Добавить новость


World News in Pashto
Ria.city


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer


Июнь
2025

Новости за 13.06.2025

Pa.azadiradio.com 

ټرمپ: د اسراییلو بریدونو له امله د ایران سره د توافق احتمال زیات شوی دی

د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د "اکسیوس" خبري وېب‌سایټ ته ویلي چې باور لري د اسراییلو پراخ برید پر ایران به د امریکا او ایران ترمنځ د اټومي توافق د ترلاسه کولو احتمال زیات کړي. کله چې له هغه وپوښتل شول چې آیا د اسراییلو برید د ده اټومي ډیپلوماسي له خطر سره مخ کړې، نو ټرمپ وویل: "زه فکر نه کوم. ښايي برعکس وي. شاید اوس هغوی جدي خبرې اترې وکړي." ډونالډ ټرمپ همداراز ټینګار وکړ چې جمعه یو مهم ورځ وه، او اسراییل په همدې ورځ د «فوق‌العاده امریکايي تجهیزاتو» څخه استفاده کړې ده. همدغه راز د متحده ایالاتو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

پر ایران د اسراییلو پراخ برید

د صفي الله ستانکزي په کوربه توب په دغه پروګرام کې د امریکا د ویسکانسن پوهنتون استاد او لیکوال نجیب ازاد، د افغان کارپوهانو د نړیوالې ټولنې مشر صدیق منصور انصاري او د امنیتي چارو کارپوه یوسف امین ځاځی پر ایران د اسراییلو د پراخ برید د عواقبو په اړه خپل تحلیل او نظریات وړاندې کوي.

Pa.azadiradio.com 

اسراییل تیره شپه او نن سهار پر ایران پراخ بریدونه وکړل

د اسراییل صدراعظم بنیامین نتنیاهو ویلي دي چې دا حملې به تر هغو روانې وي چې اسراییل خپل هدف ته نه وي رسیدلی، یعني له ایران څخه اسراییل ته متوجه تهدید یو مخ نه وي لرې شوي. پر ایران د اسراییل په بریدونو کې د ایران د وسله والو ځواکونو لوی درستیز تورن جنرال محمد باقري، د سپاه پاسداران انقلاب اسلامي قوماندان حسین سلامي او د خاتم الانبیاء د مرکزي قوماندانۍ قوماندان غلام علي رشید وژل شوې دي.

Mashaalradio.com 

په پاکستان کې څو ماشومان سکول ته نه ځي او څه کوي؟

په نړۍ کې هر کال د جون ۱۲مه په کم عمرۍ کې د کارکوونکو ماشومانو د ورځې په توګه لمانځل کېږي. د دې نړیوالې ورځ هدف د ماشومانو د حقونو په اړه په خلکو کې د پوهاوي پیدا کول دي او په ماشومانو د کارکولو مخنیوی دی. د پاکستان د تعلیم وزارت وايي، په ملک کې تر دوه نیم کوروړه زیات ماشومان له زده کړو بې برخې دي. د ماشومانو د حقونو لپاره مبارزه کوونکي وايي، ښوونځیو ته د نه تلونکو ماشومانو زیاتره برخه مزدورۍ کوي. د دوی په وینا، د دې لوی لامل غربت او ګراني ده. د مشال راډیو خبریالې خالدې نیاز په دې اړه رپورټ برابر کړی دی.

Mashaalradio.com 

پکتیا په ځاځي اریوب کې د لیدو څه دي؟

د افغانستان له بیلابیلو سیمو او ولایتونو د پکتیا د ځاځي اریوب ولسوالۍ سړې، شنې او ځنګلیزې سیمې ته یوازې د اختر په درو ورځو کې په زرګونه سیلانیان ورغلي دي. د ځاځي اریوب اوسیدونکي خوښ دي چې د سیلانیانو په ډېریدو سره دوی ته د کاروبار زمینه برابره شوې ده. خو سیلانیان وايي، په دې ځای کې لا هم پوره اسانتیاوې نه دي برابرې شوي او د ټکټونو په ګډون د نورو خدمتونو بیې په کې لوړې دي. نور حال د نجیب الله الوخېل په رپورټ کې وګورئ

Mashaalradio.com 

ایران وايي اسراییل به د برید سختې او دړدونکې پایلې وویني

اسراییل خبردار ورکړی دی چې پر ایران به دې بریدونو ته تر هغه وخته دوام ورکړي چې د دوی په وینا، ایران یې د ایټمي وسلو له جوړولو نه وي ګرځولی . بلخوا د ایران ستر مذهبي مشر ایت الله علي خامنايي خبرداری ور کړی دی چې اسراییل به د دې برید سختې پایلې وویني. پر دې اړه اسرار عالم مومند د رويټرز خبري اژانس له ويډيوګانو دا رپورټ جوړ کړی دی.

Pa.azadiradio.com 

په ایران داسرائیلو شپني بریدونه؛ لوړ رتبه پوځي چارواکي وژل شوي دي

دایران حکومت تایید کړه چې داسرائیلو په بریدونو کې څو لوړ رتبه چارواکي وژل شوي دي. حسین سلامي د سپاه پاسداران قوماندان په وژل شویو کسانو کې دی. د ایران د اردو لوی درستیز محمد باقري هم وژل شوی دی.




Pa.azadiradio.com 

په ۲۰ ولایتونو کې د ورښت او سیلابونو اټکل

د طالبانو د حکومت د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې ریاست د جمعې او شنبې په ورځو کې د افغانستان په ۲۰ ولایتونو کې د درنو بارانونو او سیلابونو د احتمال خبرداری ورکړی دی. دهوا پیژندنې ریاست د پنجشنبې په ورځ په یوه مطبوعاتي اعلامیه کې وویل چې بدخشان، تخار، نورستان، لغمان، ننګرهار، کابل، لوګر، پکتیا، کاپیسا، پنجشیر، پروان، بغلان، سمنګان، بلخ، سرپل، بامیان، غزني، غور، دایکندي او میدان وردګ ولایتونوکې به ، د سالنګونو په شمول باران وشي. د ورښت کچه له ۱۵ څخه تر ۴۰ ملي مترو پورې اټکل شوې.... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

داسرائیلو اردو وایي په ایران برید کې ۲۰۰ جنګي الوتکو برخه اخیستې

ایران تر۱۰۰ زیاتې بې پیلوټه الوتکې د اسرائیلو په لور توغولي دي. د اسرائیلو اردو شیبه مخکې اعلان وکړچې ایران دغه شمیر الوتکې توغولي او اسرائیل یې دنسکورولو لپاره تابیا نیولې ده. داسرائیلو اردو وویل په ایران برید کې د اسرائیلو ۲۰۰ جنګي الوتکو ګډون وکړ او څه دپاسه ۱۰۰ هدفونه ویشتل شوي دي.

Pa.azadiradio.com 

د اسرائیلو برید کې د ایران څو تنه لوی پوځی مشران وژل شوي دي

د اسرائیلو صدراعظم وايي چې د ایران په مختلفو هدفونو باندې د هیواد لومړني بریدونه په بشپړ ډول بریالي وو. رادیو فردا ، دآزادې اروپا / آزادي راډیو ایراني څانګه دبنیامین نتانیاهو له قوله رپوټ ورکوي چې په دغو بریدونو کې دایران څو کسه لوړ رتبه پوځیان هم په نښه شوي دي. اسرائیلي چارواکو د جمعې په سهار اعلان وکړ چې دوی د ایران په اټومي تاسیساتو باندې " واردمخه" برید ترسره کړی دی. د اسرائیلو صدراعئم د ایران محتمل انتقامي برید ته په اشاره وویل اسرائیلي اتباع ممکن د اوږدې مودې لپاره په پناه ځایونو کې پاتې شي او باید پوځي لارښوونې تعقیب کړي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ولسمشر زیلنسکي په روسیې داقتصادي فشار د پراختیا غوښتنه وکړه

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي له هغو هیوادونو چې د روسیې د یرغل په وړاندې د کیف ملاتړ کوي، وغوښتل چې په مسکو بندیزونو ته زور ورکړي، او ویې ویل چې کریملین د لویو تلفاتو پروا نه لري خو د کافي اقتصادي فشار په نتیجه کې کیدای شي له جګړې لاس واخلي. زیلنسکي داخبره پرون د ویډیو لینک له لاری په پراګ کې د نړیوال امنیتي کنفرانس د پیل غونډې ته وکړه. د زیلنسکي لدغو خبرو څو ساعته مخکې ، روسیې د اوکراین په دوهم لوی ښار خارکیف یو ځل بیا دشپې په مهال برید وکړ. د Globsec ، ګلوبسک امنیتي کنفرانس ته د هغه... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د ایر انډیا د نسکورې شوې الوتکې د ۲۴۲ سورلیو او عمله وو څخه یواځې یو کس ژوندی پاته شوی

د ایرانډیا د الوتکې د نسکوریدو په پیښه کې لږ تر لږه ۲۶۰ کسان مړه شوي دي. هندي چارواکي وايي چې په الوتکه کې سپاره ۲۴۱ کسان مړه شوي دي، چې یوازې یو مسافر یې له پېښې څخه ژوندی پاتې شوی دی. پاتې نور مړه شوي کسان د دولتي طبي کالج د لیلیې ودانۍ اوسېدونکي وو چې الوتکه پکې راولوېده. راپور وايي، امکان لري چې د مړو شمېر به لوړ شي. د ایر انډیا یوه الوتکه چې ۲۴۲ کسان پکې سپاره وو، د پنجشنبې په ورځ د هند په لویدیځ کې د احمد آباد له هوايي ډګر څخه دلندن په لور له الوتنې څو دقیقې وروسته ولوېده. پولیسو وویل چې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

سهارنۍ خبري مجله

دافغانستان ، سیمې اونړۍ دمهمو پیښو او تحولاتو خبرونه او خبري رپوټونه

Pa.azadiradio.com 

د اختر په ورځو کې لسګونه کسان په ترافیکي پیښو کې مړه شوي دي

د طالبانو د حکومت د ټرافیکو ریاست وايي چې د لوی اختر په رخصتیو کې یې په ټول افغانستان کې له ۱۱۷ څخه زیاتې ترافیکي پیښې ثبت کړې دي. دغې ادارې د پنجشنبې د ورځې اعلامیه کې وویل چې په دې پیښو کې ۴۳ کسه مړه او ۱۵۸ نور ټپیان شوي دي. اعلامیه زیاتوي چې په مړو کې ۳۱ نارینه، دوه ښځې او لس ماشومان شامل دي. د پیښو په ټپیانو کې ۱۲۳ نارینه، ۱۱ ښځې او ۲۴ ماشومان شامل دي. دترافیکو ریاست دا پیښې د موټر چلولو پرمهال د خلکو بې احتیاطي ته منسوب کړې. د سړکونو خراب حالت، د ترافیکي قوانینو نه مراعات کول او د موټر چلوونکو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ریچارډ بېنېټ :دافغانستان عدلي او قضایي نظام په ژوره توګه بدل شوی

د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکونکی ریچارډ بېنېټ وايي، د طالبانو په بیا واکمنېدو سره، د افغانستان عدلي او قضایي نظام ژور بدلون موندلی دی. نوموړی په خپل تازه راپور کې زیاتوي چې د طالبانو قضایي سیستم نه یوازې عدالت او حمایت ته د ښځو لاسرسی محدود کړی، بلکې د جنسیت پر بنسټ د تبعیض وسیله هم ګرځېدلی.

Pa.azadiradio.com 

اسرائیل وايي د ایران پر اټومي تاسیساتو یې هوايي بریدونه کړي دي

وروسته لدي چې په تهران کې خلک د چاودنو په غږ له خوبه راویښ شول ، اسرائیلي چارواکو نن وویل چې د ایران پر اټومي تاسیساتو یې واردمخه بریدونه کړي دي . د اسرائیلو صدراعظم بنیامین نتنیاهو په یوه ثبت شوي ویډیو پیغام کې وویل چې اسرائیل د ایران د بالستیک توغندیو د پروګرام زړه په نښه کړی او دا بریدونه د ایران د اټومي زیربنا او د هغې د ډیری پوځي وړتیاوو د زیانمنولو په هدف ترسره شو. د ایران دولتي تلویزیون راپور ورکړ چې د جمعې په سهار د پلازمینې امام خمیني نړیوال هوایی ډګر کې الوتنې وځنډول شوې. بلخوا داسرائیلودفاع... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

اسرائیل وایي په ایران یې " وار دمخه " برید وکړ

د اسرائیلو صدراعظم بنیامین نتنیاهو په یوه ثبت شوي ویډیو پیغام کې وویل چې اسرائیل د ایران د بالستیک توغندیو د پروګرام زړه په نښه کړی او دا بریدونه د ایران د اټومي زیربنا او ددغه هیواد ډیری پوځي وړتیاوو د زیانمنولو په هدف ترسره شو.


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus