Добавить новость


World News in Pashto
Ria.city


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer


Август
2018

Новости за 05.08.2018

Pa.azadiradio.com 

په هرات کې د بار وړونکو موټرو په لسګونو چلوونکو مظاهره کړې

په هرات کې د بار وړونکو موټرو په لسګونو چلوونکو د هغه څه له کبله مظاهره وکړه چې دوى د خپلو جوازسيرونو د تمديد لپاره د حکومت فشار بللى دى. د دې مظاهرې له کبله د هرات عمومي سړک پرون شنبې تړلى و. اعتراض کوونکي وايي، کلونه کېږي جوازسيرونه يې تر وخت دېر دي او اوس د هغوى د تمديد لپاره پيسې نه لري. د والي وياند جېلاني فرهاد وايي، د باروړونکو موټرو چلوونکو دا غوښتنې غيرقانوني دي.

Pa.azadiradio.com 

په هرات کې د بار وړونکو موټرو لسګونه چلوونکو مظاهره کړې

په هرات کې د بار وړونکو موټرو لسګونه چلوونکو د هغه څه له کبله مظاهره وکړه چې دوى د خپلو جوازسيرونو د تمديد لپاره د حکومت فشار بللى دى. د دې مظاهرې له کبله د هرات عمومي سړک پرون شنبه تړلى و. اعتراض کوونکي وايي، کلونه کېږي جوازسيرونه‌يې تر وخت تېر دي او اوس د هغوى د تمديد لپاره پيسې نه‌لري. د والي وياند جېلاني فرهاد وايي، د بار وړونکو موټر چلوونکو دا غوښتنې غير قانوني دي.

Mashaalradio.com 

په جلال اباد کې ځانمرګې حمله شوې

خوږیاڼی وايي، د ملي اردو سرتېري د بهسودو له پله سره نېږدې څلور لاره کې مشکوکه ځانمرګی بریدګر پېژندلی وو او هغه ته یې غېږ ورکړې او د خلکو د ګڼې، ګوڼې له ځایه یې لرې وړی وو.

Mashaalradio.com 

د خوست خلک وايي، په لوی اختر کې دې ډز بند وشي

د اګست پر پنځمه، د خوست قومي مخورو، دیني عالمانو، مدني فعالانو او ځوانانو د یوې غونډې په ترڅ کې له افغان دولت او وسلوالو طالبانو وغوښتل، چې په لوی اختر کې دې دایمي اوربند وکړي او ستونزو ته دې د مخامخ خبرو اترو له لارې حل لارې پیدا کړي.

Pa.azadiradio.com 

بنګله دېش د مبايلونو د انټرنټي خدماتو د ځنډولو امر کړى

په بنګله دېش کې چارواکو د ٢٤ ساعتونو لپاره د مبایلونو د انټرنټ د بندولو امر کړى دى. دا د هغو اقداماتو برخه ده چې له يوې اوونۍ د محصلانو د پيل شويو اعتراضونو د ختمېدو لپاره شوي دي. د بنګله دېش د مخابراتو د تنظيم کمېسيون يوه چارواکي پرون وويل، د قانون نافذوونکو په داسې حال کې چې مظاهرې شديدې کېدې، د مبايلونو د انټرنټي خدماتو د ځنډولو امر کړى دى. عيني شاهدان او روغتيايي چارواکي وايي، پرون په پلازمېنه ډاکه کې وروسته له هغې تر ١٠٠ زيات کسان ټپيان شول چې پوليسو پر مظاهره چيانو رابړي مرمۍ وويشتلې. Читать дальше...




Pa.azadiradio.com 

الګیزینډر د سټي اوپن ټینس سیالیو کوارټر فاینل ته ووت

د جرمني د ټینس لوبغاړي الګیزینډر خپل ورور میشا زاریو ته په ماتې ورکولو سره د سټي اوپن ټینس سیالیو کوارټر فاینل ته ووت. د سما نیوز ویب‎پاڼې د معلوماتو له مخې په‎دغه لوبه کې الګیزینډر وتوانېد چې ۶ـ۳ او ۷ـ۵ په پایلې سره خپل ورور میشا زاریو ته ماتې ورکړي او د دغو سیالیو کوراټر فائنل پړاو ته ووځي. د دغو سیالیو په بله لوبه کې بیا امریکايي لوبغاړي جان ازنر بیا د خپل هم وطن لوبغاړي نوه رابن نه ماتې وخوړه. رابن په دغه لوبه کې ازنر ته ۶ـ۴ او ۷ـ۶ په وړاندې ماتې ورکړه او د دغو سیالیو ۱۶ غوره پړاوو ته ورسېده.

Pa.azadiradio.com 

نوروز منګل ملي او نورو لوبډلو ته د لار پيدا کېدو شرایط بیان کړل

د افغانستان کرکټ بورډ د ملي، الف، ایمرجنګ او يو شمېر نورو لوبډلو لپاره د لوبغاړو د ټاکلو په بهیر کې د شفافیت ترڅنګ د يو لړ نړیوالو معیارونو د پلي کولو خبره کوي. د کرکټ بورډ د غوراوي کمېټې مشر نوروز منګل نن یکشنبه په کابل کې يوې خبري ناستې ته وویل چې له دې وروسته به يوازې هغه لوبغاړي ملي او نورو لوبډلو ته لار پيدا کوي چې ټاکلي معیارونه او شرایط پوره کړي. ښاغلي منګل شرایط داسې بیان کړل: د افغانستان تابعیت باید ولري. ښه فټنس ولري. په داخلي سیالیو کې دوامداره ګډون ولري. په‎دغو سیالیو کې ښه ریکارډ ولري. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د جهان سپورټ لوبډلې د کابل د والیبال سیالیو اتلولي وګټله

د جهان سپورټ د والیبال لوبډلې د غلام حیدرجیلاني لوبډلې ته په ماتې ورکولو سره د کابل د والیبال سیالیو اتلولي وګټله. د افغانستان د بدني روزنې ریاست ویاند عارف پیمان نن یکشنبه ازادي راډيوته وویل چې په پایلوبه کې د جهان سپورټ د والیبال لوبډلې ۳ د ۲ په وړاندې د غلام جیلاني حیدر لوبډلې ته ماتې ورکړه. په‎دغو سیالیو کې د کابل ښار د والیبال ۷ کلبونو جهان سپورټ،غلام حیدر جیلاني، د کابل ښاروالۍ، سرې میاشتې، صوفي کلب، افغان ملي کلب او سروري الکتریک برخه اخېستې وه. د ښاغلي پیمان د معلوماتو له مخې دغه سیالۍ... Читать дальше...

Mashaalradio.com 

تحریک انصاف د انتخاباتو کمپاین لپاره ډیجیټل وسایل کارولي

اژانس لیکي، دا اپلیکیشن په ځانګړې توګه هغه مهال د پلویانو د رایې اچونې مرکزونو ته د بوتلو لړ کې ګټور ثابت شو چې د حکومت خپل د اطلاعاتو ورکولو لپاره ټیلي فوني نظام کې د انتخاباتو په ورځ لویې مسلې راغلې او نور ګوندونو ته یې زیان ورسوو.

Pa.azadiradio.com 

بشري حقونو کمېسیون: له تسلیم شوېو داعشیانو سره باید حساب وشي

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسيون وايي، د داعش ډلې له هغو جنګياليو سره بايد حساب-کتاب وشي چې په وروستيو کې افغان حکومت ته تسليم شوي دي. د دغه کمېسيون وياند بلال صديقي نن يکشنبه ازادي راډيو ته وويل: "بايد د قانون په رڼا کې له دوى پوښتنې-ګروېږنې وشي، پر دوى بايد قانون عملي شي، ځکه دوى د خپلو جنايتکارانو اعمالو مسؤل دي، د قربانيانو د کورنيو غړي هم له دغو کسانو سره د قانوني چلند غوښتنه لري." افغان پوځي چارواکو تېره اوونۍ د جوزجان په درزاب ولسوالۍ کې د داعش د ٢٥٠ غړيو د تسليمېدو خبر ورکړ.... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

پروان کې انتحاري حملې د ناټو قاطع ملاتړ د ماموريت ۳ غړي وژلي

په پروان ولايت کې ننني ځان وژونکي بريد د ناټو د قاطع ملاتړ د ماموريت درې غړي وژلي دي. دا خبره د امريکا متحدو ايالتونو پوځ نن يکشنبه په يوه اعلاميه کې کړې ده. په اعلاميه کې ويل شوي: "د قاطع ملاتړ د ماموريت درې پوځيان چې له افغان ځواکونو سره په ګډه ګزمه بوخت وو، په ځان وژونکي بريد کې ووژل شول." اعلاميه زياتوي چې په پېښه کې دوه افغان پوځيان او يو امريکايي سرتېرى ټپيان شوي دي. اخوا د چک جمهوریت تأیید کړه چې په دغه پېښه کې د دوی درې سرتېري وژل شوي دي. د دې پېښې په اړه چې مسؤليت يې وسله والو طالبانو منلى، څېړنې پيل شوي دي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

پکتیا: لجې منګل کې د طالبانو ډله ییز بریدونه پای ته رسیدلي

د پکتیا ولایتي چارواکي وايي، په لجې منګل ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو ډله ییز بریدونه پای ته رسیدلي دي. د پکتیا د والي ویاند عبدالله حسرت ازادي راډیو ته وويل، په دغو بریدونو کې هم وسله والو طالبانو او هم افغان پوځيانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده: "۲۳ تنه وسله وال طالبان وژل شوي او اته تنه نور یې ټپیان دي چې د د دوی ځينې جسدونه په ساحه کې پاتې دي، همدا راز افغان ځواکونو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده چې تر اوسه پورې موږ ته د څلورو تنو د افغان سرتیرو د شهادت خبر راکړل شوی." د والي وياند وايي، په دغو بريدونو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د پاکستاني پوليسو په عملياتو کې ١٧ مشکوک کسان نيول شوي

د پاکستاني پوليسو په عملياتو کې لږ تر لږه ١٧ مشکوک کسان نيول شوي دي. د پلټنې دغه عمليات د هغو کسانو د موندلو لپاره پيل شوي چې په شمالي سيمه ګلګت بلتستان کې د ١٢ ښوونځيو په سوځولو تورن دي. د ګلګت بلتستان په ديامير سيمه کې پر ښوونځيو دغه حمله د تېرې جمعې پر سهار شوې وه. د سيمې د محلي ادارې يوه وياند فيض الله فراق نن ازادي راډيو ته وويل، د مشکوکو کسانو د نيول کېدو لپاره د پوليسو عمليات پرون پيل شوي چې اوس هم روان دي: "دا د خپل ډول له مخې تر ټولو سخت عمليات دي. ټولې لارې تړل شوي او ورباندې کنټرول سخت شوى دى. Читать дальше...


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus