Добавить новость
World News in Pashto
Ria.city


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer
Июнь
2025

Новости за 08.06.2025

Pa.azadiradio.com 

هایلایټ؛ د افغانستان او نړۍ مهم لنډ خبرونه

د کابل پراخه اورلګېدنه؛ د کمپنۍ بازار لیلامي مارکېټ ته ډېر تاوان اوښتی امریکا ته د افغانستان په شمول د ۱۲ هېوادونو په اتباعو سفري بندیز کالیفورنیا کې د ناقانونه کډوالو پر ضد د عملیاتو په وړاندې پراخې تاوتریخجنې مظاهرې جرمني کې یوه ښځه د پولیسو په ډزو مړه شوې. هغې دوه کسان په چاقو وهلي وو او هسپانیه او پرتګال نن شپه د اروپايي ملتونو فوټبال پایلوبه کوي. ⬇دا خبرونه په هایلایټ کې د صفي الله ستانکزي په کوربه توب کتلی شئ

Pa.azadiradio.com 

یوه اوونۍ کې تر ۶۶۰ زیات افغان کډوال د ایران په زاهدان کې نیول شوي

ایراني رسنیو له دې ډلې ایرنا خبري اژانس د سیستان بلوچستان ولایت د زاهدان ښار د پولیسو د قومندان حمید نوري په حواله راپور ورکړی چې تېر یوه اوونۍ یې په زاهدان ښار کې سلګونه افغان کډوال نیولي دي.

Pa.azadiradio.com 

جرمني کې پولیسو یوه بریدګره ښځه ووژله

د جرمني پولیسو یوه ښځه وروسته له هغه په مونیخ ښار کې په ډزو وویشتله چې په دوو نورو کسانو یې د چاقو حمله کوله. دې دېرش کلنې ښځه وروسته په روغتون کې ساه ورکړې. د جرمني خبري اژانس ډي پي اې راپور ورکړ چې د شنبې په ورځ دې ښځې په ترزینویزه سیمه کې پر یوه سړي او یوې ښځې د چاقو حمله وکړه. د بایرن ایالت د پولیسو ویاند وویل چې د بریدګرې ښځې له خوا دا سړی او ښځه سطحي ژوبل شوي. د برید انګېزه لا روښانه نه ده.

Pa.azadiradio.com 

د کابل کمپنۍ بازار کې پراخه اور لګېدنه

نن سهار د کابل د پنځمې ناحیې په کمپنۍ بازار کې یو لوی اور لګېدلی. د راپورونو په اساس اور د لاسي توکو او لیلامیو په مارکېټ کې لګېدلی. د مرګ ژوبلې یا احتمالي زیان په اړه کوم راپور نشته. په خواله رسنیو د دې اور ګڼې ویډیوګانې خپرې شوي چې ښيي د اور لمبې نورو سیمو ته هم پراخیږي او تر ډېره لوړه لوګی هوا ته پورته شوی. په ویډیوګانو کې د ځینو وړو چاودنو غږونه هم اورېدل کېږي چې ښايي د وړو ګاز ډبو د چاودنو وي.

Pa.azadiradio.com 

د اروپايي ملتونو د فوټبال پایلوبه کې هسپانیه او پرتګال سره مخ دي

هسپانیه او پرتګال به نن شپه د اروپايي ملتونو د فوټبال اتلولۍ لیګ پایلوبه کې سره مخ شي. دا په زړه پورې لوبه د افغانستان په وخت د شپې په ۱۱:۳۰ بجو پیلیږي. تر لوبې مخکې ګڼو خلکو د فوټبال له وتلي ستوري کریستیانو رونالډو سره د ځوان او تکړه لوبغاړي لامین یامال د مخ کېدو په اړه څرګندونې او مقایسې کړي دي. رونالډو بیا په یوه کنفرانس کې وویل چې پر لامین باید د خلکو زیات فشار نه وي او هغه پرېښودل شي چې خپله لوبه وکړي ځکه ډېر استعداد لري. فرانسه او جرمني به هم د دریم مقام لپاره سیالي وکړي. د دوی لوبه بیا د افغانستان په وخت د ماښام په پنځه نیمو پيلیږي.

Mashaalradio.com 

د امریکا په لاس اینجلس کې د کډوالو احتجاج ګډوډي رامنځ ته کړې

د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ د جون پر اوومه په لاس اينجلس کې د غیرقانوني کډوالو پرضد د چاپو له وجې راپورته شويو ناکراریو سره د مقابلې لپاره د ملي ګارډ د ۲۰۰۰ سرتیرو ځای پر ځای کولو اعلان کړی دی. کیلیفورنیا ښار کې د شنبې په ورځ هم مظاهري شوي وي ځکه چې د لاطیني اکثريت سيمې اوسیدونکي د فیډرالي مهاجرت او ګمرکي ادارې سرتيرو سره نښتي شوې وې. د امريکا د کډوالو او ګمرک ادارې ټام هومن فاکس نيوز ته ويلي دي چې دوي لاس اينجلس خوندي کوي.




Mashaalradio.com 

د ښکرونو لرې کولو د ګینډا نسل ژغورلی دی

په جسامت کې د پیل برابر دا نایاب ځناور د سویلي افریقا د ښکاریانو په نظر کې دی. نسل ژوغورونکې ادارې له دې ځناوره ښکر لرې کوي ځکه، ښکاریان د ګینډو ښکار د دې لپاره کوي چې ښکر ترې وباسي او د سویل ختیځې ایشیا او چین په غیرقانوني مارکیټونو کې یې په لوړه بیه خرڅ کړي. په هغو مارکیټونو کې د ګینډو ښکرونه په دودیزو درملو کې کارول کېږي. نور تفصیل د ایسوسيېټېډ پریس اژانس په دې راپور کې وګورئ:

Pa.azadiradio.com 

کلفورنیا کې د کډوالو د نیولو ضد مظاهرې په تاوتریخوالي اوښتي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پرون شنبه په کلفورنیا ایالت کې د کډوالۍ د قوانینو ضد پراخو مظاهرو د کنټرول لپاره د ملي ګارد دوه زره سرتیري واستول. اسوشیتید پریس خبري اژانس لیکلي چې د کلفورنیا په لاس انجلس ښار کې دویمه پرله پسې ورځ هم خلکو مظاهره وکړه. دغه مظاهرې د جمعې په ورځ وروسته له هغه پيل شوې چې د امریکا د کډوالۍ او ګمرک ادارې کارکوونکو ۴۴ تنه د کډوالۍ نړیوالو قوانینو د سرغړونې په تور په یو لړ عملیاتو کې ونیول. په خپرو شویو ویډیوګانو کې ښکاري چې پولیس له مظاهره چیانو سره په شخړه اوښتي او د هغوی په ضد اوښکې بهونکی ګاز کاروي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

غزه کې تازه ۳۶ فلسطینیان او یو لوړپوړی اسلامپاله مشر اسد ابو شریعه وژل شوی دی

د غزې د مدني دفاع په نوم یوه ځایي بنسټ ویلي چې اسراییلي سرتیرو پرون ۳۶ تنه فلسطینیان وژلي دي. فرانس پریس خبري اژانس د شنبې په ورځ د دغه بنسټ په حواله ویلي، شپږ تنه هغه مهال په ډزو ووژل شول چې د امریکا له ملاتړه برخمنې یوې موسسې له خوا د مرستو اخیستو ته راټول شوي وو. د اسراییل پوځ فرانس پریس ته ویلي، د دوی سرتیرو په رفح کې هغه مهال مرستې ته په راټولو شویو زرګونه کسانو " اخطاریه ډزې " وکړې چې د دوی سرتیرو د خطر احساس وکړ. غزه کې د نورو وژل شویو فلسطینانو په اړه خبر کې جزیات نه دي ورکړل شوي. د اسراییل... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

کابل کې د شدیدې وچکالۍ خبرداری، له وړاندې د ښار ډیر اوسیدونکي له پاکو اوبو محروم شوي

د مرسي کورپس په نوم یوه نړیواله موسسه وایي، د افغانستان پلازمېنه کابل په جدي ډول د اوبو له کمښت سره مخامخ دی. دغې موسسې په تازه څیړنه کې چې بریتانوۍ ګارډین ورځپاڼې پرون شنبه د جوزا په ۱۷مه خپرې کړي ویلي، که وضعیت همداسې دوام وکړي، کابل به ۲۰۳۰ پورې له بشپړې وچکالۍ سره مخامخ شي. مرسي کورپس د کابل د اوسنیو وګړو شمېر ۷ میلیونه ښودلی. د دوی په څيړنه کې راغلي چې د هوا ککړتیا او چټلو اوبو د کابل تر ځمکې لاندې اوبه هم خرابې کړي او خلک همدا اوس پاکو اوبو ته په لاس رسي کې له ګڼو ستونزو سره مخامخ دي. تر دې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

پر عمومي عفوې د رییس الوزرا ټینګار، پخواني سرتیري وایي، طالبانو دغه باور مات کړی دی

د طالبانو د حکومت ريیس الوزرا پر هغو افغانانو چې له هېواده بهر وتلي، خپل وطن ته د ستنېدو غږ وکړ او ټینګار یې وکړ چې هېڅوک به دوی ته زیان ونه رسوي. ملا محمد حسن اخند په ارګ کې د اختر له لمانځه وروسته په خپله وینا کې یو ځل بیا د طالبانو د مشر دعمومي بخښنې پر فرمان ټینګار وکړ.


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus