Добавить новость


World News in Pashto
Ria.city


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer


Август
2018

Новости за 11.08.2018

Pa.azadiradio.com 

بدخشان: د يوه کور د تلاشۍ پر مهال ۵۲ کیلوګرامه تریاک ونیول شول

په بدخشان ولایت کې له یوه کوره په لسګونه کیلو ګرامه نشه‎يي مواد تر لاسه شول. د بدخشان ولایت له نشه‎يي موادو سره د مبارزې پولیسو د کشف آمر نثار احمد جهانګیر د سې شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې د دې ولایت له نشه‎يي موادو سره د مبارزې پولیسو د مخکینیو معلوماتو له مخې په ارګو ولسوالۍ کې د يوه کور د تلاشۍ پر مهال ۵۲ کیلو ګرامه تریاک ونیول. یاده دې وي چې د نیول شوېو نشه‎يي موادو په تور څوک نه‎دي نیول شوي.

Pa.azadiradio.com 

چارواکي: د کونړ په ماڼوګي کې د طالبانو او داعش ترمنځ جګړه روانه ده

د راپورونو له مخې، د کونړ ولایت د ماڼوګي ولسوالۍ په کوړنګل او نورو غرنیو سیمو کې نن سهار د وسله والو طالبانو او داعش ډلې د جنګیالیو ترمنځ جګړه پیل شوې چې لاهم روانه ده. دولتي چارواکي جګړه تأییدوي، خو دواړو خواو ته د اوښتو تلفاتو په اړه بې خبري ښيي. په ختیځ کې د ۲۰۱ سیلاب قول اردو ویاند محمد هارون یوسفزي ازادي راډیو ته وویل، دوی ته د یوه طالب وسله وال د ټپي کېدو خبر رسېدلی، خو دی زیاتوي چې جګړه د ماڼوګي په اړوندو درو کې په داسې یوه سیمه کې روانه ده چې نه خلک هلته تګ راتګ کولای شي او نه ټيليفون کار کوي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

په رومانیا کې سلګونه کسان د مظاهرو د تشدد له امله ټپیان شوي

په رومانیا کې سلګونه کسان د پولیسو او مظاهره چیانو ترمنځ د اخ او ډب پرمهال ټپیان شوي دي. چارواکي وايي، په پلازمېنه بخارست کې د تشدد په دې پيښو کې د بلوا ضد پولیسو د لسو سرتېرو په ګډون ۴۴۰ کسان ټپیان شول چې ټولو ته روغتیايي مرستې رسول شوې دي. پرون د اګست په لسمه لسګونه زره کسان د مظاهرو لپاره د بخارست واټونو ته را ووتل او د هېواد په قوانینو کې د بدلون په خاطر یې د حکومت د استعفا غوښتنه وکړه. د دې مظاهرو په ترڅ کې هغه مهال تشدد پيښ شو چې پولیسو د اعتراض کوونکو د تیت او پرک کولو لپاره له اوښکې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

پوتین پر روسیې د امریکا احتمالي بندیزونه غیرقانوني بللي

د روسیې ولسمشر او د دې هېواد امنیت شورا د امریکا له خوا پر روسیې احتمالي بندیزونه غیرقانوني بللي او غندلي یې دي. روسي رسنیو د کرملین د ویاند دیمیتري پیسکوف له قوله راپور ورکړی چې نوموړی وايي، د روسیې د امنیت شورا له غړو سره د ولسمشر ولادیمیر پوتين په پرونۍ کتنه کې ټینګار وشو چې دا اقدامات د نړیوالو قوانینو له مخې هېڅ راز مشروعیت نه لري. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت تيره اوونۍ وویل چې پر روسیې به د دې هېواد د استخباراتو د پخواني جاسوس سرګي سکريپال د مسمومېدو د قضیې په تړاو نوي بندیزونه ولګوي.

Pa.azadiradio.com 

په امریکا کې بې اجازې یوه الوځلول شوې الوتکه نسکوره شوې

د متحدایالاتو د شمال لويدیځ ایالت واشنګټن د هوايي ډګر یوه کاروکونکي پرون یوه تشه الوتکه بې اجازې والوځوله چې وروسته بیا نسکوره شوه. د سیاتل د تاکوما هوايي ډګر چارواکي وايي، دا الوتکه پرون له دې ډګر څخه والوته او په پوګېټ پانډ کې نسکوره شوه. پولیس وايي، د الوتکې پیلوټ ځان وژنې ته تمایل درلود او ښايي په پېښه کې وژل شوی وي. د دوی په وینا، داسې شواهد یې نه دي موندلي چې دا به کوم ترورېستي عمل و. الاسکا ایرلاینز ویلي دي چې د دې الوتکې د اړوندو چارو مدیریت د هورایزن ایر شرکت په غاړه و. د راپورونو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

یادګاري: په ۸۱ عملیاتونو کې تر یوه ټن ډېر نشه يي مواد نیول شوي

له نشه‎يي موادو سره د مبارزې پولیسو د ۸۱ عملیاتونو په ترڅ کې تر یوه ټن ډېر نشه‎يي مواد نیولي دي. د کورنیو چارو وزارت له نشه‎يي موادو سره د مبارزې معینیت ویاند اسدالله یادګاري د پنجشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې دا عملیات په ۱۸ ولایتونو کې ترسره شوي چې په نتیجه کې یې د یوه لوی قاچاق کوونکي په ګډون لسګونه نور قاچاق کوونکي هم نیول شوي دي. نوموړی وايي: "د دې پېښو په تړاو ۱۰۵ تورن کسان نیول شوي چې په‎دې ډله کې درې يې ښځې دي. په نیول شوېو کسانو کې د نشه‎يي موادو یو لوی قاچاق کوونکی هم شامل دی... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

سپاه پاسداران انقلاب: د کردانو په سیمه کې یې ۱۰ وسله وال وژلي

د ایران د سپاه پاسداران انقلاب ځواک وايي چې د عراق سرحد ته نېږدې د کردانو په سیمه کې یې ۱۰ تنه وسله وال وژلي دي. دې ځواک په یوه بیان کې چې نن د ایرنا دولتي خبري اژانس خپور کړ، ویلي دي چې دا لس وسله وال د هغې ترورېستي ډلې غړي وو چې په عصري وسلو سمبال وه. بیان زیاتوي چې دا پوځي عملیات د جمعې د ورځې په ماسختن په کرد مېشتې اوشناویه سیمه کې شوي او په ترڅ کې یې د دې ډلې یوشمېر نور وسله وال ټپیان شوي دي. سپاه پاسدران د خپلو تلفاتو په اړه څه نه دي ویلي، خو یادونه یې کړې چې په زیاته اندازه وسلې، مهمات... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

جواد ظریف: د ایران او امریکا د چارواکو د کتنې هېڅ راز پلان نشته

د ایران د بهرنیو چارو وزیر وايي، د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر په ګډون د دواړو هېوادونو د چارواکو د کتنې هېڅ راز پلان نشته. جواد ظریف نن شنبه د تسنیم خبري اژانس د پوښتنې په ځواب کې چې ایا د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ په حاشیه کې د داسې یوې غونډې احتمال شته او کنه، وویل چې داسې یو پلان نشته. د ایران ولسمشر حسن روحاني د واشنګټن له خوا د جولای په شپږمه پر دې هېواد د بندیزونو له اعلانه مخکې د خبرو لپاره د ولسمشر ډونالد ټرمپ غوښتنه رد کړې وه. ښاغلي ظریف نن تسنیم اژانس ته وویل چې د ټرمپ د غوښتنې... Читать дальше...




Pa.azadiradio.com 

چارواکي: د لوګر په ازره کې د طالبانو حملې شنډې شوي

د لوګر ولایت امنیه قومانداني وايي، په ازرې ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو حملې یې شنډې کړې دي. د لوګر ولایت امنیه قومانداني په یوه خبرپاڼه کې وايي چې وسله والو طالبانو پرون شپه پر ازرې ولسوالۍ حملې پیل کړې، خو د امنیتي دفاعي ځواکونو له ځوابي حملو سره مخ شول. په خبرپانه کې راغلي چې په دې جګړه کې د وسله والو طالبانو شپږ تنه جنګیالي وژل شوي او درې نور یې ټپیان دي. وسله والو طالبانو بیا په دې اړه څه نه دي ویلي.

Pa.azadiradio.com 

د حامد کرزي په هوايي ډګر کې یو قاچاقچي ونیول شو

د حامد کرزي په هوايي ډګر کې یو تن بهر ته د چرسو د قاچاقو پر مهال ونیول شو. د حامد کرزي د نړیوال هوايي ډګر د سرحدي پولیسو د مطبوعاتي دفتر له‎خوا رسنیو ته په لېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې نیول شوی کس یو کیلو او ۸۷۲ ګرامه چرس په خپل سفري بکس کې ځای پر ځای کړي و او غوښتل يې دُبی ته یې قاچاق کړي چې پولیسو د تلاشۍ پر مهال ونیو. په دوو وروستیو اوونیو کې تر لسو ډېر کسان د حامد کرزي له هوايي ډګر څخه هند او دُبی ته د نشه‎يي موادو د قاچاقو پر مهال نیول شوي دي.

Pa.azadiradio.com 

مؤحد: له ۱۱ د ډېرو کسانو دوسيې عدلي او قضايي مرکز ته لېږل شوي

تېره اوونۍ د نشه‎يي موادو د قاچاقو په تور تر ۱۱ ډېرو کسانو دوسيې د څېړنو لپاره عدلي او قضايي مرکز ته لېږل شوي دي. له نشه‎يي موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز ویاند خالد مؤحد د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، دا ۱۱ کسان چې د افغانستان د پنځو ولایتونو اوسېدونکي دي، د نشه‎يي موادو په نهو پېښو کې نیول شوي او له دوی سره شپږ کیلو ګرامه هیرويين، ۲۳ کیلو ګرامه تریاک، ۱۹۵کیلو ګرامه چرس، ۱۴ زره کیلو ګرامه خاشخاش، ۱۱۵کیلو ګرامه شیشه، ۷۰۴ لېټره الکولي مشروبات او ۴۷ ټابلېټ «K» ګولۍ هم نیول شوي دي.... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

بلخ کې پولیسو ۳ کسان د نشه يي موادو د خرڅلاو پر مهال ونیول

د بلخ ولایت پولیسو درې کسان د نشه‎يي موادو د خرڅلاو پر مهال ونیول. د بلخ ولایت د امنیې قوماندانۍ له نشه‎يي موادو سره د مبارزې مدیر وحیدالله ایزدیار رسنیو ته وویل چې دا درې کسان د مزارشریف ښار په لومړۍ ناحیه کې د نشه‎يي موادو د خرڅلاو پر مهال لاس په لاس ونیول شول. له نیول شوېو کسانو سره نېږدې دوه کیلوګرامه چرس، ۲۳۰ ټابلیټ «K» ګولۍ، ۲۰۰ امریکايي ډالر او تر ۱۶ زرو ډېرې افغانۍ هم نیول شوي چې د نشه‎يي موادو له خرڅلاو څخه تر لاسه شوې وې.

Pa.azadiradio.com 

د ایران ناوړه اقتصادي وضعیت د افغان کډوالو د راستنېدو اصلي لامل!

له ایرانه افغانستان ته د راستنو شویو افغان کډوالو شمېره تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلې ده. په ۲۰۱۸ میلادي کال کې له ۴ لکه ۴۰ زرو زیات افغانان په خپل زړه افغانستان ته راستانه شوي دي. نور تفصیل د ابراهیم ساپي په دې راپور کې واورئ


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus