Добавить новость


World News in Pashto
Ria.city


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer


Август
2018

Новости за 20.08.2018

Pa.azadiradio.com 

په کندوز کې د ۱۲۸ برمته شویو کسانو له ډلې ۹۲ تنه خوشې شول

په کندوز کې نن سهار وسله والو طالبانو له دریو مسافر وړونکو موټرو نه لسګونه مسافر له ځان سره وړي و، چې یو شمېر یې د سیمې د قومي سپین ږیرو په مرسته خوشې شول. د کندوز او تخار د لویې لارې د امنیت په اړه پخوا تر دې هم د سیمې اوسېدونکو اندېښنه ښودلې وه. ویډیو: اجمل ارین اېډېټ: ابراهیم صافی

Pa.azadiradio.com 

له ازادۍ سټوډیو څخه د نړۍ تازه پېښې

د پاکستان د بهرنیو چارو نوي وزير شاه محمود قريشي د افغانستان په ګډون د پاکستان له ګاونډيانو سره د ښو اړیکو غوښتنه کړې ده. د امریکا د ملي امنيت سلاکار جان بولټن د ايران اټومي موافقه ناوړه بللې ده. ازادي سټوډیو د شپې په اتو بجو له پیشګام ټلویزیون وګورئ.

Mashaalradio.com 

پېښور کې د ملګرې وژنې ضد د نرښځیو مظاهره

د اګست پر ۲۰مه لسګونه نرښځیو په پېښور کې د خبریالانو مرکز مخې ته مظاهره وکړه او له حکومته یې غوښتنه وکړه چې د دوی د یوې ملګرې وژونکو ته دې سزا ورکړي. دوی ویل چې ملګرې یې نازو نومېده او تېره اوونۍ په پېښور کې د کور دننه وژل شوې وه. پولیس وايي، د نازو په وژنه یې دوه کسان نیولي دي چې جرم یې هم منلی. د خیبر پښتونخوا د نرښځیانو ټولنه وايي، له ۲۰۱۵ز کال راهیسې یې په صوبه کې ۶۲ ملګري وژل شوي دي. ویډیو وګورئ.

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان د بهرنیو چارو نوی وزیر افغانستان ته سفر کوي

د پاکستان د بهرنیو چارو نوی وزیر شاه محمود قریشي وايي، افغانستان او پاکستان د یو بل د ستونزو په درک کولو، شته ستونزې هوارولی شي. ښاغلي قریشي نن د پاکستان د بهرنیو چارو د وزیر په توګه له لوړې وروسته وویل، غواړي افغانستان ته د مینې او دوستی له پیغام سره سفر وکړي. شاه محمود قریشي وویل: "د افغانستان خلکو ته وایم چې موږ د یو بل اړتیا یوو. موږ باید د یو بل تکیه و اوسو. موږ باید د یو بل ستونزې نه یوازې دا چې درک کړو بلکې هواری یې ولټوو او موږ دا وړتیا لرو چې په دوه اړخېزه توګه خپلو کې کینو او د خپلو... Читать дальше...

Mashaalradio.com 

په پېښور کې د هنرونو او موسیقۍ نوې اکادمي پرانیستل شوه

د اګست پر ۲۰مه، په خیبر پښتونخوا کې د هنر او موسیقۍ د یوې شخصي اکادمۍ بنسټ کښېښودل شوی چې د سېپټېمبر له لومړۍ نېټې به کار پیلوي. په دې اکادمۍ کې به هغه کسان روزل کېږي چې هنرونه او موسیقي زده کول غواړي. د اکادمۍ بنسټ د صوبې یوه سندرغاړي همایون خان ایښی دی او غواړي د سیمې کلتوري او هنري ارزښتونه وساتي. تفصیل په ویډیويي رپورټ کې.

Pa.azadiradio.com 

چخانسوري: د ولسمشر اشرف غني له‎خوا اعلان شوی اوربند مشروط دی

افغان چارواکي وايي، د ولسمشر اشرف غني له‎خوا اعلان شوی اوربند مشروط دی او یوازې په هغه صورت کې به نافذ شي چې وسله‎وال طالبان ورته مثبت ځواب ووايي. د ولسمشر ویاند هارون چخانسوري نن په کابل کې خبریالانو ته وویل، د اوربند د ښه مدیریت لپاره په ټول افغانستان کې تدابیر نیول شوي، خو تر هغې چې طالبانو اوربند نه‎وي منلی، ټولو وسله‎والو ځواکونو ته ویل شوي چې خپلو عملیاتو ته دوام ورکړي. دی وايي: "اوربند یو اړخیز نه‎دی، هر اړخېز دی. په ټول افغانستان کې به وي. که طالبان اوربند ومني نو د افغانستان د حکومت... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

له دوو خونړیو پېښو وروسته کابل د فوټبال سیالیو کوربه و

د یکشنبې په شپه کابل کې زرګونه تنو د افغانستان او فلسطین ترمنځ د فوټبال سیالۍ ننداره کړه. تېرو پنځو کلونو راهیسې دا لومړی ځل دی چې افغانستان د یوې بهرنې لوبډلې کوربه توب کوي. نور د تمیم اخګر په دې ویډیوي راپور کې وګورئ.

Mashaalradio.com 

د اختر له راتګ سره د ګاډو کرایې لوړې شوې دي

د پېنډۍ او اسلام اباد له اډو څخه د پښتونخوا بېلا بېلو سیمو ته تلونکي کسان وايي، تر اختر مخکې کرایې لوړې شوې دي. دوی پرون مشال راډیو ته وویل چې ډرېوران ګاډي لاین ته نه باسي او ځېنې یې دوه چنده او ان درې چنده کرایه غواړي. موږ د اډو له مشرانو او له ډرېورانو سره د خبرو هڅه وکړه خو هغوی انکار وکړ. د ځېنو مساپرو څرګندونې په ویډیو کې.




Pa.azadiradio.com 

ترکیه کې د امریکا سفارت مخې ته پر امنیتي پوستې ډزې شوي

له انقرې څخه راپورونه وايي، نن سهار وختي دغلته د امریکا د سفارت مخې ته پر امنیتي پوستې ډزې شوې دي، خو امریکايي چارواکو ویلي دي، څوک په‎کې ژوبل شوي نه‌دي. د ترکیې خبري اژانسونه وايي، له یو روان سپین موټر څخه چې د امریکا د سفارت د یوې امنیتي پوستې مخې ته په سرعت تېرېده، پر امنیتي پوستې د یوې لاسي وسلې څلور یا پنځه ډزې شوي. په انقره کې پولیسو ویلي، دوی په پېښه کې د ښکېل موټر په لټون بوخت دي. په ترکیه کې د لوی اختر د رخصتیو په مناسبت د امریکا سفارت په دې اوونۍ کې تړلی دی.

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان د نوي حکومت د کابینې ۲۱ غړو نن لوړه وکړه

د پاکستان د نوي حکومت د کابینې ۲۱ غړو نن لوړه وکړه. تر دې یوه ورځ مخکې د دې هېواد نوي انتخاب شوي صدراعظم عمران خان په یوه ټلوېزیوني وینا کې ژمنه وکړه چې حکومتي لګښتونه به کموي، درغلۍ به پای ته رسوي او عامه شتمني به بېرته پر ځای کوي. د پاکستان ولسمشر ممنون حسین نن په اسلام‌اباد کې د کابینې ۱۶ وزیرانو څخه لوړه واخیسته.  عمرا خان همدارنګه پنځه سلاکاران هم په خپله کابینه کې ټاکلي دي چې د هغوی د لوړې مراسم هم له نورو سره یوځای ترسره شول. د پاکستان د بهرنیو چارو نوي ټاکل شوي وزیر شاه محمود قریشي... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

نن دوشنبه ماښام افغان کرکت لوبډله له ایرلنډ سره سیالي کوي

ټاکل شوې چې د افغانستان او ایرلنډ د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د درېیو ۲۰ اوریزو سیالیو لړۍ نن دوشنبه ماښام اووه نیمې بجې د ایرلنډ په کوربه‌توب پيل شي. د افغانستان د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک نن ازادي راډیو ته وویل چې افغان لوبغاړي دغو سیالیو ته پوره چمتووالی لري او د ایرلنډ په وړاندې به ښې لوبې وکړي. د نوموړي د معلوماتو له مخې، نبي عیسې‌خېل، راشد خان او مجیب ځدراڼ چې د انګلستان په ۲۰ اوریزو سیالیو وایټلیټي بلاسټ کې په لوبو بوخت وو، له ملي لوبډلې سره يوځای شوي دي. افغانستان او ایرلنډ له دې وړاندې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د کونړ اوسېدونکو د ولسمشر له‌خوا د نوي اوربند هرکلی او ملاتړ وکړ

د ګونړ اوسېدونکي د ولسمشر محمد اشرف غني له‌خوا د لوی اختر په خاطر د اعلان شوي درې میاشتني مشروط اوربند ملاتړ کوي او له وسله‌والو طالبانو هم د ورته اقدام غوښتنه کوي. دوی وايي، په تېر کوچني اختر کې د حکومت او وسله‌والو طالبانو په اوربند کې يې له ډېرو کلونو وروسته په خوښۍ د اختر شپې ورځې تېرې کړې او اوس چې د لوی اختر په رارسېدو ولسمشر غني یو ځل بیا یو طرفه مشروط اوربند اعلان کړی، کونړیان‌يې ملاتړ کوي او له وسله‌والو طالبانو هم د ورته اوربند اعلانولو هیله لري. د دوی په خبره، په تېرو ۴۰ کلونو کې يې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د کونړ اوسېدونکو د ولسمشر له خوا د نوي اوربند هر کلی او ملاتړ وکړ

د ګونړ اوسېدونکي د ولسمشر محمد اشرف غني له خوا د لويی اختر په خاطر د اعلان شوي درې میاشتني مشروط اوربند ملاتړ کوي او له وسله والو طالبانو هم د ورته اقدام غوښتنه کوي. دوی وايي، په تېر کوچني اختر کې د حکومت او وسله والو طالبانو په اوربند کې يې له ډېرو کلونو وروسته په خوښۍ د اختر شپې ورځې تېرې کړې او اوس چې د لوی اختر په رارسېدو ولسمشر غني یو ځل بیا یو طرفه مشروط اوربند اعلان کړی، کونړیان يې ملاتړ کوي او له وسله والو طالبانو هم د ورته اوربند اعلانولو هیله لري. د دوی په خبره، په تېرو ۴۰ کلونو کې... Читать дальше...

Mashaalradio.com 

عمران خان وايي، قبایلي اصلاحات ژر عملي کوي

عمران خان وویل، هېواد یې ۲۸ زره اربه (۲۸ ټرېلیینه) روپۍ پوروړی دی چې د پرې کولو لپاره به یې نه یوازې د مالیو یا ټیکس نظام سموي بلکې د درغلیو ضد به اقدامات کوي


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus