Добавить новость
World News in Pashto
Ria.city


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer
Июнь
2025

Новости за 14.06.2025

Pa.azadiradio.com 

هایلایټ؛ د افغانستان او نړۍ مهم لنډ خبرونه

د ایران او اسراییل د توغندويي او ډرون بریډونو دوام یو افغان تبعه په امریکا کې د ټاکنو په ورځ د برید د پلان تور ومانه نږدې ۲ لکه افغان ماشومان پاکستان کې له تعلیم محرومه دي او نن د غبرګولي/جوزا ۲۴مه د احمدظاهر د زوکړې ورځ ده دا خبرونه په ننني هایلایټ کې د صفي الله ستانکزي په کوربه توب کتلی شئ

Mashaalradio.com 

د اسراییلو او ایران ترمینځ جګړه: د دواړو خواوو ولسونه څه وايي؟

د جون له ۱۳مې اسراییلو او ایران پر یو بل هوايي بریدونه شروع کړي دي چې لا هم دوام لري. په دغو بریدونو کې ولسي خلکو ته هم مرګژوبله اوړېدلې ده. د ایران لخوا د ځوابي بریدونو نه پس په اسراییلو کې ولسي خلک وېره او اندېښنه ښکاره کوي خو بل پلو، په ایران کې بیا یو شمېر خلک په دې خوښي ښکاره کوي چې ایران اسراییلو ته ځواب ویلی دی. په دې اړه د مشال راډیو د خبر مرکزي څانګې راپور دلته وګورئ:

Pa.azadiradio.com 

جنوبي افریقا د کرکټ د ټسټ لوبو اتل شو

جنوبي افریقا د کرکټ د ټسټ میچ په پایلوبه کې نن د استرالیا لوبډلې ته د پنځو ویکټو په توپیر ماته ورکړه. دا لوبه د جون په یولسمه په لندن کې پيل شوه، لومړی بټنګ استرالیا وکړ چې په دوه سوه دولس منډو یې ټول لوبغاړي وسوځیدل، په ځواب کې یې د جنوبي افریقا لوبغاړو یوازې یوسل او اته دیرش منډې وکړې. په دوهم ځلي بټنګ کې استرالیا دوه سوه اووه منډې وکړې او جنوبي افریقا د پنځو لوبغاړو په سوځیدو د دواړو پاڼیو توپير پوره کړ او دوه سوه دوه اتیا منډې یې جوړې کړې. دا لومړی ځل دی چې د کرکټ د پنځه ورځنیو لوبو پایلوبه جنوبي افریقا خپلوي. Читать дальше...

Mashaalradio.com 

د ایران او اسراییلو په فضايي حریم کې پروازونه ځنډېدلې دي

وروسته له هغې چې د جون په ۱۳مه اول اسراییلو پر ایران هوايي بریدونه وکړل او بیا یې په تعقیب ایران هم ځوابي کارروايي شروع کړه، راپورونه وايي، د دواړو هېوادونو په فضايي حریم کې الوتنې ځنډېدلې دي. د رایټرز اژانس له ویډیو جوړ راپور دلته وګورئ:

Pa.azadiradio.com 

نږدې دوه لکه افغان ماشومان په پاکستان کې له تعلیمه بې برخې دي

د ملګرو ملتونو سازمان وايي، نږدې دوه لکه افغان ماشومان او تنکي ځوانان په ځانګړي ډول نجونې په پاکستان کې لا هم له زده کړو بې برخې دي. دغه سازمان د «غبرګون پلان» په راپور کې چې پرون جمعه د جون ۱۳ مه خپور شوی د معتبرو اسنادو او د بودیجې کمښت هغه لاملونه یاد شوي چې له امله یې افغان کډوال ماشومان له زده کړو پاتې دي.

Pa.azadiradio.com 

د مور ورځ؛ ګڼې افغانې مېرمنې وايي له دې ورځې خبرې نه دي

نن د جوزا یا غبرګولي ۲۴ مه په افغانستان کې د مور ورځ ده. یو شمیر افغانان دا ورځ خپلو میندو ته د ډالیو په ورکولو او د مبارکۍ په پیغامونو نمانځي. خو په افغانستان یو شمېر بې وزله او اړمنې میندې وايي اوس مهال دا ورځ د دوی لپاره نه ده نمانځل شوې او دا چې دوی ترې ناخبره دي.

Pa.azadiradio.com 

دری کسان په تخار کې سېلونو وړي

د تخار په ورسج ولسوالي کې د سیلونو له امله درې کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. په تخار کې د طالبانو د فواید عامه ریاست ویاند روح اله اکبري باختر اژانس ته ویلي دي چې د پنجشنبې د ورځې د ورښتونو له امله اووه تنه نور ټپيان شوې دي. په تخار کې طالب چارواکو له مرستندویه موسسو او بنسټونو غوښتې دي چې په ورسج ولسوالي کې له سیل ځپلیو سره هرڅومره چې ژر کیږي، مرستې وکړي.




Mashaalradio.com 

ایران او اسراییل پر یو بل بریدونه جاري ساتلي دي

ایران د اسراییلو د بریدونو په ځواب کې د غچ اخیستنې ځوابي بریدونه کړي چې پکې د اسراییلو تل ابیب، بیت المقدس او ځیني نور ښارونه په نخښه شوي دي. د ایران او اسراییلو په بریدونو کې یو بل ته د مرګژوبلې راپورونه ورکړل شوي دي. همدا راز د ځینو ودانیو د زیانمنېدو راپورونه هم مخې ته راغلې دي. د دې راپور تر چمتو کېدو پورې ایران او اسراییل پر یو بل بریدونه جاري ساتلي وو. نور حال د رایټرز اژانس له ویډیو جوړ په دې راپور کې:

Pa.azadiradio.com 

د اسراییلو په بریدونو کې دوه نور جګپوړي ایراني جنرالان هم وژل شوي

د ایران دولتي رسنۍ نن د استخباراتو د مرستیال جنرال غلام رضا محرابي او د عملیاتي مرستیال جنرال مهدي رباني وژنه تایید کړې. تر دې مخکې د ایران د وسله والو ځواکونو د مشرتابه لویه برخه وژل شوې ده. د سپاه پاسداران د عمومي قومندان حسین سلامي، لوی درستیز محمد باقري، د قدس د ځواکونو د مشر اسماعیل قاآني او ګڼو اټومي ساینسپوهانو وژنه تایید شوې وه. ایران په ټوله کې د شاوخوا ۸۷ کسانو وژنه او د څه باندې ۳۲۰ ټپيانېدل تایید کړي. اسراییلي چارواکو هم تایید کړې چې د ایران په ځوابي بریدونو کې په اسراییلو کې لږ تر لږه درې کسان وژل شوي او څه باندې ۱۵۰ نور ژوبل دي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

یو افغان چې د امریکا د ولسمشرۍ د ټاکنو په ورځ د برید د پلان په تور نیول شوی، په خپل جرم اعتراف وکړ

یو افغان چې د امریکا د ولسمشرۍ د ټاکنو په ورځ د برید د پلان په تور نیول شوی، پرون (د جمعې په ورځ) په خپل جرم اعتراف وکړ. ۲۷ کلن نصیر احمد توحیدي د اسلامي دولت یا داعش ډلې د ملاتړ او د تروریستي عمل لپاره د وسلو د ترلاسه کولو په دوو تورونو تورن دی. توحیدي که مجرم وپیژندل شي، تر ۳۵ کلونو پورې په بند محکوم کیدی شي. د محکمې د اسنادو له مخې، د اوکلاهوما اوسیدونکی نصیر احمد توحیدي تیر کال د ټاکنو په ورځ د برید لپاره دوه کلاشینکوف ټوپکونه او ۵۰۰ مرمۍ ترلاسه کړې وې. د FBI مشر کیش پټیل په یوه بیان کې وویل... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ایران او اسراییل پر یول بل بریدونو ته دوام ورکړ

ایران او اسراییل نن شنبې هم په یو بل د توغندیوباړونه وچلول او هوايي بریدونه و کړل. په داسې حال کې چې دایراني توغندیو څپې داسراییلو فضا ته ورسیدې او دافع هوا سیستم یې د شنډولو لپاره لاس په کار شو ، په شمول د تل ابیب او بیت المقدس د اسراییل په ټولو سیمو کې د هوایي بریدونو دخطر شپیلی وغږول شوې، او اوسیدونکي یې په چټکۍ سرپناه ته ستانه سول. د اسراییلو د امبولانس خدماتو ادارې په وینا، په اسراییلو کې یو سړی او یوه ښځه د هغه توغندي له امله ووژل شول او لسګونه نور ټپیان شول چې د دوی کورونو ته نږدې ولګېد. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

پراسراییلو د ایران بریدونه؛ تل ابیب کې دیوه توغندي دلګیدو شیبه

داسراییلو اردو نن شنبې په اسراییلو باندې دایران دتوغندیو د بریدونو د دریمې څپې خبر ورکړ او وویل چې دیوشمیر توغندیو مخه ونیول شوه. داسراییلو دروغتیا سرچینو وویل دایراني توغندیو دبریدونو په دریو څپو کې ټولټال ۷۰ کسه ټپیان شوي دي.

Pa.azadiradio.com 

افغان ښځې دملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا له غونډې دعملي او ملموسو پرېکړو تمه لري

یو شمیر افغان ښځې او نجونې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا له ناستې، چې ټاکل شوې په کې دې د افغانستان د بشري حقونو پر وضعیت هم بحث وشي، غواړي چې یواځې په خبرو بسنه ونه کړي او داسې پرېکړې وشي چې عملي او محسوسې پایلې ولري.

Pa.azadiradio.com 

تهران په تل ابیب او نورو اسراییلي ښارونو د توغندیو نوي بریدونه  وکړل

داسراییل پلازمینه تل ابیب او څو نور ښارونه تیره شپه د ایران دتوغندیو دبرید دیوې څپې لخوا په نښه سول. دا وروسته لدې چې اسراییلو صدراعظم بنیامین نتنیاهو ژمنه وکړه چې اسراییل به په  ایران باندې خپلو بریدونوته چې اټومي او پوځي تاسیسات یې په نښه کړي دوام ورکړي.

Mashaalradio.com 

ایران پر اسراییلو ځوابي بریدونه پیل کړي دي

د مشال راډیو ایرانۍ څانګه (راډیو فردا لیکي) چې ایران د جون پر ۱۳مه پر اسراییلو ځوابي برید کې ۲۰۰ بالستیک توغندي توغولي دي او په تل ابیب ښار کې یوه لویه چاودنه هم شوې ده.


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus