Добавить новость


World News in Pashto
Ria.city


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer


Август
2018

Новости за 18.08.2018

Mashaalradio.com 

په جمرود کې د ډینګي ناروغان ډېر شوي

د خېبر قبایلي ضلعې د صحت محکمې چارواکي وایي چې په جمرود کې د ډینګي ناروغي زیاته شوې ده او هلته یوازې په ټیډي بازار سیمه کې ترې ۲۰ تنه متاثره شوي دي. په دې اړه دا ویډیويي رپورټ وګورئ.

Pa.azadiradio.com 

د بیلاروس ولسمشر په کابینه کې ډېر تغیرات راوستي

د بیلاروس ولسمشر الکساندر لوکه شینکه نوی صدراعظم نومولی او په کابینه کې یې ډېر تغیرات راوستي دي. په هغه حکم کې چې د جمهوري ریاست په ویبپاڼه کې نن خپور شوی، لوکه شینکه د پراختیایي بانک مشر سیارهي روماس د اندرې کابیاکو پر ځای د صدراعظم په توګه نومولی دی. لوکه شینکه د صدرات لومړۍ مرستیالۍ ته پر یوه نوي کس سربېره، ډېر وزیران هم لېرې او پرځای یې نوي ګمارلي دي. لوکه شینکه څو ورځې مخکې ویلي وو چې د ده دستورالعملونه او سپارښتنې نه دي عملي شوي.

Pa.azadiradio.com 

د ملګرو ملتونو پخوانی عمومي منشي کوفي عنان ومړ

د ملګرو ملتونو پخوانی عمومي منشي کوفي عنان د ۸۰ کلنۍ په عمر مړ شو. عنان نن شنبه سهار د سویس د بیرن ښار په یوه روغتون کې مړ شو. د عنان کورنۍ او د کوفي عنان فونډېشن په یوه بیان کې اعلان وکړ چې په خواشینۍ سره عنان د لنډې مودې ناروغۍ له امله نن ساه ورکړه. عنان چې اصلي مېنه یې ګانا وه، تقریباً د خپل ژوند ټوله برخه یې په ملګرو ملتونو کې خدمت ته وقف کړې وه. هغه لومړنی تورپوستی افریقایي و چې په ۱۹۹۷ میلادي کال د ملګرو ملتونو د سرمنشي په توګه غوره شو او تر ۲۰۰۶ میلادي کال پورې یې دوه دورې دغه دنده پرمخ وړې وه. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د فریحې لویه هیله دا وه چې له بې ځایه شویو سره مرسته وکړي

۲۲ کلنه فریحه د آی ، او ، اېم یا د ملګرو ملتونو د کډوالۍ سازمان کارمنده وه چې په ننګرهار ولایت کې یې له راستنېدونکو او بې ځایه شویو سره مرسته کوله. خو نوموړې د اسد د میاشتې په ۹ نیټه د ننګرهار ولایت د کډوالو په ریاست په ډله ایزه حمله کې ووژل شوه.

Pa.azadiradio.com 

کابل کې د خپلواکۍ ورځې ته تیاری

د اسد ۲۸ د افغانستان د ازادۍ ورځ هر کال د کابل تر څنګ په بیلا بیلو ولایتونو کې په شانداره مراسمو سره نمانځل کیږي. په ۱۹۱۹ کال کې شاه غازي امان الله خان له انګریزانو د افغانستان خپلواکۍ تر لاسه او دغه هیواد یې خپلواک او مستقل اعلان کړ. ویډیو او ایډیټ: ابراهیم صافی




Pa.azadiradio.com 

ولسمشر غني: سوله د تړلو دروازو او له سیاسي اجماع پرته نشي راتلای

افغان ولسمشر وایي، سوله د تړلو دروازو او له سیاسي اجماع پرته نشي راتللی. د جمهوري ریاست له خوا نن شنبه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې افغان ولسمشر اشرف غني په افغانستان کې د سولې او نورو ملي مسایلو په اړه نن له غرمې مخکې د هېواد د چاپي، تصویري او غږیزو رسنیو له یو شمېر مسؤلينو سره په ارګ کې مشورتي غونډه وکړه. ولسمشر دغو مسؤلینو ته په خبرو کې وویل، حکومت یې د سولې لپاره طرحې او پلانونه ترتیب کړي او هم یې په دې برخه کې د اسلامي هېوادونو، سیمې او نړیوالې ټولنې اجماع ترلاسه کړې ده او همدا علت... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د سولې شورا له حکومت او وسله والو طالبانو وغوښتل چې اوربند وکړي

د افغانستان د سولې عالي شورا له حکومت او وسله والو طالبانو وغوښتل چې اوربند وکړي. د دې شورا مشر کریم خلیلي نن شنبه په یوه لنډ پیغام کې هیله وښوده چې دواړه لوري اوربند وکړي. د طالبانو مشر بیا د لوی اختر په مناسبت خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، تر هغو په افغانستان کې سوله نشي ټینګېدای چې په دې هېواد کې بهرني پوځیان حضور ولري. په خپره شوې خبرپاڼه کې د تمې خلاف د اوربند هېڅ یادونه نده شوې او مولوي هبټ الله اخوندزاده ویلي چې له امریکا سره مستقیمې خبرې د روانې لانجې یواځینۍ حل لاره ده. د افغانستان د... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د بایسکل ځغلونې لوبډله لاهور ښار ته رسېدلې

د افغانستان د بایسکل ځغلونې لوبډله د سیالیو لپاره د پاکستان لاهور ښار ته رسېدلې ده. د بایسکل ځغلونې د فدراسیون رئیس محمد حسین حمیدي ازادي راډيو ته وویل، افغان لوبغاړو د بایسکل ځغلونې په دغو سیالیو کې چې نن شنبه پیل شوې، ګډون کړی او تر دې دمه ښه روان دي. دا سیالۍ د ۱۶۰ هېوادونو څخه د لوبغاړو په ګډون نن له لاهور څخه تر ساهیواله پورې پیل شوې دي. د بایسکل ځغلونې فدراسیون په وینا، په دغو سیالیو کې د لوبډلې د اصلي لوبغاړو تر څنګ، د بلخ، بامیان او خوست څخه هم تکړه لوبغاړي غوره شوي او په سیالیو کې يې ګډون کړی دی.

Mashaalradio.com 

په مومندو کې د څارویو تر ټولو لویه منډۍ

لکاړو د مومندو په ساپو تحصیل کې اباده سیمه ده چیرته چې له تېرو ۴۵ کلونو راهیسې د څارویو تر ټولو لویه منډۍ ده. دغه منډۍ ته نه یوازې د سیمې خلک ورځي بلکې د پیښور، چارسدی او صوابۍ په ګډون له یوشمېر نورو سیمو سوداګرو هم د څارویو اخیستو ته ورځي. په دې اړه دا ویډیويي رپورټ وګورئ.

Pa.azadiradio.com 

د فلسطين د فوټبال لوبډله کابل ته راورسېده

د فلسطين د فوټبال لوبډله له افغان لوبډلې سره د سیالۍ لپاره کابل ته راورسېده. فلسطیني لوبغاړو ته پرون د جمعې په ورځ د حامد کرزي په نړیوال هوايي ډګر کې له کوزېدو وروسته، د افغانستان د فوټبال فدراسیون له خوا تود هر کلی وویل شو. فلسطیني لوبغاړو وویل، خوښ دي چې په کابل کې دي او هیله لري چې د یکشنبې په ورځ به له افغان لوبډلې سره جالبه سیالي ولري. د دواړو لوبډلو ترمنځ د افغانستان د خپلواکۍ د ۹۹ مې کليزې د نمانځنې په مناسبت، سبا د یکشنبې په ماښام دوستانه لوبه کېږي. تر دې وړاندې په ۲۰۱۳ میلادي کال... Читать дальше...

Mashaalradio.com 

د تحریک انصاف بریا او د سیاسي ګوندونو نظرونه

د پاکستان تحریک انصاف مشر عمران خان د اګست پر ۱۷مه په قومي اسمبلۍ کې تر وزیراعظم ټاکل کېدو وروسته د یاد ګوند پلویانو خوشالي کړې ده. د پاکستان د سیاسي ګوندونو مخکښان په دې اړه بېلا بېل نظرونه لري. په دې ویډیو کې یې وګورئ

Pa.azadiradio.com 

د روسیې ولسمشر او د جرمني صدراعظمه نن سره ګوري

د روسیې ولسمشر ولاديمیر پوتین به نن شنبه د جرمني له صدراعظمې انګيلا مېرکل سره وګوري او د دواړو خبرې به د اوکراین او سوریې پر کړکېچونو او د نورډ سټریم دوه پایپ لاین پر پروژې چې امریکا ورسره مخالفت کړی، متمرکزې وي. پوتین جرمني ته په اتریش کې له لنډ تم کېدو وروسته ځي. نوموړی د اتریش د بهرنیو چارو د وزیرې په واده کې ګډون کوي. د جرمني صدراعظمې د جمعې په ورځ محتاطانه خبرداری ورکړ چې له پوتین سره د دې له خبرو دې خلک ډېر انتظار نه لري. مېرکل په برلین کې خبریالانو ته وویل: "موږ له روسیې سره ښې اړیکې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

سره میاشت۶۶ ناروغ افغان ماشومان د درملنې لپاره جرمني ته لېږي

د افغاني سرې میاشتې ټولنه وایي چې ۶۶ ناروغ ماشومان چې سخت سوځېدلي او هډوکي یې وراسته شوي، د درملنې لپاره جرمني ته استوي. د دې ټولنې ویاند میرام صداقت ازادي راډیو ته وویل چې دغه ماشومان به سبا جرمني ته واستول شي او درملنه به یې شپږ میاشتې یا څه زیات وخت ونیسي. دغه ماشومان د جرمني د فریدنزدورف یا د سولې د کلي د مرستندویه ټولنې په مرسته جرمني ته د درملنې لپاره استول کېږي. دغې ټولنې له افغاني سرې میاشتې ټولنې سره د یوې موافقې له مخې چې دېرش کاله مخکې یې لاسلیلک کړې، تراوسه شااوخوا څلور زره ناروغه ماشومان هغه هېواد ته د درملنې لپاره استولي دي.

Pa.azadiradio.com 

په تخار کې شپږ تنه د نشه يي موادو د قاچاقو په تور نیول شوي

په تخار ولایت کې شپږ تنه د نشه يي موادو د قاچاقو په تور ونیول شول. د تخار د امنیه قوماندانۍ له نشه يي موادو سره د مبارزې مدیر احمدشاه نادري وايي چې پولیسو په لومړیو عملیاتو کې دوه کېلو او ۴۵ ګرامه هیرويين او په دوهم ځل عملیاتو کې په رُستاق ولسوالۍ کې یوکېلو او ۶۵۰ ګرامه هیرويين او ۱۲۴ بوتله الکولي مشروبات نیول شوي دي. د یادونې وړ ده چې د نشه يي موادو د قاچاقو په تړاو د يوې ښځې په ګډون شپږ کسان نیول شوي چې د څېړنو لپاره د نشه يي موادو عدلي او قضايي مرکز ته معرفي شوي دي.


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus