د هوا پېژندنې د ځینو نړیوالو ادارو له اټکل سره سم سبا او بل سبا د کابل په ګډون د افغانستان په یو شمېر مرکزي او جنوبي سیمو کې واوره وورېږي. د سړې هوا دا ټکل په داسې وخت کې شوی دی چې د طالبانو د حکومت له پېښو سره د مبارزې د وزارت په وینا د تېرو درېیو اونیو په ترڅ کې د سړې هوا له امله په افغانستان کې لږ تر لږه ۱۶۰ تنه مړه شوي دي. د افغانستان په ځینو جنوب ختیځ او ځینو شمالي ولایتونو کې سبا او بل سبا د باران د ورېدو اټکل شوی دی.
د خوړو نړیوال پروګرام وایي، اټکل کوي چې روان میلادي کال به په افغانستان کې د هغو ماشومانو شمېر چې له سختې خوارځواکۍ کړېږي اته لکه پنځه اویا زرو ته ورسېږي. د خوړو د نړیوال پروګرام یا ډبلیو ایف پي په باور دوه میلیونه او درې لکه نور ماشومان به هم په خوارځواکي اخته شي، خو وضعیت به یې حاد نه وي او په دې منځنۍ خوارځواکي به سږکال اته لکه څلوېښت زره مېرمنې هم مبتلا شي. د ډبلیو ایف پي ویاند فیلیپ کروپ په کابل کې رسنیو ته وویل، که چېرته په افغانستان کې د درېیم کال په مخه وچکالي شوه نو په دې شمېرو کې ممکن روان کال شل فیصده زیاتوالی راشي.
ازبکستان افغانستان ته د برښنا د لېږد چارې له سره پیل کړې، خو د پخوا په پرتله نیمایي برښنا افغانستان ته ورکوي. د کابل برښنا رییس حکمت اله اخندزاده پرون وویل چې ازبکستان د دوه سوه پنځوس مېګا واټه برښنا په ځای اوس سل مېګا واټه برښنا افغانستان ته صادروي چې له دې سره ستونزه نه شي حل کېدای. په کابل کې د صنعتي پارک شاوخوا پنځوس فیصده انرژي د ازبکستان له وارداتي برښنا تمویلېږي. نږدې دوې اونۍ مخکې افغانستان ته د ازبکستان صادراتي برښنا په بشړه ډول پرې شوې وه.
په افغانستان کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د کمېشنرۍ ویانده وایي چې په دې ساړه ژمي کې بېوزله افغانانو ته د پیسو ورکړه ډېره مهمه ده. کارولین ګلک د جمعې په ورځ په بامیان کې وویل چې سهار هوا منفي شل وه او دا ژمی په افغانستان کې په تېرو لسو کلونو کې بېساری دی. د ملګرو ملتونو د دې ویاندې په وینا، که چېرته بېوزلو ته پیسې ورکړل شي دوی به په خپله خوښه له اړتیا سره سم خپله ستونزه حل کړي. د ملګرو ملتو د بشري مرستو د همغږۍ اداره اټکل کوي چې په دوه زره درویشتم کال کې به په افغانستان کې د بېوزله کسان شمېر اته ویشت میلیونو ته ورسېږي.
پولنډ غواړي چې اوکراین ته ۶۰ ټانکونه ورکړي. دا د هغو څوارلس لیپارډ-۲ جرمني ساخت ټانکونو سربېره دي چې مخکې یې وارسا له کییف سره ژمنه کړې وه. د پولنډ صدراعظم ماتیوس موراویکي د کاناډا یوه تلوېزیون ته پرون وویل چې ۶۰ نور پرمختللي ټانکونه به اوکراین ته ولېږي چې دېرش یې پي ټي- ۹۱ ډوله دي. پي ټي- ۹۱ ټانکونه په پولنډ کې جوړېږي، دا د شوروي د وخت د ټي- ۷۲ ټانکونو پرمختللې بڼه ده او اوکراین هم له همدې ډول ټانکونو د اوس لپاره د روسیې په وړاندې په جګړه کې استفاده کوي. د پولنډ له دې مرستې سره د ناټو د... Читать дальше...
د اوکراین حکومت هغه پرېکړه تصویب کړه چې له مخې یې بهر ته د چارواکو پر سفرونو بندیز لګوي. صدراعظم دینیس شمیهال پرون د پارلمان غړیو ته وویل چې حکومتي چارواکي، سیمه ییز چارواکي، څارنوالان، قاضیان او نور افسران یوازې په رسمي سفر بهر ته تللی شي، یا د درملنې لپاره سفر کولای شي. شمیهال په ټیلګرام کې دا هم لیکلي چې د استراحت لپاره بهر ته سفر منع دی. یوه ورځ مخکې تر دې د پارلمان غړی میکولا تیشچینکو چې تایلنډ ته تللی و او پارلمان یې خبر کړی نه و، له دندې ګوښه شو.
هند پاکستان ته درې میاشتې وخت ورکړ چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اوبو پر سر د اختلافاتو د هواري لپاره خبرو ته تیار شي. د هند د یوې حکومتي سرچینې په وینا، نوي ډیلي له اسلام اباده غوښتې دي چې د اوبو د شراکت پخوانی تړون باید بدل شي او په لانجو کې دې د درېیم ګړي مداخله هم نه وي. د رویټرز اژانس په باور دا وړاندیز به ښایي اسلام اباد وځوروي. د اټومي وسلو د دغو دوو ګاونډیو دښمنانو ترمنځ له کلونو راهیسې د انډوس سیند پر سر د برښنایي بندونو د جوړېدو پر سر بحثونه روان دي، دا بحثونه د کشمیر پر سر د دواړو لوریو اختلافاتو پسې زیات کړې دي. Читать дальше...
ټلګراف ورځپاڼه: د برېتانیا چاپ ټلګراف ورځپاڼې د اسلامي دولت ډلې یا داعش د هغه مخکښ غړي د وژل کېدو په اړه یو تحلیلي مطلب خپور کړی چې د کابل په هوايي ډګر کې د ۲۰۲۱ کال د خونړۍ چاودنې تمویلوونکی بلل کېږي. د ۲۰۲۱ کال په اګست کې هغه مهال چې امریکايي ځواکونه له افغانستانه د وتلو په حال کې و، د کابل په هوايي ډګر کې یوې ځان وژونکې چاودنې له سلو زیات افغانان او ۱۳ امریکايي پوځیان ووژل. بلال السوداني د چهارشنبې په ورځ د سومالیا په شمال کې د امریکا د کومانډو ځواکونو په برید کې ووژل شو. له هغه سره په دې عملیاتو کې لس نور وسلهوال هم وژل شوي دي. Читать дальше...
د ملګرو ملتونو امنیت شورا تېره شپه د افغانستان په اړه د تړلیو دروازو شاته غونډه وکړه. امنیت شورا په داسې وخت کې دا غیرعلني غونډه جوړه کړه چې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ د ادارې مشر مارټین ګریفیټس له ورسره پلاوي سره په کابل کې دی او د طالبانو له چارواکو سره یې لیدلي دي. د ملګرو ملتو د سرمنشي یوه ویاند سټیفن دوجاریک د جمعې په ورځ خبریالانو ته وویل چې ښاغلی ګریفیټس به د دوشنبې په ورځ د افغانستان د سفر په اړه جزییات شریک کړي. هغه وویل: "د دوشنبې د سهار یولس بجې به درته مارټین ګریفیټس د بشري مرستو د همغږۍ د ادارې مسوول له موږ سره وي. Читать дальше...