتونخوا له بېلابېلو برخو نه حکومتي مامورین د جون پر ۲۵مه په پېښور کې د صوبايي اسمبلۍ ودانۍ مخې ته راټول وو، دوی لارې بندې کړې وې او شعارونه یې ورکول. د مظاهره کونکیو غوښتنه وه چې د وفاق او صوبو د نوکریو ترمینځ په معاشونو کې د توپیر ختمولو ۳۰ سلنه رعایت دې ورته ورکړل شي او د تقاعد (پېنشن) زوړ نظام دې بحال کړل شي. د ورځې په پای کې حکومتي چارواکو د مظاهره کوونکیو له مشران سره وکتل او د هغوی د مسلو د هواري ډاډ یې ورکړ. له هغې وروسته دولتي مامورین خپلو کورونو ته ستانه شول خو دا دړکه یې وکړه چې... Читать дальше...

Mashaalradio.com 

د کرک مشهور ولسي شاعر سید حسن استاد پېژنئ

سید حسن استاد د کرک د لتمبر کلي سره تعلق درلودلو. نوموړی د هغې سیمې مشهور ولسي شاعر تېر شوی او د کرک اکثرو خلکو ته یې شعرونه په یادو یاد دي. نوموړي که څه هم تعلیم نه وو کړی خو خدای پاک یې د شعر ژبه جاري کړې وه. د سید حسن استاد د شاعرۍ دوه کتابونه چاپ شوي دي او اکثرو هنرمندانو یې هم شعرونه ویلي دي. د مشال راډیو په دې ځانګړي پروګرام کې د سید حسن استاد د ژوند او کار په اړه د پوهانو خبرې اورېدلی شئ:

Pa.azadiradio.com 

ولسمشر ټرمپ وايي امریکايي چارواکې به راتلونکې اونۍ ایراني چارواکو سره د اټومي پروګرام په اړه خبرو لپاره وګوري

وروسته لدې چې امریکايی ځواکونو څو ورځې مخکی دایران اټومی تاسیسات بمبارد کړل ، ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي چې امریکايي چارواکې به راتلونکې اونۍ د ایران له چارواکو سره د اټومي پروګرام په اړه خبرو لپاره وګوري. ټرمپ د ناټو له کلنۍ غونډې وروسته په هالنډ کې په یوه مطبوعاتي کنفرانس کې ایران ته په اشاره وویل: "موږ به راتلونکې اونۍ له دوی سره خبرې وکړو." د متحدو ایالاتو ولسمشر زیاته کړه : "یوازینی شی چې موږ به یې [په غونډه کې] وغواړو هغه څه دي چې موږ یې مخکې غوښتنه کوله، دا چې موږ هیڅ اټومي (وسله) نه غواړو."... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

کورمه کې په بمي چاودنو کې لږ تر لږه څلور کسان وژل شوي دي

چارواکي وايي په کورمه کې په بمي چاودنو کې لږ تر لږه څلور کسان وژل شوي دي او څلور نور ټپیان دي. د پولیسو یوه چارواکي د چهارشنبې په ورځ د نوم نه ښودلو په شرط دازادی اروپا راډیو/ مشال څانګې ته وویل چې په پیوار شرمه خېلو کې سهار مهال غبرګې چاودنې وشوې چې پکې ځايي خلکو ته مرګژوبله واوښتله. نوموړی وايي، د دوی لومړني معلومات ښيي چې دا د ریموټ کنټرول بم چاودنې وې. د پاړه چینار د مرکزي روغتون مشر ډاکټر میرحسن جان هم مشال راډیو ته ویلي دي چې هغوی ته څلور ټپی کسان وروړل شوي وو چې د یوه حالت نازک وو او هغه د درملنې لپاره پېښور ته استول شوی دی. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

زیلینسکي د جنګي جرمونو د محکمې د تاسیس لپاره د اروپا شورا سره تړون لاسلیک کړ

محکمه ګمارل شوې ده چې د ولسمشر پوتین په شمول د روسیې ټول هغه سیاسی او پوځي مشران چې پر اوکراین یرغل کې یې برخه اخیستې محاکمه کړې. زیلنسکی د متحدو ایالاتو ولسمشر ترمپ سره خپله غونډه "اوږده او مهمه" وبلله.

Pa.azadiradio.com 

له ایران څخه دافغان کډوالو د ایستلو لړۍ ګړندۍ شوې ده

د ایران په پلازمینه تهران کې میشت یو شمېر افغان کډوال وایي، په وروستیو ورځو کې د بې اسناده کډوالو نیول او ستنول ډېر زیات شوي دي. دوی ازادي رادیو سره په خبرو کې وویل چې دې وضعیت سخت اندېښنمن کړې دي. هرات کې طالب چارواکي وایی هره ورځ زرګونه کسان افغانستان ته راځي.


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus