د نن ورځې د خبرونو هایلایټ
اسدالله لودین په دې خبري ټولګه کې د نن مهمو پيښو ته کتنه کړې
اسدالله لودین په دې خبري ټولګه کې د نن مهمو پيښو ته کتنه کړې
د کډوالۍ نړیوال سازمان وایي، یوه اونۍ کې څه باندې ۸۸ زره افغانان له ایرانه اخراج شوي دي. دغه سازما پرون جمعه یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د اخراجېدونکو ورځنی شمېر تېر ته په کتو پنځه برابره زیاتوالی ښيي. بل لورته د طالبانو د حکومت څو لوړپوړي چارواکي نن هرات ته تللي چې هلته له ایرانه د اخراجېدونکو کډوالو وضعیت له نژدې وګوري. د طالبانو مرستیال ویاند حمدالله فطرت لیکلي د پلاوي مشري د رییس الوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي کوي او د سرې میاشتې ټولنې مشر او د ښارجوړنې، کډوالو چارو او کرنې وزارتونو لوړپوړي چارواکي هم ورسره دي. Читать дальше...
د لوګر او میدان وردګ ولایتونو یو شمېر اوسېدونکي وايي،د تېرې شپې سیلابونو دوی ته لوی مالي زیانونه اړولي دي. دوی نن ازادي راډيو ته وویل چې د دغه سیلابونو له امله د دوی کرنیزې ځمکې، باغونه، پلونه او پلچکونه ویجاړ شوي او ان په یو شمېر سیمو کې سړکونه بند شوي دي.
د کډوالۍ نړیوال سازمان IOM ویلي په وروستۍ اونۍ کې له ایرانه له ۸۸ زره ډېر افغان کډوال افغانستان ته ستانه کړل شوي دي. دغه سازمان پرون جمعه په خپله اېکس پاڼه په یو بیان کې ویلي په دې کې ډیرې یې کورنۍ دي چې د اسنادو د نه لرلو له امله له دې هیواده ایستل شوي دي.
بلوڅ يکجهتي کميټي مشران وايي د بلوچستان حکومت لخوا داڅلورم ځل دی چې دماهرنګ بلوڅې او نورو مشرانو په درې ايم پي او کې د بند موده غځوي.
په ایران کې نن د هغو لوړپوړو پوځي قومندانانو او اټومي کارپوهانو د جنازې دولتي مراسم ترسره شول چې د اسراییلو په بریدونو کې وژل شوي وو. د هغوی تابوتونه د زرګونه کسانو په حضور کې د تهران د ازادۍ میدان ته ولېږدول شول. د جنازې په مراسمو کې د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان او ګڼو نورو لوړپوړو چارواکو ګډون کړی وو. نور حال د رویټرز اژانس له ویډیو په جوړ راپور کې:
په داسې حال کې چې د طالبانو حکومت وخت په وخت د دوی تر واکمنۍ لاندې افغانستان ته د بهرنیو سیلانیاتو د ورتګ خبره کړې، په کابل کې یو شمیر انتیک پلورنکي وايي، دغه هیواد ته د بهرنیانو د سفرونو په کمېدو سره یې بازارونه ساړه شوي دي.
په ایران کې نن د هغو لوړپوړو پوځي قومندانانو او اټومي کارپوهانو د جنازې دولتي مراسم ترسره شول چې د اسراییل په بریدونو کې وژل شوي وو. د ایران او اسراییل ۱۲ ورځنۍ جګړه کې لږ تر لږه ۱۶ اټومي پوهان او ۱۰ لوړپوړي پوځي چارواکي ووژل شول. د هغوی تابوتونه د زرګونه کسانو په حضور کې د تهران د ازادۍ میدان ته ولېږدول شول. د جنازې په مراسمو کې د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان او ګڼو نورو لوړپوړو چارواکو ګډون کړی وو. د ایران د روغتیا وزارت شمېرې ښيي چې د اسرییل په بریدونو کې ۶۱۰ تنه وژل شوي دي.
فيض الله فيض د پښتو ځانګړی شاعر ګڼل کيږي ځکه چې هغه په دې نړۍ کې تر نورو ټولو پښتنو شاعرانو لږ ژوند تېر کړی دی او د ۲۴ کالو په عمر کې يې سترګې پټې کړې دي. په دې عمر کې ېې هم نيمايي د نري رنځ له لاسه په روغتونونو کې تېر کړی دی. د دومره لږ ژوند او د هغه وخت لاعلاجه رنځ باوجود يې هم درې شعري ټولګې پښتنو ته په ميراث کې پريښې دي. شاعري يې د معيار له پلوه هم ډېره لوړه او زړه راښکونکې ده. څېړنکاران وايي چې د فیض نوره ناچاپه شاعري هم شته. د مشال راډیو همکار پرې ځانګړی پروګرام جوړ کړی دی:
په شمالي وزیرستان کې یوه موټر بم برید لږ تر لږه ۱۳ پاکستاني سرتیري وژلي او ۲۹ سرتیري او ملکیان یې ټپیان کړي دي. د ټپي سرتیرو شمېر ۱۰ او د ټپي شویو ملکیانو شمېر چې ماشومان هم په کې دي، ۱۹ یاد شوی دی.
په میدان وردګو او لوګر ولایتونو کې تیره شپه سیلابونو خلکو ته د سر او مال زیان اړولی دی. د طالبانو تر واک لاندې باختر اژانس د میدان وردګو د مسولانو په حواله ویلي چې په نرخ، دایمیرداد، چک او جغتو ولسوالیو کې د سیلابونو له کبله یو تن مړ شوی او درې نور ټپیان شوي دي. سیلابونو دغلته لسګونه جریبه کرنیزه ځمکه او بڼونه هم ویجاړ کړي دي. د لوګر د مرکز پل علم او محمد آغې ولسوالۍ شاوخوا کلیو کې هم سیلابونو خلکو ته دروند مالی زیان اړولی. د لوګر ولایتي مسولانو ویلي، سیلابونو زرګونه جریبه کرنیزې ځمکه او فصلونه له... Читать дальше...
د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ وايي هیلمن دی چې د اسراییلو او حماس ترمینځ به اوربند وشي. نوموړي د جون پر ۲۷مه خبریالانو ته وویل، هغه له دواړو ښکېلو غاړو سره خبرې کړې دي او ګومان کوي چې په یوه اوونۍ کې به د سولې تړون وشي. نوموړي دا څرګندونې له هغې وروسته کړې دي چې نړېوالې ټولنې د غزې د جګړې پای ته رسولو لپاره خپلې هلې ځلې تېزې کړلې. د رایټرز او ایسوسیېټېډ خبري اژانسونو له ویډیوګانو جوړ راپور دلته وګورئ:
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي د ایران رهبر ایت الله علي خامنه يي په دروغو ادعا کوي چې له اسراییلو سره په جګړه کې بري ته رسېدلی. ښاغلي ټرمپ د جمعې په ماښام په یوه کنفرانس کې خامنه يي ته په خطاب وویل چې «ته یو با ایمانه کس یې او خپل هېواد کې دې ډېر خلک درناوی کوي نو باید رښتیا ووایې. کلکه ماته دې وخوړه.» هغه همداراز د اسراییلو او ایران سختو بریدونو ته هم اشاره وکړه او ویې ویل چې دواړو په یو بل درانه ګوزارونه وکړل. اخوا بیا د ایران د بهرنیو چارو وزیر د ولسمشر ټرمپ دغو خبرو ته په غبرګون ویلي چې که... Читать дальше...
د ایران د کورنیو چارو وزیر اسکندر مومني ادعا کړې چې ځينې بهرني اتباع په تېرو دوو کلونو کې د ورانکارۍ په هدف دغه هېواد ته تللي. ایران کې د بهرنیو اتباعو اصطلاح افغان کډوالو ته کارول کېږي. مومني دا خبره په یوه ټلویزیوني وینا کې د یوې پوښتنې په ځواب کې وکړه چې آیا اتباع «افغان کډوال» هم د ورانکارۍ په هدف راغلي وو. «هر چا په هر شکل چې وس یې رسېد وغوښتل راشي. هو، ځینې دا کسان بهرني اتباع وو. ډېر یې نه وو. دا نه ده چې دوی ( بهرني اتباع) شریف انسانان هم ډېر دي. خو ځینې کسان وو چې په تېرو دوو – دریو کلونو... Читать дальше...
د امریکا ولسمشر وايي راتلونکې اوونۍ به په غزه کې اوربند وشي. ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جمعې په ورځ (جون ۲۷) په سپینه ماڼۍ کې د کانګو-روانډا تړون د لمانځلو په مراسمو کې، د غزې د اوربند په اړه د یوه خبریال پوښتنه ځواب کړه. ښاغلي ټرمپ په غزه کې د ګڼو خلکو د وژل کېدو یادوونه هم وکړه. موږ لکه څنګه چې پوهیږئ، هغې سیمې ته ډیرې پیسې او ډیر خواړه رسوو ځکه چې موږ باید دا کار وکړو. په تیوري کې موږ نه یو ښکېل خو په یوه ډول ښکېل یو ځکه خلک مري. زه ګڼ خلک ګورم چې خواړه نه لري او هېڅ هم نه لري. او، تاسو پوهیږئ، یواځې... Читать дальше...
د ملګرو ملتونو د ښځو پر وړاندې د تبعیض د لهمنځه وړلو کمېټې د طالبانو تر واکمنۍ وروسته، د لومړی ځل لپاره، د ښځو د حقونو په وړاندې د افغانستان د نړیوالو ژمنو وضعیت ارزولی دی.