Добавить новость


World News in Pashto
Ria.city


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer


Август
2018

Новости за 16.08.2018

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان پارلمان نن صدراعظم ټاکي

ټاکل شوې ده چې د پاکستان د نوي پارلمان غړي به نن جمعه د دې هېواد د نوي صدراعظم د ټاکلو لپاه په پارلمان کې دننه ټاکنې وکړي....

Pa.azadiradio.com 

په کابل کې دوه خونړۍ ورځې او د امریکا غبرګون

کابل د دوو پرله پسې ورځو لپاره د خونړیو بریدونو ډګر و. وسله والو مخالفینو نن د ملي امنیت پر تعلیمي مرکز برید وکړ او پرون یې د کانکور د تیارۍ پر یوه کورس ځان وژونکې حمله وکړه چې لسګونه کسان یې مړه او ټپیان کړل.د دې پېښو او د هغو په وړاندې د متحدایالاتو د غبرګون په اړه جزییات په دې راپور کې لیدای شئ.

Mashaalradio.com 

میا افتخار ته د ورپېښو مبینه ګواښونو پرضد لاریون

د عوامي نېشنل ګوند کارکنانو په پنجشنبه په پېښور کې د هغو دړکو او امنیتي خبرداري پرضد لاریون وکړ چې د پاکستانیو استخباراتي ادارو په وینا د میا افتخار حسېن ژوند ته د وسله والو له لاسه خطر ورپېښ دی. د دغه ګوند مشران وايي امنیتي ادارې دې یواځي خبرداری نه ورکوي بلکې د وسله والو د خطرونو مخنیوي لپاره دې ګامونه پورته کړي. نور تفصیل له پېښوره د غلام غوث په ویډیو راپور کې

Pa.azadiradio.com 

ازادي سټوډیو - د نړۍ مهم خبرونه

امریکا د کابل پر یوه ښوونیز مرکز مرګونی برید غندلی او ویلي یې دي چې باید روان تاوتریخوالی په سوله ییز توګه حل شي، د هند په کرالا ایالت کې سیلابونو ۷۷ کسان مړه کړي او یوه فرانسوي کس داسې کارغان روزلي چې د څکول شویو سګریتو فلترې ټولوي. ازادي سټوډیو د شپې په ۸ بجو له پيشګام ټلویزیون مه هیروئ.

Pa.azadiradio.com 

هاشمي: وسله والو طالبانو د فاریاب د شېرین تګاب ولسوال وژلی

د فاریاب ولایت د شیرین تګاب ولسوال د طالبانو په یوه کمین کې وژل شوی دی. د دغه ولایت د ولایتي شورا یوه غړي عبدالباقي هاشمي له ازادي راډیو سره په خبرو کې پېښه تأیید کړه او ویې ویل چې د شیرین تګاب ولسوال معلم سراج نن له غرمې وروسته د دولت‌اباد ولسوالۍ په ځنګل سیمه کې د میمنې او اندخوی ولسوالیو ترمنځ د وسله‌والو طالبانو له لوري وژل شوی دی. ښاغلی هاشمي زیاتوي چې معلم سراج هره اوونۍ په پټه له شیرین تګاب ولسوالۍ د فاریاب اندخوی ولسوالۍ هغه ځای ته چې د ده کور په‌کې و، تګ راتګ کاوه. ښاغلی هاشمي وايي... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

چارواکي: په هلمند کې هوايي حملو ۳۰وسله وال طالبان وژلي

د هلمند ولایتي چارواکي وايي، په دې ولایت کې د نړیوالو ځواکونو په دوو هوايي بریدونو کې نېږدې ۳۰ تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي. د هلمند د والي ویاند عمرځواک ازادي راډیو ته وویل چې دا بریدونه نن سهار پنځه بجې او ۱۰ بجې وشول. ځواک همداراز وویل چې د ناټو تر هوايي برید وړاندې طالبانو په چاه انجیر کې د امنیتي ځواکونو پر پوستو بریدونه وکړل. طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

Pa.azadiradio.com 

چارواکي: په بغلان کې ۱۷وسله وال طالبان وژل شوي

په بغلان ولایت کې د افغان امنیتي ځواکونو او وسله والو طالبانو په نښتو کې ۱۷ وسله وال مخالفین وژل شوي او ۹ نور ژوبل دي. د بغلان امنیه قوماندان مل پاسوال اکرام الدین سریع ازادي راډیو ته وویل چې د بغلان د نن ورځې په نښتو کې چې په کیله ګي ۶ طالبان ووژل شول او ۹ نور ژوبل شول. همداراز ۱۰ طالبان په مرکزي بغلان او بورکه ولسوالیو کې وژل شوي دي. د بغلان د امینه قوماندان په وینا په دې نښتو کې ۷ امنیتي ځواکونه ژوبل شوي دي. طالبانو تراوسه پورې د بغلان د نښتو په اړه څه نه دي ویلي.

Pa.azadiradio.com 

۳۳۰ امریکايي ورځپاڼو د مطبوعاتو د ازادۍ په دفاع کې سرمقالې لیکلي

څه باندې ۳۳۰ امریکايي ورځپاڼو نن د مطبوعاتو د ازادۍ په دفاع کې سرمقالې لیکلي دي. دوی دا کار پر امریکايي رسنیو د ولسمشر ډونالد ټرمپ د توندو څرګندونو په ځواب کې کړی دی. ښاغلي ټرمپ رسنۍ د جعلي خبرونو په خپرولو تورنې کړي او ویلي یې دي چې خبریالان د امریکا د خلکو دښمنان دي. په دې موضوع د سرمقالو د لیکلو غوښتنه باسټن ګلوب ورځپاڼې کړې وه؛ نیویارک ټایمز او نورو ورځپاڼو یې ملاتړ وکړ. د باسټن ګلوب ورځپاڼې کتونکي پلاوي د چهارشنبې په ورځ په یوه لیکنه کې ډونالد ټرمپ تورن کړ چې پر رسنیو پر له پسې انتقادونه کوي.

Pa.azadiradio.com 

پوهنې وزارت وايي پرونی برید د پوهنې پر وړاندې برید و

د افغانستان د پوهنې وزارت وايي، د کابل په دشت برچي سیمه کې پرونی برید د پوهنې پر وړاندې برید و. د دغه وزارت ویاندې نوريې نزهت نن په کابل د افغان زده کوونکو لپاره د ایګل لایف په نامه د یوه روزنیز پروګرام د پرانیستې په غونډه کې وویل چې هېڅ‌څوک نه‌شي کولای افغانان د زده‌کړې له بهیره راوګرځوي. تېره ورځ د کابل په دشت برچي سیمه کې پر یوه روزنیز مرکز کې د ځانمرګي برید له کبله لسګونه هغه کسانو ته مرګ ژوبله واوښته چې د کانکور ازموینې لپاره‌یې چمتووالی نیوه. د افغانستان د عامې روغتیا وزارت په خبره په... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

چارواکي: د کندهار په شاه وليکوټ کې ۴۵ وسله‌وال طالبان وژل شوي

د کندهار چارواکي د دغه ولایت په بېلابېلو سيمو کې د مخامخ جګړې پر مهال د ۴۵ وسله‌والو طالبانو د وژل کېدو او شااوخوا ۲۷ نورو د ټپي کېدو خبر ورکوي. د کندهار د امنیه قوماندانۍ د ویاند مرستیال عبدالبشير خاکسار نن ازادي راډیو ته وویل چې امنیتي ځواکونو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کندهار په ارغنداب، شاه وليکوټ، میوند او معروف ولسواليو کې له وسله‌والو طالبانو سره سختې جګړې کړي چې پر مهال‌يې ۴۵ وسله‌وال وژل شوي او ۲۷ نور ټپيان دي. د خاکسار په وینا چې د یادو جګړو پر مهال پولیسو ته مرګ ژوبله نه‌ده اوښتې. وسله‌والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه‌دي ویلي.

Pa.azadiradio.com 

چارواکي: د کندهار په شاوليکوټ کې ۴۵وسله وال طالبان وژل شوي

د کندهار چارواکي د دغه ولایت په بېلا-بېلو سيمو کې د مخامخ جګړې پر مهال د ۴۵ وسله والو طالبانو د وژل کېدو او شااوخوا ۲۷ نورو د ټپي کېدو خبر ورکوي. د کندهار د امنیه قوماندانۍ د ویاند مرستیال عبدالبشير خاکسار نن ازادي راډیو ته وویل چي امنیتي ځواکونو په تېرو ۲۴ساعتونو کې د کندهار په ارغنداب، شا وليکوټ، میوند او معروف ولسواليو کې له وسله والو طالبانو سره سختې جګړې کړي چې پر مهال يې ۴۵ وسله وال وژل شوي او ۲۷ نور ټپيان دي. د خاکسار په وینا چې د یادو جګړو پر مهال پولیسو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې. وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.




Mashaalradio.com 

خوست: څلور ټنه تاریخ تېر او بې کیفیته درمل او خوراکي توکي وسوځول شول

د اګست پر ۱۶مه په ورځ د خوست د عامې روغتیا ریاست لخوا څلور ټنه تاریخ تیر درمل او خوراکي توکي چې د دوه میاشتو په موده کې په مرکز او ولسوالیو کې نیول شوي وو، د مسوولینو او رسنیو په شتون کې وسوځول شول.

Pa.azadiradio.com 

په خوست کې څلور ټنه تاریخ تېر درمل او خوراکي توکي وسوځول شول

نن د پنجشنبې په ورځ د خوست د عامې روغتیا ریاست لخوا څلور ټنه تاریخ تېر درمل او خوراکي توکي چې د دوه میاشتو په موده کې په مرکز او ولسوالیو کې نیول شوي وو، د مسؤلینو او رسنیو په شتون کې وسوځول شول. د خوست د عامې روغتیا مرستیال ډاکټر ګل محمدالدین محمدي ازادي راډیو ته وویل چې دوی په وروستیو دوو میاشتو کې دا ډول څلور ټنه توکي راټول کړي چې د اړوندو ادارو د مسؤلینو او رسنیو په شتون کې يې له منځه یووړل. ښاغلي محمدي زیاته کړه: "د دوو میاشتو په جریان کې د خوست ولایت د مختلفو دوکانونو او درملتونونو څخه... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

جنرال کوهستانی: پلچرخي محبس کې د بندیانو اعتصاب پای ته رسېدلی

د افغانستان د محبسونو او توقیف‌ځایونو عمومي رئيس وايي چې په پلچرخي محبس کې د بندیانو اعتصاب پای ته رسېدلی دی. په پلچرخي محبس کې له څه باندې یوې اوونۍ راهیسې یو شمېر بندیانو د محبس پر شرایطو د اعتراض لپاره د نه‌خوړلو اعتصاب کړی وو. خو د کورنیو چارو وزارت د محبسونو او توقیف‌ځایونو عمومي رئيس ډګر جنرال حلیم کوهستاني نن پنجشنبه ازادي راډیو ته وویل چې اعتصاب پای ته رسېدلی دی. ښاغلی کوهستاني زیاتوي: "پرون ماښام ۶ بجې د دوی اعتصاب ختم شو، اوس کومه ستونزه نه‌شته." څو تنو بندیانو د ټیلیفون له لارې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

چارواکي: د دشت برچي پېښه کې ۴۸ نه، بلکې ۳۴ تنه وژل شوي

افغان چارواکو د کابل په دشت برچي سیمه کې پر یوه روزنیز مرکز د پرونۍ انتحاري حملې د مرګ ژوبلو تازه ارقام خپاره کړل. پرون د عامې روغتیا وزارت ویلي و چې په دې برید کې ۴۸ تنه وژل شوي او ۵۶ نور ژوبل دي، خو نن اسوشیټېډ پرس اژانس د افغان چارواکو په حواله چې نوم‌یې نه‌دی ذکر شوی ویلي چې د پرونۍ حملې د وژل شویو کسانو کره شمېر ۳۴ تنه دی نه ۴۸. د ملګرو ملتونو امنیت شورا دا حمله وغندله او هغه‌یې یوه بې‌رحمه او کرغېړنه ترورېستي حمله وبلله. امنیت شورا وویل، دغه حمله د دې اړتیا په ډاګه کوي چې د ترورېزم له... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

پوتین د اتریش د بهرنیو چارو وزیرې په واده کې ګډون کوي

کرملېن تأیید کړه چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین به د اتریش د بهرنیو چارو وزیرې په واده کې ګډون وکړي. د کرملېن ویاند دیمیتري پسکوف وویل، پوتین به د شنبې په ورځ د جرمني له صدراعظمې انګلا مېرکل سره تر خبرو وړاندې، په اتریش کې تم شي او د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیرې کارین کنایسل په واده کې به برخه واخلي. د اتریش د بهرنیو چارو وزارت په دې باب له څه ویلو ډډه وکړه چې پوتین دغه هېواد ته سفر کوي. ویل کېږي چې ۵۳ کلنه کنایسل له یوه سوداګر ولف ګانګ میلینګر سره واده کوي.


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus