Добавить новость
World News in Pashto
Ria.city


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer


Август
2018

Новости за 24.08.2018

Pa.azadiradio.com 

د هلمند د سولې حرکت غړي نن له خنجانه د دوشي پر لور وخوځېدل

د هلمند د سولې حرکت غړي نن ، شنبه د سنبلې ۳ مه، له خنجانه د دوشي پر لور وخوځېدل.  د دې ولسي حرکت ویاند، بسم الله وطندوست پرون ازادي راډیوته وویل چې په دوشي کې به له خلکو سره د سولې او اوربند په اړه خبرې وکړي. بسم الله وطندوست: "د دوشي اوسیدونکي غواړي چې له موږ سره غونډه وکړي او پردې خبرې وکړو چې څرنګه ولس کولائ شي چې را پورته شي، روان حالت نه ووايي او د جګړې په ښکېلو خواوو فشار راولي چې له جګړې لاس واخلي. " بسم الله وطندوست وویل چې دحرکت شپړ غړي چې په سالنګ کې د هوا دخرابوالي له امله ناروغه شوي ول، له روغتونه رخصت شوي او ښه دي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

بولټن: د کوسووا او صربستان ترمنځ دجوړجاړي نښې لیدل کېږي

د امریکا د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار، جان بولټن  ویلي چې متحد ایالات د کوسووا او صربستان ترمنځ د ځمکې له تبادلې سره چې ددواړو هېوادونو لانجه پاي ته رسولائ شي مخالفت نه لري .   بولټن پرون ، جمعه د سنبلې ۲مه، د اوکراین په پلازمېنه ، کیف کې د ازادي راډیو دخبریال د پوښتنې په ځواب کې وویل چې داسې نښې لیدل کېږي چې ښايي د کوسووا او صربستان حکومتونو د داسې جوړجاړي په اړه خبرې کوي. جان بولټن وویل، دامریکا سیاست دا دی چې که دواړه حکومتونه د لانجې د حل لپاره په خپلو کې موافقې ته رسېدلائ شي، امریکا یې مخالفت نه کوي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

انګېلا مېرکل:د ارمنیانو قتلونه شریر جنایت و، باید هېر نه شي

د جرمني صدراعظمې ، انګېلا مېرکل وویل چې د ترکي عثمانیانو په دوره کې د ارمنیانو قتلونه "شریر" جنایت و او باید هېر نه شي. مېرکل پرون ،جمعه د سنبلې ۲مه ، له ګرجستانه د ارمنستان پلازمېنې یرووان ته ورسېده. د جرمني صدراعظمه د قفقاز دریو هېوادونو ته په سفر وتلې ده. مېرکل پرون په ارمنستان کې هغه یادګاري ځاي ته ورغله چې د ترکي عثمانیانو د واکمنۍ پرمهال د وژل شوو ارمنیانو په یاد جوړ شوی او د ارمنستان خلک د ارمنیانو د "قتل عام" څلی ورته وايي. مېرکل دې څلي ته د ګلانو ګېډۍ کښېښوده. د ارمنستان خلک وايي... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د کابل پولیس به نن د انتخاباتو د کمېسیون ددفتر مخې ته د تحصن خېمې ټولې کړي

د کابل امنیه قومانداني به نن ، شنبه د سنبلې ۳مه ، د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون د مرکزي دفتر مخې ته د تحصن خېمې ټولې کړي.   د کابل امنیه قوماندان، داود امین پرون ازادي راډیو ته وویل چې د ولایتي دفترونو له مخې به هم د تحصن کونکو خېمې ټولې کړي. امین وویل چې دانتخاباتو دخپلواک کمېسیون د مرکزي او ولایتي دفترونو مخې ته د تحصن خېمې له اجازې پرته او په غیرقانوني ډول درول شوې. د کابل امنیه قوماندان وویل، هېڅ څوک حق نه لري چې په دې ډول د انتخاباتو بهیر ته خنډ پېښ کړي. داود امین : "موږ ته امر شوی چې دا خېمې ټولې کړو. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

هسپانیه د دې هېواد د پخواني دیکتاتور هډوکي بل ځای ته لېږدوي

د هسپانیې حکومت پرېکړه وکړه چې د پخواني دیکتاتور ، فرانسیسکو فرانکو هډوکي د هغه له قبره وباسي او بل ځاي ته یې ولېږدوي.   د پرېکړې پر اساس، د فرانکو پر قبر جوړه شوې یادګاري ودانۍ به د هسپانیې د کورنۍ جګړې او د فرانکو د ظالم رژیم د قربانیانو په نوم شي. د هسپانیې د صدراعظم مرستیالې، کارمین کالوو پرون، جمعه د سنبلې ۲مه په مادرید کې دحکومت د دې پرېکړې داعلان پرمهال، خبریالانوته وویل: " زموږ په څېر پخې ډېموکراسۍ ته دا په هېڅ ډول د زغم وړ نه ده چې د دواړو خواو قربانیان په یوه ځاي کې وي او فرانکو لا... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

هسپانیې ددی هیواد د پخواني دیکتاتور هډوکي بل ځاي ته لېږدوي

د هسپانیې حکومت پرېکړه وکړه چې د پخواني دیکتاتور ، فرانسیسکو فرانکو هډوکي د هغه له قبره وباسي او بل ځاي ته یې ولېږدوي.   د پرېکړې پر اساس، د فرانکو پر قبر جوړه شوې یادګاري ودانۍ به د هسپانیې د کورنۍ جګړې او د فرانکو د ظالم رژیم د قربانیانو په نوم شي. د هسپانیې د صدراعظم مرستیالې، کارمین کالوو پرون، جمعه د سنبلې ۲مه په مادرید کې دحکومت د دې پرېکړې داعلان پرمهال، خبریالانوته وویل: " زموږ په څېر پخې ډېموکراسۍ ته دا په هېڅ ډول د زغم وړ نه ده چې د دواړو خواو قربانیان په یوه ځاي کې وي او فرانکو لا... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د هسپانیې حکومت د فرانسیسکو فرانکو هډوکي بل ځاي ته لېږدوي

د هسپانیې حکومت پرېکړه وکړه چې د پخواني دیکتاتور ، فرانسیسکو فرانکو هډوکي د هغه له قبره وباسي او بل ځاي ته یې ولېږدوي.   د پرېکړې پر اساس، د فرانکو پر قبر جوړه شوې یادګاري ودانۍ به د هسپانیې د کورنۍ جګړې او د فرانکو د ظالم رژیم د قربانیانو په نوم شي. د هسپانیې د صدراعظم مرستیالې، کارمین کالوو پرون، جمعه د سنبلې ۲مه په مادرید کې دحکومت د دې پرېکړې داعلان پرمهال، خبریالانوته وویل: " زموږ په څېر پخې ډېموکراسۍ ته دا په هېڅ ډول د زغم وړ نه ده چې د دواړو خواو قربانیان په یوه ځاي کې وي او فرانکو لا... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

له سويډنۍ خبريالې سره د هغو افغانانو په اړه مرکه چې په خاطر يې دوه چارواکي له دندې ګوښه شول

د جوهانا کارلسن په راپور کې د هغو افغان کوچنیانو په اړه راغلي چې ګواکي ورته په سويډن کې په کنفرانسونو کې د ګډون لپاره ويزې ورکړل شوي وې خو اوس دا کوچنیان د راپور په وينا ورک دي. دغه راپور همداراز یوې افغانې ښځې ته هم اشاره کوي چې ګواکي د یوه مشهوره جهادي څېرې سره تړاو لري

Pa.azadiradio.com 

۱۹۶۸: شوروي څرنګه د پراګ پسرلی نیمه خوا کړ

۵۰ کاله پخوا د شوروي پوځیان چکسلواکیا ته ننوتل او د هغو اصلاحاتو مخه یې ونیوله چې تازه په دې هیواد کې رامنځته شوي وو. دا اصلاح غوښتونکی غورځنګ د پراګ پسرلی ونومول شو- هغه پسرلی چې عمر یې لنډ و خو پر ټولنه یې ژور اغېز پرېښود.




Pa.azadiradio.com 

ازادي سټوډیو - د نړۍ مهم خبرونه

امریکا د پاکستان له نوي صدراعظم عمران خان غوښتي چې په پاکستان کې مېشتي تروریستي ډلې وځپي، سکاټ موریسن د اسټرالیا د صدارت د ترلاسه کولو لپاره د خپل ګوند رایې ګټلي دي او سعودي عربستان د حج زیارت کوونکو ته د خوب یو کسیزې خونې جوړوي. ازادي سټوډیو د شپې په اتو بجو له پیشګام ټلویزیون مه هیروئ.

Mashaalradio.com 

کوټه کې د قربانۍ غوښه په بازار کې پلورل کېږي

د بلوچستان په مرکز کوټه کې خیرات ټولونکو د لوی اختر په دریمه ورځ هم پر باچاخان چوک کې غوښې پلوري. دغه غوښې خیرات غوښتونکو له کورونو ټولې کړي دي.دغه بازار ته هغه خلک ورځي چې په اختر کې د قرباني کولو توان نه لري.په دې اړه دا ویډیويي رپورټ وګورئ.

Pa.azadiradio.com 

افغانستان او ایرلنډ نن خپله دریمه او وروستۍ شل اوریزه لوبه کوي

افغانستان او ایرلنډ نن خپله دریمه او وروستۍ شل اوریزه مسابقه کوي. افغان ملي کرکټ ټیم ددې سیالیو چې په ایرلنډ کې روانې دي، لومړنۍ دوه ګټلي دي. د افغانستان د کرکټ ملي تیم به له شل اوریزو مسابقو وروسته له کوربه ټیم سره درې یو ورځنۍ لوبې هم وکړي. د ایرلنډ له دورې وروسته به د افغانستان د کرکټ ملي تیم په راتلونکې سیپتمبر کې د اسیا جام په هېوادونو کې چې په متحده عربي اماراتو کې کېږي ګډون وکړي.

Mashaalradio.com 

خوست کې هر کال د اخترونو په لمانځلو کې ښه والۍ راځي

د خوست ځوانان او اوسیدونکي وايي، چې په یاد ولایت کې ډاډمن امنیت او د ښار په بیلابیلو سیمو کې د تفریح ځایونو او پارکونو جوړیدل د دې لامل شوي، چې د نورو کلونو په پرتله دا اختر ډېر په خوند او خوشالۍ سره ولمانځي.

Pa.azadiradio.com 

په بادغیس کې درې تنو پر یوې۲۵کلنې ښځې جنسي تېری کړی

د بادغیس ولایت په قادس ولسوالۍ کې دریو کسانو پر یوې ۲۵ کلنې ښځې ډله اییز جنسي تېری کړی دی. د بادغیس د امنيه قوماندانۍ ویاند نقیب الله امیني نن ازادي راډیو ته وویل دا پېښه د اختر په دوهمه ورځ شوې ده. ښاغلي امیني ویلي دا ښځه له خپل پلار سره په موټر سایکل د قادس ولسوالۍ د برنج سیمې ته روانه وه چې دریو کسانو پرې جنسي تېری وکړ. د بادغیس د امنيه قوماندانۍ وايي په دې پیښه کې د لاس لرولو په تور يې یو مشکوک کس نیولي او د دوه نورو لټون پیل شوی دی.

Pa.azadiradio.com 

د امریکا د بندیزونو په عکس العمل کې د روسیې نوې هڅه!

روسيې د امریکا د بندیزونو په عکس العمل کې ویلي دي چې له چین او ایران سره به ګډې هڅې وکړي چې په نړیوال تجارت په ځانګړي ډول د تېلو د پلورولو په برخه کې په ډالرو معامله بنده کړي. د روسيي د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال سرګې ریابکوف له انترنشنل افیرز مجلې سره په مرکه ویلي چې خبرې باید عملې بڼه غوره کړي او ډالر نور د دوه اړخیزو معاملو یوازینی وسیله نه وي. ایران چې د روسيي په شان پرې امریکا بندیزونه لګولي دي پر همدې اساس غواړي چې په مالي تبادلو کې له ډالرو کار اخیستل بند کړي. چین چې دا مهال له امریکا... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د هرات په کسهان ولسوالۍ کې ۳طالبان او دوه پولیس وژل شوي

د هرات په کهسان ولسوالۍ کې تېره شپه د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړه شوې ده. د هرات د امنيه قوماندانۍ ویاند عبد الاحد ولي ازادي راډیو ته وویل په دې جګړه کې درې طالبان او دوه افغان سرتېري وژل شوي دي. د نوموړي په خبره دوه نور سرتېري په دې جګړه کې وژل شوي دي. د هرات چارواکي وايي وژل شوو وسله والو د هرات او اسلام قلعه ترمنځ لوې لارې په نا امنیو او سړي تښتونو کې لاس درلود. وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه تبصره نه ده کړې.

Pa.azadiradio.com 

د افریقا د لوېدیځ په اوبو کې د تېلو یوه بېړۍ نادرکه شوې

د تېلو یوه لېږدونکي بېړۍ له ۱۹ سپرلیو سره چې ډېر یې د ګرجستان اتباع دي، د افریقا د لویدیځ په اوبو کې نادرکه شوې ده. دا هغه سیمه ده چې سمندري غله په کې فعال دي. د بېړۍ چلوونې هغه شرکت چې دا کښتۍ ورپورې اړوند ده وايي، له یوې اونۍ راهېسې ترې هېڅ خبر نه لري. چارواکو د اګست په ۱۴ مه نیټه ویلي و چې یاده کښتۍ د ګابون د لیبر ویل په ساحلي سیمه کې نادرکه شوې ده. کښتۍ په یو یوناني شرکت پورې اړوند وه او د لوم له سیمې لیبرویل ته روانه وه. د ګورجستان حکومت او د ورکې کښتۍ اړوند اړوند شرکت ویلي چې په سپرلیو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د شمالي قفقاز یوه اوسېدونکي په مسکو کې یو پولیس ټپي کړی

د شمالي قفقاز د نارامې سیمې یو اوسېدونکي پرون په مسکو کې پر یو پولیس ډزې کړي او ټپي کړی یې دی. بریدګر خپله هم په متقابلو ډزو کې ټپي شوی دی. د روسیې د څېړنو اداره وايي، بریدګر د بهرنیو چارو وزارت د ودانۍ مخې ته پر دوو پولیسو ډزې وکړې. د انټرفاکس خبري اژانس د چارواکو له قوله د بریدګر نوم رنات کناشیف یاد کړی او ویلي یې دي چې ۳۰ کلن دی او د روسیې د شمالي قفقاز د کابردینا بالکاریای ولایت اوسېدونکی دی. روسي خبري اژانسونو وروسته د پولیسو له قوله خبر ورکړ چې بریدګر په سر د ټپ له کبله ساه ورکړې. ... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

صربیا له روسي بېلتون غوښتونکو سره د همکارۍ په تور د ملېشو یو مشر نیولی

په صربیا کې د چیت نیک په نوم د ملېشو د یوې ډلې قوماندان براتیڅلاف ژیف کوویچ د صربیانو د یوې داسې ډلې د جوړولو په تور نیول شوی چې د اوکراین د حکومت له روس پلوو بېلتون غوښتونکو سره یې همکاري کوله. دا خبره د صربیا د کورنیو چارو وزارت کړې ده. دې وزارت ازادي راډیو ته ویلي چې تورن به د ۴۸ ساعتونو لپاره په توقیف کې وي او وروسته به له جنايي تورونو سره څارنوالۍ ته وپیژندل شي. ژیف کوویچ د اوکراین له خوا هم تر تعقیب لاندې دی ځکه داسې تورونه شته چې نوموړي د شپږ نور صربي اتباعو سره د اوکراین په ختیځ کې... Читать дальше...


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus