Добавить новость


World News in Pashto
Ria.city


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer


Август
2018

Новости за 25.08.2018

Pa.azadiradio.com 

د میدان وردګو پولیسو درې کېلو هیرئین نیولي

د میدان وردګو ولایت پولیسو څه اندازه نشه يي مواد کابل ته د قاچاق پر مهال ونیول. په هغه خبرپاڼه کې چې د میدان وردګو ولایت د امنیه قومندانۍ له خوا آزادي راډیو ته لېږل شوې راغلي چې درې کېلو هیرویین او یوه کیلو شیشه پولیسو هغه مهال ونیول چې په یوه بس کې ځای پر ځای شوي او د هېواد له جنوبي ولایتونو څخه کابل ته قاچاق کېدل. موټر چلوونکی او ورسره همکار یې د قاچاق په تور نیول شوی او څېړنې دوام لري.

Mashaalradio.com 

په خوست کې د حکیم ټنیوال پارک

د خوست ځوانان او اوسیدونکي وايي، چې په یاد ولایت کې ډاډمن امنیت او د ښار په بیلابیلو سیمو کې د تفریح ځایونو او پارکونو جوړیدل د دې لامل شوي، چې د نورو کلونو په پرتله دا اختر ډېر په خوند او خوشالۍ سره ولمانځي.

Pa.azadiradio.com 

افغانستان د اسیا د کبډي فدراسیون د مرستیالۍ څوکۍ وګټله

د اسیا د کبډي فدراسیون د مشرتابه ټاکلو په انتخاباتو کې افغانستان د لومړي ځل لپاره د دغه فدراسیون د مرستیالۍ څوکۍ وګټله. د اسیا د کبډي فدراسیون د مشرتابه ټاکلو انتخابات د اندونیزیا په مرکز جاکارتا کې وشول چې د افغانستان د کبډي فدراسیون رئیس احمد فردین ضیايي وتوانېد چې په اکثریتو رأیو سره د اسیا د فدراسیون د مرستیالۍ څوکۍ خپله کړي. په دغو انتخاباتو کې جانادر سنګ ګهلوت له هندوستانه د دوهم ځل لپاره د ټولو په توافق د اسیا د کبډي فدراسیون عمومي رئیس وټاکل شو. د اسیا د کبډي فدراسیون د مشرتابه ټاکلو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

زرګونو روهنګیا مسلمانانو په برما کې په یوه اعتراض کې برخه واخیسته

زرګونو روهنګیا مسلمانانو په برما کې د دوی پر خلاف د ځپوونکو پوځي اقداماتو د یو کلنۍ په مناسب په یوه اعتراض کې برخه واخیسته. په میانمار یا برما کې پوځ ددې هېواد په راخین ایالت کې د روهنګیا مسلمانانو پر خلاف تېرکال ځپوونکي اقدامات وکړل چې له کبله یې سلګونه زره روهنګیا مسلمانان ګاونډي هېواد بنګله دېش کې د کډوالو کمپونو ته وتښتېدل. د کتوپالنګ په نوم د کډوالو په هغه کمپ کې چې د برما څخه بنګله دېش ته د تښېتدلو تر اتیازرو زیاتو کډوالو د کمپونو یوه برخه ده، اعتراض کوونکو په خپلو شعارونو کې ویل: "موږ... Читать дальше...

Mashaalradio.com 

اقبال اپریدی: د باړې او تیرا بیا بحالول غواړو

د خېبر قبایلي ضلعې د ۴۴ حلقې منتخب شوی د قامي اسمبلۍ غړی اقبال اپریدي مشال راډیو ته وایي چې د باړې او تیرا خلک له تېرو۱۰کالو راهیسې د بد امنۍ او پوځي عملیاتو ډېر ځپلې دي او موږ به هڅه کوو چې د دوی د بیا بحالې لپاره ګامونه پورته کړو.په دې اړه دا ویډیو وګورئ.

Pa.azadiradio.com 

د ۱۵۰ منتظرو کډوالو په اړه پر اروپایي ټولنې د ملګرو ملتونو غږ!

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې پر اروپايي ټولنې غږ کړی دی چې د هغو ۱۵۰ کډوالو مسؤلیت دې واخلي چې د ایټالیا د ساحل ساتونکو په یو کښتۍ کې منتظر دي. دې ادارې له ایټالوي چارواکو غوښتي چې سمدستي دې ۱۵۰ تنو کډوالو ته له کښتۍ د ښکته کېدو اجازه ورکړي. د ملګرو ملتونو د کډوالو کميشنر فیلیپو ګرانډي ویلي، نور د دې وخت دی چې د اروپايي ټولنې هېوادونه وړاندې وروسته کېدل پای ته ورسوي او د دې نتیجه را وباسي چې لږ تر لږه څوک د هغو خلکو مسؤلیت اخلي چې په سمندر کې ژغورل شوي دي. ګرانډي په یو بیان زیاته کړې: "دا... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د جرمني صدراعظمې له ازربایجان سره د کلکو اقتصادي اړیکو غوښتنه کړې

د جرمني صدراعظمې انګيلا مېرکل له ازربایجان سره د کلکو اقتصادي اړیکو غوښتنه کړې ده. نوموړې د شنبې په ورځ په باکو کې د ازربایجان د ولسمشر الهام عليیف سره تر کتنې وروسته او د دواړو لورو ترمنځ د رسمي خبرو تر پیل مخکې، په دې اړه څرګندونې کړي. ټاکل شوې ده چې داوړه مشران به د ارمنیا سره د نګورنو قره باغ د لانجمنې غرنۍ سیمې پر سر د ازربایجان د کړکېچ او د بشري حقونو په مسئلو خبرې وکړي. ازربایجان او ارمنیا له کلونو راهېسې خپلو کې د نګورنو قره باغ د سیمې پر سره کړکېچ لري. دا سیمه چې ازربایجان پورې تړلې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د کرویشیا ولسمشرې په بلخ کې د خپل هېواد له سرتېرو سره لیدلي

د کرویشیا ولسمشره افغانستان ته راغلې وه او هلته یې د خپل هېواد له هغو سرتېرو سره کتلي چې دلته د ناټو د قاطع ملاتړ د ماموریت په چوکاټ کې دنده ترسره کوي. د کرویشیا رسنیو راپور ورکړی دی چې کلویندا ګرابر کیتاروچیک پرون په مزار شریف کې د کرويشیايي سرتېرو پوځي کمپ ته ورغلې وه. مېرمن کیتاروچیک د خپل هېواد سرتېرو ته ویلي چې افغانستان، جنوب ختیځه اسیا او مرکزي اسیا لا هم له لوړو امنیتي ګواښونو سره مخ دي چې باید په وړاندې یې مبارزه وشي. نوموړې د خپل هېواد سرتېرو ته ویلي چې په افغانستان کې د دوی دنده ددوی د خپل هېواد د امنیت له ساتلو سره مرسته کوي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د کابل پولیسو ۷۳کېلوګرامه چرس نیولي

له نشه يي موادو سره د مبارزې پولیسو څه د پاسه اویا کېلو ګرامه نشه يي مواد کابل ته د قاچاقو پر مهال ونیول. د کابل ښار د دروازو د کنټرول قوماندان فریدون بختیار رسنیو ته وویل چې له نشه يي موادو سره د مبارزې ځانګړو پولیسو په ارغندۍ چوک کې ۷۳ کېلو ګرامه چرس هغه مهال ونیول چې په یوه بار وړونکي موټر کې ځای پر ځای شوي او د کابل یوه ګاونډي ولایت ته قاچاق کېدل. د یادونې وړ ده چې دوه کسان د دې موادو د قاچاقو په تور نیول شوي او د څېړنو لپاره عدلي او قضايي مرکز ته سپارل شوي دي.

Mashaalradio.com 

کابل: د ټاکنو کمېشن له مخې خېمې ليرې کړل شوې

د کابل امنیه قومانداني وايي، د انتخاباتو د مرکزي دفتر له مخې یې د اعتراض کوونکو خېمې لېرې کړي او د انتخاباتو خپلواک کمېسيون دروازې د کارکوونکو پر مخ خلاصې دي.




Mashaalradio.com 

بوسنيا: له جنګه تر امنه

بوسنيا هرزګوينا د يورپ په جنوب شرق کې پروت هیواد دی چې شاوخوا ۵۰ فيصده ابادي يې مسلمانان دي. بوسنيا په ۱۹۹۲م کې له پخواني يوګوسلاويا ازادي اعلان کړه چې په نتيجه کې يې د دغه هیواد اوسيدونکي د يو اوږد جنګ سره مخ شول. دغه جنګ، چې زرګونه خلک په کې ووژل شول، په ۱۹۹۵م کې ختم شو. مشال راډيو په دې ويډیويي راپور کې درښايي چې څرنګه د بوسنيا ولس له جنګه امن ته لار جوړه کړه.

Pa.azadiradio.com 

په هلمند کې ۱۵۰۰ د مېوو باغونه جوړېږي

د هلمند د کرنې ریاست په دغه ولایت کې ۱۵۰۰ د ميوو باغونه جوړوي. د دغه ریاست د پلان او پروګرامونو د برخې همغږي کوونکي سید رفیع الله قلم نن شنبه ازادي راډيو ته وویل، دامهال ۸ زره نیالګي دغو باغونو ته په پام کې نیول شوي. نوموړي وویل، دغه نیالګي د ولایت د کرنیزو چارو د ټولنې له لورې اخيستل شوي او په باغ لرونکو وېشل کېږي. د هلمند د کرنې ریاست وايي، تېرکال هم ورته پروګرامونه پلي شوي چې ښې پایلې یې درلودې. د دوی په وینا، دا ډول پروګرامونه د باغ لرونکو د اقتصاد د پیاوړتیا تر څنګ د ولایت د عوایدو په لوړولو کې هم مرسته کوي.

Pa.azadiradio.com 

د کندهار د هوايي ډګر پولسیو۲کېلوګرامه هیروئین نیولي

د کندهار د هوايي ډګر سرحدي پولیسو تر دوو کېلو ګرامو زیات هیرویین نيولي چې له چایو سره ګډ شوي و. له نشه يي موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز ویاند خالد موحد ازادي راډیو ته وویل چې یو تن دوه کېلو او ۷۵۸ ګرامه هیرویین تقريباً لس کېلو ګرامه شين چای کې ګډ کړي او په پام کې وه چې د کندهار د هوايي ډګر له لارې یې هند ته قاچاق کړي. کله چې چای د عدلي او قضايي مرکز په ځانګړي لابراتوار کې معاینه شو، نو معلومه شوه چې په چای کې هیرویین ګډ دي. په دې پېښه کې له نیول شوي کس څخه پوښتنې ګروېږنې روانې دي: ... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ارګ: ولسمشر غني په جلال اباد کې د نننۍ چاودنې څېړنه غوښتې

ارګ وايي ولسمشر محمد اشرف غني اړوندو ارګانونو ته لارښوونه کړې چې په جلال اباد ښار کې په سوله ییزو اعتراض کوونکو د نننۍ چاودنۍ موضوع وڅېړي. د ننګرهار ولایتي اداره وايي د شنبې په ورځ شاوخوا یوولس نیمې بجې د ټاکنو کميسیون مخې ته د جاوید زمان په پلوۍ په راټولو شویو اعتراض کونکو چاودنه شوې چې لږ تر لږه دوه کسان په کې وژل شوي او څلور نور ټپیان دي. د ولایت ویاند عطالله خوګياڼی وايي، چاودنه د ټاکنو کمېسیون مخې ته د جاوید زمان د پلویانو د پرلت خېمې سره شوې، خو نوموړی وايي چې د تلفاتو او د برید د نوعیت په اړه کره معلومات تر اوسه نشته. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

یادګاري: د نشه يي موادو د قاچاق په تور ۹۳کسان نیول شوي

له نشه يي موادو سره د مبارزې پولیسو ۹۳ کسان د نشه يي موادو د قاچاقو په تور ونیول. له نشه يي موادو سره د مبارزې معینیت ویاند اسدالله یادګاري ازادي راډیو ته وویل چې له نشه يي موادو سره د مبارزې پولیسو په ۱۹ ولایتونو کې د ۷۸ عملیاتو په ترڅ کې ۹۳ کسان د نشه يي موادو د قاچاقو او خرڅلاو په تور ونیول. له دوی سره په نیول شویو موادو کې هیرویین، تاریاک، چرس، الکولي مشروبات، تخمر شوي کشمش او څه اندازه کېمیاوي مواد هم شامل دي. په نیول شویو کسانو کې درې تنه یې د ملي پولیسو سرتېري او دوه کسان د ملي امنیت... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

راپورونه: وسله والو طالبانو د بګرام پر هوايي ډګر راکټي بریدونه کړي

راپورونه وايي چې وسله والو طالبانو د بګرام پر هوايي ډګر راکټي بریدونه کړي دي. د باګرام ولسوال سیف الله بیدار نن سهار ازادي راډیو ته وویل، وسله والو طالبانو تېره شپه د باګرام ولسوالۍ بالتو خېلو له سیمې پر باګرام هوايي اډې څو توغندي توغولي دي چې د نړیوالو ځواکونو له خوا په هوا کې له منځه وړل شوي او چاته یې زیان نه دی رسولی. ښاغلی بیدار وايي، دا په وروستۍ یوې اوونۍ کې درېیم ځل دی چې پر باګرام هوايي ډګر د وسله والو له خوا د توغندیو برید کېږي. وسله والو طالبانو بیا پر باګرام هوايي ډګر د تېرې شپې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

چارواکي: په جلال اباد کې چاودنې ۲ تنه وژلي او ۴ تپیان دي

د ننګرهار ولایتي اداره وايي، د شنبې په ورځ شااوخوا ۱۱ نیمې بجې د ټاکنو کمېسیون مخې ته چاودنه شوې چې مرګ ژوبله یې اړولې ده. د ولایت ویاند عطالله خوګياڼی وايي، چاودنه د ټاکنو کمېسیون مخې ته د جاوید زمان د پلویانو د پرلت خېمې سره شوې، خو نوموړی وايي چې د تلفاتو او د برید د نوعیت په اړه کره معلومات تر اوسه نشته. خو د عامې روغتیا ریاست مطبوعاتي مسؤل انعام الله مياخېل وايي چې د پېښې له ځایه د جلال اباد مرکزي روغتون ته دوه جسدونه او څلور ټپیان ور وړل شوي دي. مياخېل وايي، په ټپیانو کې د دوو تنو روغتيايي وضعیت نازک دی. Читать дальше...


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus