په مزارشریف کې په یوه برید کې دوه مېرمنې وژل شوي او درې تنه نور ټپیان دي.
د راپورونو له مخې پېښه نن هغه مهال وشوه چې وسله والو موټرسایکل سپرو د شاهین قول اردو پر یو رېنجر موټر ډزې وکړې.
د ۲۰۹ شاهین قول اردو ویاند حنیف رضايي رسنیو ته تایید کړه چې دا برید د مزارشریف په بابای ولي درې لارې کې، د دې قول اردو د ښځینه کارکوونکو پر موټر شوی دی.