بریتانیا غواړي اوکراین ته پرمختللي ټانکونه ورکړي. تر دې مخکې د ناټو بل غړي پولنډ اوکراین ته یو شمېر پرمختللي جنګي ټانکونه سپارلي وو چې بیا فیلنډ هم ورته ګام واخیست. له نږدې یولس میاشتو راهیسې چې روسیې پر اوکراین برید کړی دی، تر اوسه پورې داسې پرمختللي ټانکونه کییف ته چا نه و ورکړي. د بریتانیا صدراعظم ریشي سوناک د اوکراین له ولسمشر ولودومیر زیلینسکي سره د ټیلیفوني مکالمې پرمهال د چلنجر-۲- ټانکونو او نورو توپچي سیستمونو په تړاو توضیحات ورکړل. د دې مکالمې چې پرون وشوه، جزییات د بریتانیا صدرات خپاره کړي دي. Читать дальше...
د نوبل د سولې د جایزې د ګټونکې ایرانۍ حقوق پوه شیرین عبادي په ګډون د نړۍ څه باندې ۹۰۰ شخصیتونو له نړیوالې ټولنې په یوه لیک کې غوښتې دي چې له ډیپلوماټیکو لارو د طالبانو پر مشرانو فشار راولي چې نجونې زده کړو او کار ته پرېږدي. په هغه لیک کې چې د مېرمن عبادي په شمول ۹۱۰ کسانو لاسلیک کړی دی، دا پوښتنه شوې ده چې ایا په افغانستان کې دا جرم دی چې څوک نجلۍ وي؟ په دې لیک کې د اسلام له نظره پر ښځه او نارینه د زده کړو پر فرضیت ټینګار شوی دی. دا هغه مسئله ده چې پرون د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیرعبداللهیان... Читать дальше...
واشنګټن ایکزامینر: واشنګټن ایکزامینر ورځپانې د طالبانو او چین په نږدې اړیکو او په افغانستان کې د داعش د وسله والې ډلې پر زیاتېدونکي ګواښ یوه لیکنه کړې ده. په لیکنه کې په کابل کې د ډسمبر په میاشت کې پر یوه هوټل چې چینیان په کې اوسېدل د برید یادونه شوې. د دې برید مسوولیت د داعش وسله والې ډلې منلی و. لیکنه وايي، د جنورۍ په ۵مه طالبانو اعلان وکړ چې پر دې چینايې هوټل په برید کې د ښکېلو کسانو په شمول يې د داعش د خراسان څانګې اته کسان وژلي دي. د ورځپاڼې په وینا، په سبا يې د چین د نفتو او ګازو... Читать дальше...