د بشري حقونو یوه ډله وایي، له کله چې په ایران کې اعتراضونه پیل شوي، لږ تر لږه ۵۲۲ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. په امریکا کې دېره، د HRANA په نوم د بشري حقونو د فعالانو یوې ډلې پرون په یوه راپور کې وویل، چې د قربانیانو له ډلې لږ تر لږه ۷۰ تنه یې ماشومان دي. د حکومت ضد اعتراضونو په ترڅ کې د توقیف شویو کسانو شمېر نږدې شل زره تنه ښودل شوی دی. د بشري حقونو د فعالانو دا ډله اندېښنه څرګندوي چې ښایي د معترضانو له ډلې ۱۱۰ یې په اعدام محکوم شي. تر اوسه څلور معترضان په ایران کې اعدام شوي او یو شمېر نورو ته د اعدام سزاوې اورول شوي دي. Читать дальше...
د افغانستان لپاره د ملګروملتونو د وګړو صندوق په هلمند کې د روغتیایي خدمتونو له پیاوړي کېدو سره د جاپان د یو ميلیون او درې سوه زره ډالرو مرستو خبر ورکوي. دې ادارې پرون په یوه ټویټ کې ویلي چې، له دې صندوق سره د جاپان دغه نغدي مرستې به په هلمند کې د نسایي او ولادي روغتیا له پیاوړي کېدو سره مرسته وکړي. په یوه بیان کې دغه راز ویل شوي، د دغو نغدو پیسو د مرستو پر مټ به په هلمند کې ۲۹ کورني روغتیایي مرکزونه یا ځایونه وکولای شي چې خپل فعالیت ته دوام ورکړي. د ملګروملتونو د وګړو صندوق وایي، په تېر۲۰۲۲... Читать дальше...
د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان بانک وایي چې، نن به د داوطلبۍ له لارې ۱۴ ملیون ډالره د لیلام په ډول وپلوري. دې بانک پرون په یوه ټویټ کې د شاوخوا ۱۴ ملیون ډالرو د لیلام اعلان داسې مهال ورکړی چې وړمه ورځ یې کابل ته د نړیوالو بشري مرستو د ۴۰ ملیون ډالرو د یوې بلې کڅوړې د رسیدو خبر ورکړی و. دې بانک وویل چې، رهبري یې هېواد ته د نړیوالې ټولنې د بشري مرستو د هر کلي تر څنګ، هیله لري چې دا مرستې د بانکي سکتور له لارې تر سره شي. خو ملګروملتونو پرون په یوه ټویټ کې د دې خبرې وضاحت ورکړی چې د ملګروملتونو... Читать дальше...
په بادغیس ولایت کې د طالبانو چارواکي، د یخنۍ له کبله د څلورو ماشومانو په ګډون د پنځو تنو د مړه کېدو خبر ورکوي. د دریو ماشومانو عمرونه د دوو میاشتو او دوو کلونو تر منځ ښودل شوي دي. د طالبانو د والي ویاند احمد جان حنظله د جرمني ډيپياې خبري اژانس ته د دغو کسانو مړینه تایید کړې او ویلي یې دي، دا پېښه د دې ولایت په قادس ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده. د بادغیس په ګډون د افغانستان په اکثرو ولایتونو کې هوا ډېره سړه شوې او په ځینو ولایتونو کې منفي دېرش درجو ته رسېدلې ده. دغه وضعیت او دې ته په پام چې... Читать дальше...
د ملګروملتونو د ماشومانو د ساتنې اداره یا سیف د چیلډرن وایي، په افغانستان کې په ځینو برخو کې هغه فعالیتونه بېرته پیلوي چې په بشپړه او خوندي توګه یې د ښځینه کارکونکو د دندو د بېرته پیلولو په اړه له طالبانو باوري ډاډ تر لاسه کړی دی. د سیف د چیلډرن د عملیاتو مشر ډیویډ رایټ په یوه بیان کې چې پرون یکشنبې یې خپور کړی ویلي، وروسته له هغې چې د طالبانو د اقتصاد وزارت د ډسمبرپه ۲۴مه په افغانستان کې په غیر دولتي مؤسسو کې د ښځو پر کار کولو بندیز ولګاوه، سیف د چیلډرن هم په دې هېواد کې خپل ټول فعالیتونه ودرول. Читать дальше...
د افغانستان یو شمېر سیاسي څېرو د تېر جمهوري نظام د ولسي جرګې د غړې مرسل نبيزاده پر وژلو اندېښنه څرګنده کړې. د افغانستان د پخوانۍ ولسي جرګې غړې فوزیه کوفي وایي، د مرسل نبيزاده وژل ښېي چې طالبان د سیاسي څېرو د امنیت په خوندي کولو پاتې راغلي. هغې تېر ماښام ازادي راډیوته وویل، د دې تمه چې طالبان به بشپړ امنیت ټینګ کړي، سمه نهده ځکه د دې په باور طالبان د حکومتولۍ تجربه نهلري او او د خلکو په وړاندې هم د مسولیت احساس نهکوي. اغلې کوفي وويل: "د ولسي جرګې د یوې پخوانۍ غړې، مرسل نبيزاده د ترور... Читать дальше...
مېل انلاین: د بریتانیا مېل انلاین خپرونې د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان بانک د وروستیو بیانونو په باب مقاله خپره کړې او ګمراه کوونکي یې بللي دي. د لیکنې په پیل کې د اسوشېټېډپرېس اژانس په حواله راغلي چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت یا یوناما پر افغانستان بانک انتقاد کړی، د هغو نغدي مرستو په اړه چې د بشري چارو لپاره افغانستان ته لېږل کېږي، ګمراه کوونکي او بې ګټې بیانونه ورکوي. دا انتقاد داسې وخت کېږي چې د ښځو پر کار او تحصیل د بندیز له کبله د یوناما او طالبانو ترمنځ اړیکې ترینګلې شوې دي. Читать дальше...