Добавить новость


World News in Pashto
Ria.city


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer
Июнь
2025

Новости за 27.06.2025

Pa.azadiradio.com 

غزه کې د جګړې دوام، له تیرو ۲۴ ساعتونو راهیسې ۷۲ کسان وژل شوي دي

پر غزه د اسراییلو په بریدونو کې له تېرو ۲۴ ساعتونو راهیسې ۷۲ کسان وژل شوي او ۱۴۷ نور ټپیان شوي دي. دا خبر د جرمني خبري اژانس( ډي.پي.اې) د غزې د روغتیا وزارت په حواله نن جمعه د جون ۲۷مه خپور کړی دی. خبر کې د فلسطیني سرچینو په حواله راغلي چې د غزې د جګړې له پيل راهیسې له ۵۶۳۰۰ زیات کسان وژل شوي او له ۱۳۲۶۰۰ زیات نور ټپيان شوي دي. دا جګړه د ۲۰۲۳ کال راهیسې وروسته تر هغه پيل شوه چې حماس ډلې چې امریکا او اروپایي ټولنه یې ترهګر بولي، پر اسراییلو غلچکي برید سره ۱۲سوه کسان ووژل او شاوخوا ۲۵۰ نور یې برمته کړل. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

له ایرانه د کډوالو د اخراج لړۍ چټکه شوې، ۴۲ زره پر اسلام کلا بندر را اړول شوي

په تېرو دوو ورځو کې له ایرانه افغانستان ته د اسلام قلعه بندر له لارې د څه باندې ۴۲ زره افغان کډوالو په بېرته ستنولو سره، هرات ولایت ته یوشمېر راستانه شوي او د دغه ولایت اوسېدونکي ی د جدي ستونزو خبره کړي.

Pa.azadiradio.com 

افغانستان کې د داعش او ټي ټي پي ګواښونو ته د امریکایي قانون جوړونکو اندیښنې، طالبان یې ردوي

د امریکا د استازو جرګې د جنوبي او مرکزي اسیا د بهرنیو چارو د فرعي کمېټې مشر وایي، له افغانستانه د بایډن ادارې د ناسم وتلو او د طالبانو له بیاواکمنېدو  وروسته جنوبي او مرکزي اسیا کې د ترهګریزو ګواښونو کچه په ډراماتیکه بڼه بدله شوې ده.

Mashaalradio.com 

د سوات سیند ۱۶ کسان لاهو کړل، درې ترې ژوندي ویستل شوي

د جون پر ۲۷مه د سوات په بای پاس سیمه کې ناڅاپه د سېلاب اوبه تېزې شوې ۱و ۱۶ کسان د شګو په یوه ډیري ایسار پاتې شول. د دوی نه چارچاپېره د سېلاو تېزې اوبه بهېدې چې له وجې یې د سیند په مورګو ولاړو کسانو ورسره مرسته نه شوه کولای او نه هم دوی پخپله له اوبو ځانونه ویستی شول. په دغو ۱۶ کسانو کې مېرمنې او ماشومان هم وو. د ژغورنې اداره ۱۱۲۲ وايي دوی یوازې درې کسان ژوندي ویستي دي، ځیني جسدونه یې ترلاسه کړي او د نورو لټون روان دی. له سواته د مشال راډیو خبریال راپور لري:

Pa.azadiradio.com 

د نابینایانو او کڼو نړیواله ورځ، باقي بریال له نابینایۍ سره سره لیکوالي روانه ساتلې

په افغانستان کې  تیرو څلور نیمو لسیزو زیاتو جګړو په میلیونونه کسان وژلي او ټپیان کړي دي. په دې ټپیانو کې داسې کسان هم شامل دي چې دنیا ورته د تل لپاره تیاره شوې او یا هم خاموشه شوې ده. دوی هر یو ځانته خپلې کیسې لري، د غورځېدو او بیرته راولاړېدو هم.

Pa.azadiradio.com 

غزه کې د اسراییل هوایي برید ۱۸ تنه وژلي دي

د غزې پر مرکزي برخه د اسراییل په یوه هوایي برید کې ۱۸ تنه وژل شوي دي. اسوشیتید پریس لیکلي، برید پرون پنجشنبه هغه مهال وشو چې فلسطینیانو د پولیسو له یوه مرکز څخه مرسته شوي اوړه ترلاسه کول. د پولیسو مرکز دغه اوړه له غارتګرو څخه ترلاسه کړي و او وروسته یې د سیمې پر اړمنو خلکو ویشل. دا د مرستو پر مرکزونو د اسراییل وروستی خونړی برید دی. د اسراییل پوځ تراوسه په دې اړه تبصره نه ده کړې. دې ډول بریدونو تېره یوه میاشت کې زور اخیستی او د ملګرو ملتونو په ګډون یې د بېلابېلو بشري ادارو غبرګونونه پارولي دي.

Pa.azadiradio.com 

ایراني او مریکایي مرکچیان بیا د اټومي پروګرام پر سر خبرو ته کیني، دواړو لورو لومړني تماسونه نیولي

ایراني او امریکایي سرچینو ویلي، دوی د ایران د اټومي پروګرام د خبرو د بیا پېل په هدف یو بل سره په تماس کې دي. دواړو لورو د درېدلو خبرو بیا پېل ته کره نیټه نه ده ټاکلې. د سپینې ماڼۍ ویاندې کارولین لیویت تېره شپه خبریالانو ته ویلي، واشنګټن له ایران او د خبرو له منځګړو سره په نژدې رابطه کې دی. بل لورته د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي ویلي، ډيپلوماسي دوام لري او د بېلابېلو چینلونو له لارې اړیکې د ټینګېدو په حال کې دي. دا په داسې حال کې ده چې پر ایران د اسراییلو او امریکا له بریدونو وروسته د امریکا... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د بهرنیو اړیکو کمیټه: ترهګرو ډلو افغانستان کې بیا ځالې جوړي کړي، طالبانو دا ادعا رد کړې

د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکه کمیټه وایي، له افغانستانه د امریکایي ځواکونو تر وتلو او د طالبانو تر واکمنېدو وروسته په منځنۍ او جنوبي اسیا کې د ترهګرۍ د ګواښونو کچه په ډراماتیکه بڼه بدله شوې ده. دوی ویلي، افغانستان یوځل بیا د ترهګریزو ډلو په پټن ځای بدل شوی دی. د دغې کمیټې د جنوبي او مرکزي اسیا څانګې مشر بېل هویزنګا پرون پنجشنبه په یوه استماعیه غونډه کې ویلي، د داعش او ټي ټي پي ( تحریک طالبان پاکستان) ګواښونه په تاریخ کې تر ټولو لوړې کچې ته رسیدلي دي. نوموړي خبرداری ورکړ چې ترهګریزې ډلې په... Читать дальше...

Mashaalradio.com 

ملګرو ملتونو افغانستان ته ستنیدونکو کډوالو پر حالت اندیښنه څرګنده کړې ده

په داسې حال کې چې افغانستان ته له ایران او پاکستانه د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ دوام لري، یوناما هغه هیواد ته چې لا له وړاندې له یو ژور بشري ناورین سره مخ دی د کډوالړ د بېرته ستنېدنې په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.




Mashaalradio.com 

په پکتیا کې د اوبو پر ۶ پروژو کار پیل شو

د کډوالو د نړیوال سازمان په مالي لګښت په پکتیا کې د ۲۰ مېلیونه افغانیو په لګښت د اوبو لګولو په برخه کې د شپږو پروژو د پلې کولو کار پیل شو. ځايي اوسیدونکي وايي، د اوبو د پخو کانالونو، استنادي دیوالونو او سربندونو د نه شتون له کبله له دوی څخه د اوبو ډېره برخه ضایع کېږي او اړتیاوې يې ورباندې نه پوره کېږي. دوی د یادو پروژو د کار په پیلېدو خوښي څرګندوي او وايي، اړوندې ادارې او موسسې دې، د ژوند په نورو برخو کې هم د دوی اړتیاوو ته رسېدنه وکړي. نور حال د مشال راډیو د خبریال په دې راپور کې:

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان روغتیا وزیر کابل ته ځي

ټاکل شوې ده چې د پاکستان روغتیا وزیر کابل ته سفر وکړي او د طالبانو له چارواکو سره د پولیو یا د ماشومانو د ګوزڼ د ناروغۍ د خپریدو د مخنیوي پر لارو چارو خبرې وکړي. پاکستاني رسنیو کابل ته د سید مصطفی کمال د تګ خبر ورکړی دی، خو دا یې نه دې ویلي چې ښاغلی کمال به کله کابل ته ځي. پاکستان او افغانستان د نړۍ یوازیني دوه هیوادونه دي چې لاهم پکې د ماشومانو د ګوزڼ ( پولیو) ناروغي شته. د راپورونو له مخې پروسږکال په پاکستان کې د پولیو څلور اتیا مثبتې پیښې ثبت شوې او په افغانستان کې د دې ناروغۍ د مثبتو پیښو شمیر تیرکال پنځه ویشتو ته ورسید.

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان په یوشمیر ولایتونو کې نن د ورښتونو اټکل شوی

د افغانستان په اتو ولایتونو کې نن د ورښتونو اټکل شوی دی چې ښایي سیلونه هم ورسره وبهیږي. د طالبانو د ترانسپورت او هوایي چلند وزارت په یوه بیان کې چې په خپله ایکسپاڼه کې یې خپور کړی دی ویلي دي چې په نورستان، کونړ، ننګرهار، لغمان، پنجشیر، پکتیا، خوست او پکتیکا کې نن جمعه د سختو بارانونو اټکل کیږي. د بیان له مخې په دغو اتو ولایتونو کې له لسو تر پنځه دیرش ملي مترو پورې د ورښتونو وړاندوینه شوې ده.

Pa.azadiradio.com 

طالبان له ایرانه غواړي چې افغان کډوال تدریجي افغانستان ته ستانه کړي

د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر له ایرانه وغوښتل چې افغان کډوال په تدریجي ډول د یوه میکانیزم له مخې افغانستان ته راستانه کړي. امیرخان متقي پرون په کابل کې د افغانستان لپاره د ایران له سفیر علي رضا بیکدلي سره د لیدو پرمهال دا خبره وکړه. تر دې لیدنې کتنې یوه ورځ مخکې په هرات کې د طالبانو چارواکو وویل چې یوازې د چهارشنبې په ورځ له ایران څخه تر دیرش زره ډیر افغان کډوال افغانستان ته ستانه شوې دي. د متقي او بیکدلي د غونډې په اړه د طالبانو د بهرنیو چارو د وزارت په بیان کې راغلې دي چې ښاغلي بیکدلي ډاډ... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د سپینې ماڼۍ ویاندې د ایران د مشر خبرې رد کړې

د سپینې ماڼۍ ویاندې وویل چې د ایران د ستر مشر ایت الله علي خامنه اي څرګندونې ظاهري سپیناوی دی. کارولین لویت د پنجشنبه په ورځ په سپینه ماڼۍ کې د یوه خبریال د پوښتنې په ځواب کې وویل، کله چې له یوه استبدادي رژیم سره مخامخ یاست، هغوی ته د خپلې ظاهري څیرې حفاظت خورا مهم دی. اغلې لویت پر ایران د امریکا د تیرې شنبې شپې د بریدونو پر دقت او موفقیت ټینګار وکړ او زیاته یې کړه چې دا بریدونه د دې سبب شول چې د ایران او اسراییل ترمنځ اوربند ته لاره هواره کړي. د ایران ستر مشر خامنه اي د پنجشنبې په ورځ له اوربند... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

اورزولا وان دیرلین: اروپایي ټولنې د تعرفو په برخه کې د واشنګتن نوي وړاندیزونه ترلاسه کړي

د اروپایي کمیسیون مشره اورزولا وان دیر لین وایي، اروپا د تعرفو په برخه کې د نورو مذاکراتو لپاره د امریکا د متحد ایالتونو نوي اسناد ترلاسه کړې دي. اورزولا وان دیرلین پنجشنبه ( د جون ۲۶ مه) په بروکسل کې د اروپایي مشرانو تر غونډې وروسته له خبریالانو سره د خبرو پرمهال د واشنګتن د دې اسنادو جزییات څرګند نه کړل؛ دې وویل چې دا اسناد به وارزوي، د دوی پیغام واضح دی او یوه تړون ته چمتو دي. رویټرز اژانس څرګندوي چې امریکایي چارواکو سمدلاسه د واشنګتن د دې وروستي وړاندیز په اړه د دوی پوښتنو ته ځواب نه دی ویلی. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د فرانسې ولسمشر د امنیت شورا له غړیو سره د ایران په تړاو غږیږي

د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون وایي، د ایران پر اټومي تاسیساتو د امریکا د متحد ایالتونو بریدونه په رښتیا سره اغیزمن و، خو تر ټولو بد حالت به دا وي چې تهران اوس د اټومي وسلو د نه پراختیا له نړیوال تړون څخه ووځي. ښاغلي مکرون په بروکسل کې د اروپایي ټولنې له سرمشریزې وروسته له خبریالانو سره د خبرو پرمهال دا اندیښنه شریکه کړه. هغه وویل چې د دې تړون د ساتلو هڅه به وکړي او په راتلونکو ورځو کې به د ملګرو ملتو د امنیت شورا له پنځو دایمي غړیو سره په دې تړاو خبرې وکړي. د فرانس پریس اژانس د راپور له مخې دا خبرې... Читать дальше...


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus