پاکستان هندو کونسل هر کال په کراچۍ کې د بې وزله هندوانو ډله ییز ودونه کوي. دا کونسل د واده لګښتونه پوره کوي او د واده زلمي او ناوې ته جهېز او د کور سامان هم ورکوي. نور په ویډیو کې.
د سوداګرۍ د پراختیا او پرمختګ نړیوال نندارتون نن په کابل کې پرانیستل شو. د افغانستان د پانګه والو او سوداګرو د ټولنې عمومي رییس عبدالهادی فرهنګ نن ازادي راډیو ته وویل، چې دغه نندارتون به د دریو ورځو لپاره پرانیستى وي. په ياد نندراتون کې په دوه سوه غرفو کې د افغانستان بېلابېل محصولات نندارې ته اېښودل شوي دي. مسوولين وايي، دا ډول نندارتونونه افغاني محصولاتو ته د بازار موندنې لپاره ډېر ګټور تمامېږي.
په کندز کې سپین زر دولتي فابریکې خپل فعالیت نن بیا ځلې پیل کړ. د افغانستان د صنعت او سوداکرۍ وزارت ویاند فواد احمدي نن ازادي راډیو ته وویل، چې دغه تولیدي فابریکه د۱۲۰ زره امریکایي ډالرو په پانګونې سره له ۲۵ کلونو وروسته خپل فعالیت بېرته پیلوي. نوموړي وویل، چې یاده فابرېکه په ۲۴ ساعتونو کې لس ټنه غوړي تولیدوي او د ترڅنګ یې دزغرو، کونځلو او پنبه دانې غوړي، کنجاړه او صابون هم جوړوي. چارواکي وایې ،د کندز سپین زر تولیدي فابریکه پر کندز سربېره خپل تولیدات نورو ګانډیو ولایتونو ته هم د خرڅلاو په موخه استوي. Читать дальше...
مسير مسیر ورځپاڼې په کابل او ځینو نورو ښارونو کې هدفي وژنو ته اشاره کړې او لیکلي، چې دا لا هم ګونګه چاره ده او عاملین یې نه دي روښانه شوي. لیکوال ټینګار کوي،که څه هم حکومت د دغو بریدونو پړه په طالبانو اچوي، خو طالبان بیا بیا په دغو بریدونو کې لاس لرل ردوي. لېکوال د دې بریدونو موخه یوازې د وېرې او وحشت ایجادول بللې او لیکلي، ښايي هڅه روانه وي چې د سولې پروسه تخریب شي او په دغو بریدونو سره وښودل شي، چې یا خو طالبان پر خپلو ژمنو عمل نه کوي او یا هم نورې ډلې شته چې له طالبانو پرته به هم جګړې ته دوام ورکوي. Читать дальше...
د ارزګان ولایت په مرکز ترینکوټ زرګونه هغه کورنۍ چې د خپلو سیمو څخه د جګړو له امله بېځاي شوي زیاتې یې تر شنه اسمان لاندې شپې او ورځي تېروي. له یو شمېر دې کډوالو سره د دوی پر ژوند د ازادۍ راډیو د یو راپور له خپرېدو وروسته ځینو بهر مېشتو افغانانو مرستې وکړي، خو دلته مرستو ته د اړو کسانو شمېر زرګونو ته رسېږي او د حکومتي او مرستندویه ادارو له مرستو پرته یې ستونزې نه شي هوارېدلی. شریف الله شرافت پرې راپور لري:
رقیب فاروقي په نیمه بربنډ بدن سره په هریرود سیند کې په سړه او یخه هوا کې تمرین کوي. دغه۲۳کلن ځوان د غور ولایت اوسېدونکی دی. له څو ورځو راهیسې د فاروقي د تمرین عکسونه په ټولنیزو رسنیو کې لاس په لاس کېږي. په دې ویډیویي راپور کې د هغه د تمرينونو په اړه لا ډېر خبرېږئ:
تندر قول اردو په غزني ولایت کې د پوځ د عملیاتو پرمهال د یوولسو طالبانو د وژل کېدو خبر ورکوي. د دې قول اردو ویاند اېمل مومند آزادۍ راډیو ته وویل، د غزني په مرکز او واغظ ولسوالۍ کې دا عملیات وروسته له هغه ترسره شول چې طالبانو د امنیتي او دفاعي ځواکونو پر پوستو برید وکړ. هغه زياتوي: "په واغظ ولسوالۍ کې اته تنه طالبان وژل شوي او یو تن یې ټپي دی او د غزني د مرکز په نوغي سیمه کې درې طالبان وژل شوي او یوبل یې ټپي دی." ښاغلی مومند زیاتوي، چې په دې عملیاتو کې د طالبانو وسلې او مهمات هم له منځه وړل شوي دي. Читать дальше...
امریکايي چارواکو د منتخب ولسمشر جوبایډن د لوړې په درشل کې د ټول هېواد په کچه د نورو وسله والو اعتراضونو د احتمال په اړه خبرداری ورکړی. د امریکا د تحقیقاتو فدرال ادارې پرون په یوه بیان کې چې رسنیو ترلاسه کړی، ویلي چې د امریکا په واړه پنځوسو ایالتونو کې د ایالتي کانګرسونو او په واشنګټن کې د کانګرس پر ودانیو د وسله والو اعتراضونو پلانونه جوړ شوي دي. له پلازمېنې واشنګټن ډي سي پرته د امریکا په ډېری ایالتونو کې د وسلو ګرځول آزاد دي او قانوني ممانعت نه لري. د ايف بي اى بیان زیاتوي، چې دا اعتراضونه... Читать дальше...
ولسمشر ډونالډ ټرمپ د امریکا د کانګرس پر ودانۍ د تېرې اونۍ له برید وروسته د لومړي ځل لپاره له خپل مرستیال مایک پنس سره وکتل. له دې کتنې داسې برېښې چې ټرمپ به د کانګرس له خوا د ده د لیرې کولو یا استعفی ته د اړاېستلو له هڅو سره سره خپله د ولسمشرۍ دوره بشپړه کړي. د حکومت یوه چارواکي رسنیو ته وویل، چې ټرمپ او پنس رغنده بحثونه وکړل. دې چارواکي زیاته کړه، پنس دا نیت نه لري چې د ډیموکراتانو د غوښتنې له مخې ټرمپ د اساسي قانون د ۲۵ تعدیل په اساس د ولسمشرۍ لپاره نامناسب وبولي او له دندې یې لېرې کړي.... Читать дальше...
په مزارشریف کې په یوه برید کې دوه مېرمنې وژل شوي او درې تنه نور ټپیان دي. د راپورونو له مخې پېښه نن هغه مهال وشوه چې وسله والو موټرسایکل سپرو د شاهین قول اردو پر یو رېنجر موټر ډزې وکړې. د ۲۰۹ شاهین قول اردو ویاند حنیف رضايي رسنیو ته تایید کړه چې دا برید د مزارشریف په بابای ولي درې لارې کې، د دې قول اردو د ښځینه کارکوونکو پر موټر شوی دی.
نيويارک ټايمز نیويارک ټایمز ورځپاڼې په خپله اخري ګڼه کې په دې عنوان یوه مقاله خپره کړې ده: د ناسمو معلوماتو په جګړه کې، افغان مشرانو وياندويان څنډې ته کړي دي. د لیکوال په وینا، ولسمشر غني او طالب جګړه ماران په معلوماتي جګړه بوخت دي او حکومت د اطلاعاتو د کنترول لپاره جدي اقدامات کړي دي. ورځپاڼې د تخار ولایت د پخواني ویاند احمد جواد هجري یادونه کړې چې په یوه روغتون کې يې د افغان ځواکونو په هوايي حمله کې د ټپي شویو کوچنیانو تر لیدو وروسته له رسنیو سره خبرې کړې وې او له همدې کبله زنداني شو. په هغه حمله کې ګڼ شمېر نور کوچنیان ټپیان شوي وو. Читать дальше...
د هلمند ولایت چارواکي وايي، د کجکي د برښنا بند د دویم فاز د رغونې چارې په چټکۍ روانې دي. د دغه بند درې توربینونه په مجموع کې د ۱۰۰ میګاواټه برښنا د تولید ظرفیت لري. د والي ویاند عمر ځواک پرون ازادۍ راډیو ته وویل: "چارې یې په منظم او ګړندي ډول مخ ته روانې دي. هڅه هم کېږي چې د دغو چارو لیدنه وشي، چې په منظم او باکیفیت ډول یې چارې مخ ته لاړې شي." د کجکي د دویم فاز د پروژې د رغونې کارونه دوه نیم کاله مخکې پیل شوي چې یو ترکی شرکت یې مخ ته وړي. پر دې پروژې شا وخوا ۱۷۵ ملیونه ډالره لګښت راځي او... Читать дальше...
د زابل پولیس په شملزیو ولسوالۍ کې د دولت د ۱۴ مخالفو وسله والو د وژل کېدو خبر ورکوي. د زابل د پولیسو ویاند حکمت کوچي، ازادۍ راډیو ته وویل، دغه شمېر وسلوال پرون دوشنبه په دوو کلیو کې ووژل شول. هغه وویل: "۱۴ نفره دښمن هم د سپینې خونې په کلي کې هم د بابر په کلي کې له منځه تللي او شپږ کسان یې ټپیان دي. له نېکه مرکه دوست قوت ته کوم زیان نه دی اوښتی." د دولت کومې مخالفې ډلې د دې پېښې په اړه تبصره نه ده کړې. د افغانستان په جګړه کې ښکېل اړخونه تل یوه او بل ته د درنې مرګ ژوبلې اړولو ادعا کوي.
په افغانستان کې د ناټو ملکي استازي د سولې د روانو مذاکرو د بریا لپاره د تاوتریخوالي د بندولو غوښتنه وکړه. سټیفانو پونتيکوروو پرون ناوخته په کابل کې د جمهوري ریاست د چارو ادارې له رئیس فضل محمود فضلي سره په خبرو کې دا غوښتنه مطرح کړه. د ناټو د قاطع ملاتړ ماموریت په یوه ټویټ کې د پونتيکوروو له قوله لیکلي، چې په دې خبرو کې په دوحه کې سولې پر روانو مذاکرو د افغانستان د سولې له پروسې د ناټو د ملاتړ پر دوام هم خبرې وشوې. دغه راز ناټو پر ټویتر په یوه بیان کې ویلي دي، چې د ناټو ملکي استازي د ملي مصالحې... Читать дальше...
د امریکا متحد ایالتونه وايي، پر ۷ اوکرایني وګړو او څلورو اوکراینۍ ادارو یې بندیزونه ولګول. دغه بندیزونه د امریکا د ولسمشرۍ په تېرو ټاکنو کې د دوی د لاسوهنې د هڅو له کبله لګول شوي دي. د امریکا د خزانې وزارت پرون دوشنبه په یوه اعلامیه کې وویل، چې د اوکرایین د دغو ۷ وګړو نومونه د بندیزونو په لیست کې ورزیات شول. په اعلامیه کې ویل شوي، څلور ویبسایټونه او د رسنیو ډلې هم په دغه لیست کې ورزیات شوي دي. بلخوا د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو په یوه جلا اعلامیه کې ویلي، په نښه شوي کسان او ادارې... Читать дальше...
د روسیې ولسمشر د ارمنستان او اذربایجان له رهبرانو سره په درې-اړخیزه غونډه کې برخه واخیسته. دا غونډه په داسې حال کې کېږي، چې د مسکو په منځګړیتوب د ارمنستان او اذربایجان ترمنځ د اوربند شپږ اوونۍ پوره شوې. ولادیمیر پوتین د اذربایجان له ولسمشر الهام علییف او د ارمنستان له صدراعظم نیکول پاشنیان سره پرون دوشنبه په کتنه کې وویل، چې د اوربند موافقه رعایت شوې ده. پر لانجمنه سیمه نګرنو-قره باغ د اذربایجان او ارمنستان جګړه د سپټمبر پر ۲۷مه پیل شوه، چې د راپورونو له مخې شا و خوا ۴۷۰۰ کسان یې په نتیجه کې ووژل شول. Читать дальше...
د هند د سینما ګڼو فلمي ستورو او د کرکټ مهمو لوبغاړو، ویرات کوهلي او انوشکا شرما ته د دوی د لور د زوکړې له کبله مبارکي ویلې ده. د هند د کرکټ وتلي لوبغاړي ویرات کوهلي لیکلي، چې لور یې پرون ماسپښین پیدا شوې ده. انوشکا چې د هند د سینما پېژندل شوې ستورۍ ده، د ۲۰۱۷م کال د ډسمبر میاشتې پر ۱۱مه له ویرات کوهلي سره واده وکړ. کوهلي لیکلي، چې مېرمن یې انوشکا او نوې زېږېدلې لور یې روغې دي.
د امریکا د متحدو ایالتونو د استازو په جرګه کې د ډیموکرات ګوند غړو، د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د استیضاح پرېکړه لیک وړاندې کړ. د امریکا د متحدو ایالتونو د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په وروستیو کاري ورځو کې د هغه د استیضاح د پرېکړه لیک مسوده پرون دوشنبه (د ۲۰۲۱م کال د جنورۍ ۱۱مه) د استازو جرګې د ډیموکرات غړو له خوا وړاندې شوه. د امریکايي رسنیو د راپورونو له مخې، تمه دا ده چې د استازو جرګه چې ډیموکراتان په کې اکثریت دي، همدا اوونۍ د ډونالډ ټرمپ د استیضاح لپاره رایه ورکړي. پر هغه تور لګول شوی، چې د کانګرس پر ودانۍ یې د یرغل د تحریک هڅه کړې وه. Читать дальше...
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، هڅه کوي هغو ۳ میلیونه افغان ماشومانو ته د ګوزڼ یا پولیو-ضد واکسین ورسوي، چې د تېرې میاشتې په کمپاین کې له واکسینه پاتې شوې دي. د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، یوه تخنیکي ډله یې هغو درېیو میلیونونو ماشومانو ته د ګوزڼ یا پولیو ضد واکسین د رسولو پر پلان کار کوي، چې تېره میاشت د واکسین له عمومي کمپاین نه بې برخې پاتې شوي دي. وزارت وايي، دا ډله به د نړیوالو متخصصانو په مالي او تخنیکي همکارۍ یو فرعي کمپاین عملي کوي. د دغه وزارت یوه ویاند نور الله تره کي... Читать дальше...