د تخار یوې محکمې د دریو خبریالانو دبرائت حکم صادر کړ
دافغانستان د خبریالانو مرکز د سیمه ایزو منابعو له قوله رپوټ ورکوي چې په تخار کې د طالبانو د حکومت ابتدايي محکمې د دریو خبریالانو د برائت حکم صادر کړ. نصرت الله ابراهیمي، منیرهدف او اسدالله تیمور تبعیدي رسنیو سره په همکاري تورن او څه د پاسه یوه میاشت بندیان وو . یوې محلې سرچینی دافغانستان دخبریالانو مرکز ته ویلي چې دتالقان دښاري ابتدایي محکمې غونډه نن د تورنو کسانو ، ددوی د وکیلانو او خپلوانو په حضورکې وشوه. سرچینه زیاتوي چې قاضی ددغو خبریالانو د برائت او بشپړې آزادي چې پخوا په ضمانت آزاد شوي وو، حکم صادر کړ. Читать дальше...