د خوړو نړیوال پروګرام وايي، په افغانستان کې د خوارځواکۍ اندازه تر ټولو لوړ حد ته رسېدلې ده. د دغه پروګرام ویاند فلیپ کراف پرون (پنجشنبه) اسوشیتید پریس خبري اژانس ته ویلي، تر ټولو په بد وخت کې د طالبانو له لوري د ښځو پر کار بندیز د مرستو پر رسولو خورا ناوړه اغېز کړی او د دې سبب شوی چې ډېر خلک د یو وخت ډوډۍ له خوړولو وروسته د بل وخت ډوډۍ په موندلو فکر وکړي. د طالبانو له لوري په ناحکومتي مؤسسو کې د ښځو پر کار د بندیز له اعلانېدو وروسته ګڼو مرستندویو مؤسسو په افغانستان کې خپل کارونه ودرول ځکه چې... Читать дальше...
د افغانستان پخوانی لوی څارنوال عبدالجبار ثابت، چې پرون (پنجشنبه) د پېښور په یوه روغتون کې وفات شو، مړی يې نن په ننګرهار کې خاورو ته سپارل کېږي. عبدالجبار ثابت په ۲۰۰۶ لمریز کال د افغانستان د لوی څارنوال په توګه په داسې حال کې کار پیل کړ چې اداري فساد ډېر و او ده وکړای شول چې په فساد تورن ځینې نسبتاً جګپوړي کسان محبس ته ولېږي. دی د لویې څارنوالۍ له دندې وروسته د ۲۰۱۱ په اکتوبر کې د کابل ولایت په چهاراسیاب ولسوالۍ کې یرغمل شو او یو کال وروسته خوشي شو. عبدالجبار ثابت د کابل پوهنتون په حقوقو او... Читать дальше...
د طالب چارواکو له اعلان او د ازبکستاني رسنیو له راپور سره سره، کابل او د افغانستان نورو سیمو ته د ازبکستان د برښنا پارچاوي لا هم پای ته نهده رسېدلې. پر کابل سربېره پکتیا، خوست، لوګر، لغمان، ننګرهار، پنجشېر، میدان وردک، پروان، کاپیسا، بغلان او غزني هغه ولایتونه دي چې اوسېدونکي یې د ژمي په دې سړو شپو او ورځو کې د برښنا د پرچاوۍ له کبله له سخت کړاو سره مخامخ دي. ازبکستاني رسنیو د سېشنبې په ورځ د خپل هېواد د انرژۍ وزارت په قول وویل، چې د چهارشنبې په ورځ (د جنورۍ ۲۵) به افغانستان ته د ازبکستان د برښنا صادرات بیا پیل شي. Читать дальше...
د طالبانود حکومت له پېښو سره د مبارزې وزارت وايي، روانه میاشت په افغانستان کې د سختې یخنۍ او واورو له کبله د مړیو شویو کسانو شمېر تر ۱۶۰ واوښت. د دغه وزارت ویاند شفیعالله رحیمي تېره شپه (پنجشنبه) ازادي راډیو ته وویل: "د جنورۍ له لسمې تر اوسه پورې د هوا د سړېدو له کبله ۱۶۲ تنه مړه شوي چې د هغو په منځ کې ۸۴ تنو یې تېره اوونۍ ژوند له لاسه ورکړی دی." سږنی ژمی په تېرو دوو لسیزو کې تر ټولو سوړ بلل کېږي او په ځینو سیمو کې د تودوخې درجه د سانتي ګراد منفي ۳۴ ته ټیټه شوې ده. دا په داسې حال کې ده چې... Читать дальше...
د پاکستان په ازاد بازار کې پرون (پنجشنبه) یو امریکايي ډالر په ۲۵۵ روپیو تبادله شو چې دا د پاکستاني روپۍ د ارزښت د ټیټېدو یو بل ریکارډ دی. د پاکستان مرکزي بانک وايي، چې وړمه ورځ د بانکونو ترمنځ د هر ډالر ارزښت پرون ۲۳۰ روپۍ او ۸۹ پیسې و خو د پاکستان د صرافیو اتحادیه وايي، چې په ازاد بازار کې هر ډالر تر پرون پورې په ۲۵۵ روپیو تبادله کېده چې تر وړمې ورځې د هر ډالر ارزښت ۱۱ روپۍ لوړ شوی دی. پاکستاني رسنۍ او یو شمېر صرافان وايي چې د پاکستان مرکزي بانک په مصنوعي ډول د ډالر بیه ټیټه ساتلې وه خو کله... Читать дальше...
ټاکل شوې ده چې د ملګروملتو امنیت شورا نن (جمعه) د افغانستان د وضعیت په اړه ځانګړې غونډه وکړي. دا غونډه افغانستان ته د ملګروملتو د سرمنشي د مرستیالې امینې محمد له سفره وروسته دایریږي. په ملګروملتو کې د متحده عربي اماراتو د استازي ویاند شهاد مطر پر خپله ټویټرپاڼه کښلي چې دا غونډه د متحده عربي اماراتو، جاپان او فرانسې په غوښتنه جوړېږي او امينه محمد به د خپل وروستي سفر په باب شورا ته معلومات ورکړي. د ده په وینا دا به ناعلني غونډه وي او په لړ کې به یې امينه محمد له طالبانو سره پر خبرو کې، هغو پیغامونو... Читать дальше...
د سختدریځو هندوانو له مخالفتونو سره سره د هند د نامتو سینمايي ستوري شاهرخ خان پټان فلم په سینما کې نندارې ته وړاندې شو. دې فلم ته سختدریځي په دې خاطر په غوسه دي چې ښځینه ستورې یې دپیکا پدوکون لنډه نارنجي رنګه لمن اغوستې ده. دا رنګ په هندویزم کې سپېڅلی ګڼل کېږي. پټان فلم، چې شاهرخ خان، دپیکا پدوکون او جان ابراهم پهکې کار کړی دی، د چهارشنبې په ورځ د هند د جمهوریت تر ورځې مخکې نندارې ته وړاندې شو. مخکې تر دې چې دا فلم وښودل شي، د هغه د مخنیوي لپاره له بېلابېلو لارو غوښتنې شوې وې او حتي په دې... Читать дальше...
واشنګټن پوسټ ورځپاڼه: د ملګرو ملتونو تر ټولو جګپوړې ښځینه چارواکې د نړۍ پر مسلمانانو غږ کړی چې طالبان ۲۱مې پېړۍ ته راولئ. دا د اسوشیتید پریس خبري اژانس یوه مقاله ده چې واشنګتن پوسټ خپره کړې. په مطلب کې افغانستان ته د ملګرو ملتونو د سرمنشي د مرستیالې امینه محمد په وروستي سفر او له طالب چارواکو سره د هغې د لیدنو په اړه تمرکز شوی دی. امینه محمد چې سُني مسلمانه ده طالب چارواکو ته ویلي، چې له شپږم ټولګي پورته د نجونو د ښوونځیو تړل حرام کار دی. په مقاله کې د اغلې امینې محمد له قوله راغلي چې،... Читать дальше...