Добавить новость


World News in Pashto
Ria.city


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer


Август
2018

Новости за 22.08.2018

Pa.azadiradio.com 

ازادي سټوډیو - د نړۍ مهم خبرونه

د امریکا ولسمشر وايي د ده د انتخاباتي کمپاين د پخواني ریس او همداراز د پخواني مدافع وکيل په اړه وروستۍ پيښې له روسيې سره هيڅ تړاو نه لري. د امريکا د ملي امنيت سلاکار جان بولټن وايي، پر ايران بيرته بنديزونو د دغه هیواد پر اقتصاد سخت اغېز کړی دی.

Pa.azadiradio.com 

احمدي: افغان حکومت د مسکو په غونډه کې ګډون نه کوي

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، د مسکو په غونډه کې چې د افغانستان د سولې په اړه جوړېږي، ګډون نه کوي. د دغه وزارت ویاند صبغت الله احمدي نن ازادي راډیو ته وویل چې دا پریکړه کې له ولسمشر او نورو لوړ پوړیو چارواکو سره تر سلا مشورې ورسته شوې ده. ټاکل شوې چې شااو خوا دوه اوونۍ وروسته په مسکو کې د افغانستان د سولې په اړه غونډه چې طالبان هم په کې برخه اخلي،جوړه شي: "د افغانستان اسلامي جمهوريت له لسمشر او نورو لوړ پوړیو چارواکو سره مشوره شوې ده او وروسته پریکړه وشوه چې هر هغه څه چې د سولې بهیر... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

جرمني یو روسی وګړی د برید د پلان لرولو په تور نیولی

جرمني چارواکو یو روسی وګړی په دې هېواد کې د چاودونکو موادو پواسطه د برید د پلان لرولو په تور نیولی دی. جرمني څارنوالانو نن وویل ۳۱کلن ماګومد علي په برلین ښار کې نیول شوی او کور يې پلټل شوی دی. چارواکو ویلي دي نیول شوي کس په ۲۰۱۶ کال کې زیاته اندازه چاودونکي مواد په خپل اپارتمان کې ساتلي وو چې د برید لپاره ترې کار واخلي. ټاکل شوې ده چې د جرمني دعدل فدرالي محکمه سبا ته د تروریزم په شک د نیول شوي کس په قضیه کې خپل حکم صادر کړي.

Mashaalradio.com 

د پولیو واکسین شرعي جواز لري: ډاکتر قبله ایاز

د اسلامي نظریاتي شورا مشر ویلي ماشومانو ته د پولیو واکسین ورکول شرعاً جایز دي او دا خبره د پاکستان لویو عالمانو او دیني ادارو په بېلا بېلو فتواو کې کړې. ډاکتر قبله ایاز په کوټه کې مشال راډیو ته وویل چې میندې او پلرونه دې خپلو ټولو ماشومانو ته د ګوزڼ مخنیوي څاڅکي ورکړي او هغوی دې له ټولعمري معذورۍ وژغوري. له نوموړي سره لنډه مرکه په ويډیو کې وګورئ.

Pa.azadiradio.com 

امریکا وايي د ایراني چارواکو په چلند کې بدلون غواړي

د امریکا د ملي امنیت سلاکار وايي، واشنګټن په ایران کې د حکومت ړنګېدل نه غواړي بلکې د ایراني چارواکو په چلند کې د بدلون غوښتونکی دی. جان بولټن نن په بیت المقدس کې خبریالانو ته وویل د ایران د رژیم بدلول د امریکا پالیسي نه ده خو د نوموړي په خبره دا باید ښکاره وي چې موږ د ایراني رژیم په تګلاره کې لوی بدلون غواړو. بولټن په بیت المقدس کې له اسرایلي چارواکو سره د سیمې پر حالاتو خبرې وکړې. جان بولټن تر دې مخکې ویلي وو چې واشنګټن باید په ایران کې د رژیم د بدلون لپاره فشار راوړي. ټاکل شوې ده چې د امریکا... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د سوریې رژيم ته د لوېدیځو قدرتونو ګواښ!

لوېدیځ قدرتونو د سوریې رژيم ته ګواښ کړی چې بیا کیمیاوي وسلې ونه کاروي. امریکا متحده ایالتونو، فرانسې او بریتانیې د سوریې ولسمشر بشار اسد ته ګواښ کړی چې بیا کیمیاوي وسلې ونه کاروي لکه څنګه چې ده له مخالفینو تر کنټرول لاندې سیمو د نیولو لپاره پخوا کارولې دي. په یوه ګډه اعلامیه کې چې پرون ناوخته خپره شوې لویدیځو قدرتونو ویلي چې :"موږ قاطع یو چې که د اسد رژیم بیا کیمیاوي وسلې وکاروي عمل وکړو." د اسد د رژیم له خوا د ادلیب د نیولو لپاره سختې بمبارۍ او جنګ روان دی. په ادلیب کې له تېر کال راهیسې... Читать дальше...




Pa.azadiradio.com 

امریکا له سوریې د ایراني پوځیانو پر وتلو ټينګار کوي

امریکايي چارواکي له سوریې د ایراني پوځیانو پر وتلو ټينګار کوي. د امریکا د ملي امنیت سلاکار جان بولټن وايي له خپل روسي سیال به په خبرو کې له سوریې د ایراني پوځيانو د وتلو مسله یاده کړي. تمه ده جان بولټن سبا د اګست ۲۳ په جینیوا کې د روسیې د ملي امنیت له سلاکار نیکولای پتروشیف سره وګوري. دوی دواړه د امریکا او روسې د ولسمشرانو تر لیدنې وروسته لومړی وار سره ګوري هغه لیدنه چې پکې امریکا او اسرائیل له سوریې د ایراني پوځیانو د وتلو مسله مطرح کړه. له رویټرز خبري اژانس سره نن په یوه مرکه کې بولټن ویلي... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

روسيې د مرکزي افریقا له جمهوریت سره پوځي موافقه لاسلیک کړه

روسيې پرون د مرکزي افریقا له جمهوریت سره پوځي موافقه لاسلیک کړه. روسي رسنیو ویلي دي چې دا موافقه مسکو ته نېږدې د دولتونو د وسلو د نندارتون پر مهال د روسيې د دفاع د وزیر سرګې شویګو او د مرکزي افریقا د جمهوریت د دفاع د وزیر ترمنځ وشوه. دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې درې روسي خبریالان د مرکزي افریقا په جمهوریت کې مړه موندل شوي دي. د روسيې د دفاع وزیر ویلي دي چې دا موافقه به د دواړو هېوادونو ترمنځ په پوځي برخه کې همکارۍ ټینګې او زیاتې کړي. د مرکزي افریقا د جمهوریت زیاترې برخې د حکومت ضد وسله والو په کنټرول کې دي.

Mashaalradio.com 

په پاکستان کې نن لوی اختر لمانځل کېږي

په پاکستان کې د چهار شنبې پر ورځ په رسمي ډول د لوی اختر مراسم لمانځل کېږي. په اسلام اباد کې په فیصل جومات کې د لوی اختر لمونځ ادا شو چې پکې چارواکو او خلکو ګډون وکړ. دا ویډیويي راپور وګورئ.

Mashaalradio.com 

پاکستان کې نن لوی اختر دی

په پاکستان کې د چهار شنبې پر ورځ په رسمي ډول د لوی اختر مراسم لمانځل کېږي. د خېبر پښتونخوا په ځینو برخو کې ځايي خلکو د نورې اسلمي نړۍ د هیوادونو په شان د سه شنبې په ورځ لوی اختر کړی وو.

Pa.azadiradio.com 

دهقان: د کونړ په سرکاڼو کې د پاکستان توغندیز برید۲ماشومان وژلي

د کونړ په سرکاڼو ولسوالۍ کې د پاکستانیو پوځیانو توپچي بریدونو کې دریو ماشومانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.  د کونړ د امنیه قوماندانۍ ویاند فریدالله دهقان د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې تېره شپه د پاکستان پوځ د سرکاڼو ولسوالۍ شونکړۍ باندې د توپونو درې ګولۍ راویشتلي چې یوه یې پر کور لګېدلې چې پکې دوه ماشومان یې وژل شوي او یوه ماشومه ټپې شوې ده.  د۲۰۱۰ کال څخه د کونړ پرخاوره د پاکستان پوځ په لسګونه زره د توپونو ګولۍ راویشتلي چې پکې ولس ته ځاني او مالي زیانونه اوښتي دي.

Pa.azadiradio.com 

د مسکو د غونډۍ په اړه افغان چارواکو ته معلومات نه دي رسېدلي

افغان چارواکي وايي، د مسکو د راتلونکو خبرو اترو په اړه دوی ته تر اوسه رسماً معلومات نه دي رسېدلي او په اړه یې دریځ نه شي اعلانولی. د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند صبغت احمدي دا خبرې د سې شنبې په ماښام وروسته له هغې ازادي راډیو ته وکړي چې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر وویل، افغان طالبانو په هغو خبرو کې د روسیې له خوا د ګډون بلنه منلې ده چې ټاکل شوې ده د سیپټمبر د میاشتې په څلورمه نیټه مسکو کې وشي. د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي، په دې خبرو کې به پر روسیې سربېره، د افغانستان، پاکستان، ایران، چین او هندوستان استازي هم برخه ولري. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د مسکو د غونډی په اړه افغان چارواکوته معلومات نه دي رسیدلي

افغان چارواکي وايي، د مسکو د راتلونکو خبرو اترو په اړه دوی ته تر اوسه رسما معلومات نه دي رسیدلي او په اړه یې دریځ نه شي اعلانولی. د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند صبغت احمدي دا خبري د سه شنبې په ماښام وروسته له هغې ازادۍ راډیو ته وکړي چې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر وویل، افغان طالبانو په هغو خبرو کې د روسیې له خوا د ګډون بلنه منلې ده چې ټاکل شوې ده د سیپټمبر د میاشتې په څلورمه نیټه مسکو کې وشي. د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي، په دې خبرو کې به پر روسیې سربیره، د افغانستان، پاکستان، ایران، چین او هندوستان استازي هم برخه ولري. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

افغانستان د ایرلنډ خلاف خپله دویمه شل اوریزه لوبه کوي

د چارشنبه په ورځ​ افغانستان د ایرلنډ خلاف خپله دویمه شل اوریزه لوبه کوي. د دواړو ټیمونو ترمنځ ددې سیالیو لومړنۍ شل اوریزه لوبه د دوشنبې په ورځ د ایرلنډ په کوربه توب وشوه چې په کې افغانستان د ۱۶ منډو په توپیر ایرلنډ ته ماتې ورکړه.   د افغانستان د کرکټ بورد اجرائیه ریس شفیق الله ستانکزي ازادۍ راډیو ته د ننۍ دویمې شل اوریزې لوبې د اهمیت په اړه وویل: ” له ایرلنډ څخه د دویمې شل اوریزې لوبې ګټل موږ ته ډیر مهم دي. موږ باید د لوبو دا لړۍ وګټو او که درې د صفر په وړاندې یې وګټو لا به ښه شي. ځکه موږ... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

مایکروسافت د روسیې له خوا د هک کولو نوې هڅې موندلې

مایکروسافت شرکت ویلي دي، دوی د روسیې له خوا د هک کولو هغه نوې هڅې موندلې چې په نومبر میاشت کې د امریکا د کانګرس تر انتخاباتو مخکې یې د امریکا یو شمیر سیاسي ډلې هدف ګرځولي دي.   مایکروسافټ ویلي، د هاکرانو دا ډله چې د روسیې له حکومت سره تړاو لري، د انټرنیټ جعلي ادرسونه یا ډومینونه یې جوړ کړي چې په وسیله یې غواړي په واشینګټن کې د دوو هغو محافظه کارو څیړنیزو ادارو په نوم ځان معرفي کړي چې د کرمیلن منتقدان دي. دا شرکت وايي، روسي هاکرانو همدارنګه درې نور ډومینونه هم جوړ کړي چې داسې یې ډیزاین کړي لکه د امریکا په سنا پورې چې اړه ولري. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د ډنالډ ټرامپ مدافع وکیل منلي چې د مالي سرغړاوي تورونه قبول کړي

امریکايي چارواکي وايي، د امریکا د ولسمشر ډنالډ ټرامپ د اوږدې مودې شخصي مدافع وکیل منلي چې د انتخاباتي کمپاین د مالي سرغړاوي او نور جرمي تورونه قبول کړي. دا د ولسمشر ټرامپ لپاره یو بل لوی قانوني ګوزار ګڼل کیږي. د میشل کوهین له خوا پر ده د لګیدلو تورونو د منلو خبر د سه شنبې په ورځ په داسې حال کې خپور شو چې د امریکا د ولسمشر لپاره ستونزې په زیاتیدو دی. تر دې مخکې د ورځې په پیل کې د ویرجینیا ایالت په الکساندریه کې فیدرالي منصفه هییت د ټرامپ د انتخاباتي کمپاین پخوانی مشر پاول منافورټ د بانکي او مالي درغلیو په اتو قضیو کې مجرم وباله. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د ډونالډ ټرمپ مدافع وکیل منلې چې د مالي سرغړاوي تورونه قبول کړي

امریکايي چارواکي وايي، د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اوږدې مودې شخصي مدافع وکیل منلې چې د انتخاباتي کمپاین د مالي سرغړاوي او نور جرمي تورونه قبول کړي. دا د ولسمشر ټرمپ لپاره یو بل لوی قانوني ګوزار ګڼل کېږي. د مایکل کوهین له خوا پر ده د لګېدلو تورونو د منلو خبر د سې شنبې په ورځ په داسې حال کې خپور شو چې د امریکا د ولسمشر لپاره ستونزې په زیاتېدو دي. تر دې مخکې د ورځې په پیل کې د ویرجینیا ایالت په الکساندریه کې فیدرالي منصفه هییت د ټرمپ د انتخاباتي کمپاین پخوانی مشر پاول منافورټ د بانکي او مالي درغلیو په اتو قضیو کې مجرم وباله. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

آذربایجان البرټ وایلر ته اجازه نه ده ورکړې چې له میرکل سره باکو ته سفر وکړي

آذربایجان د جرمني د پارلمان یو غړي البرټ وایلر ته اجازه نه ده ورکړې چې راتلونکې میاشت کې باکو ته د سفر پر مهال د جرمني له صدراعظمې انګلا میرکل سره ملتیا وکړي. دا ځکه چې د جرمني د پارلمان دې غړي د نګورنو قره باغ سیمې ته د اذربایجان له اجازې پرته سفر کړی دی. د جرمني د حکومت ویاند سټیفن سایبرټ د سې شنبې په ورځ خبریالانو ته وویل، د اذربایجان چارواکي د نګورنو قره باغ د لانجمنې سیمې په اړه خبرو اترو کې همکاري نه کوي. په عین حال کې د اذربایجان د بهرنیو چارو وزارت په یو بیان کې ویلي، د وایلر نوم په... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

آذربایجان البرټ وایلر ته اجازه نه ده ورکړې چې مرکل سره باکو ته سفر وکړي

آذربایجان د جرمني د پارلمان یو غړي البرټ وایلر ته اجازه نه ده ورکړې چې راتلونکې میاشت کې باکو ته د سفر پر مهال د جرمني له صدراعظمې انګیلا میرکل سره ملتیا وکړي. دا ځکه چې د جرمني د پارلمان دې غړي د نګورنو قره باغ سیمې ته د ازربایجان له اجازې پرته سفر کړی دی. د جرمني د حکومت ویاند سټیفن سایبرټ د سه شنبې په ورځ خبریالانو ته وویل، د ازربایجان چارواکي د نګورنو قره باغ د لانجمنې سیمې په اړه خبرو اترو کې همکاري نه کوي.  په عین حال کې د ازربایجان د بهرنیو چارو وزارت په یو بیان کې ویلي، د وایلر نوم... Читать дальше...


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus