Добавить новость
World News in Pashto
Ria.city


Новости сегодня

Новости от TheMoneytizer


Август
2018

Новости за 21.08.2018

Pa.azadiradio.com 

خالد هوتک د اسیا په لوبو کې برنزو مډال تر لاسه کړ

خالد هوتک د اسیا په لوبو کې د ووشو سیالیو برنزو مډال تر لاسه کړ او سبا به پایلوبې ته د وتلو په خاطر لوبه کوي.   د خالد هوتک لوبه د پنځه شپیته کیلوګرامه په وزن کې د لاووس له لوبغاړي سره وه چې بلآخره بریا د افغان لوبغاړي په برخه شوه. تر دې مخکې خالد هوتک پرون د ووشو په لوبه کې د پاکستان لوبغاړی هم مات کړی و. د خالد هوتک لوبه به سبا د چین یا کوریا له لوبغاړي سره وي چې په ماتولو به یې د افغانستان په تاریخ کې لومړی وار د سرو زرو د مډال لوبه وشي. خالد هوتک د ووشو نننۍ لوبه د اسیا د پنځه څلوېښتو هېوادونو تر منځ وګټله. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ازادي سټوډیو - د نړۍ مهم خبرونه

واشنګتن یو ځل بیا پر پاکستان غږ وکړ چې په خپله خاوره کې د ترهګرو پناهځایونه له منځه یوسي. بل لور ته انقرې له واشنګتن څخه د سوداګرۍ نړیوال سازمان ته شکایت کړی. د یوشمیر نورو مهمو خبرونو ترڅنګ مو د ږیرو له سیالي هم خبروو

Mashaalradio.com 

د اګست ۲۱مې ویډیويي خبرونه

1- د کابل د نهې د ورځې بریدونه 2- د هند د کیریلا ریاست سیلاوونو تباه کاري 3- د هند تر انتظام لاندې کشمیر کې د اوبو لوبې

Mashaalradio.com 

نواز شریف اختر په زندان کې تېروي

د پاکستان ډان ورځپاڼه ليکي د دې هېواد پخوانی وزيراعظم نواز شريف،د ده لور مريم نواز او زوم رېټايرډ کېپټن صفدر به غټ اختر په جېل کې تېروي ځکه چې اسلام اباد هايي کورټ د ګل پر ورځ د دوی د خوشې کولو درخواستونه رد کړل.

Pa.azadiradio.com 

په کابل ښار د اختر په لومړۍ ورځ راکټي حملې

د کابل ښار په بېلابېلو سیمې د لوی اختر په لومړۍ ورځ وسله والو راکټونه وتوغول. د افغانستان د کورنیو چارو وزارت په دغه حملو کې د دوپولیس افسرانو د ټپي کېدل تائیدوي. تفصیل د ابراهیم صافی په راپور کې: ویډیو او ایډیټ: تمیم اخګر




Mashaalradio.com 

سږني اختر کې د څارویو بیې لوړې دي

د اسلام اباد د څارو منډیۍ کې خلک د قربانۍ د څارو د اخېستو لپاره راټول دي. ځینې یې وايي سږ کال د څارو بیې ډېرې لوړې دي. خو د څارویو پلورونکي بیا وايي، په مالونو یې ډېر لګښت شوی او څاروي نه خرڅيږي، خلک له دوی نه په تیټه بیه څاروي غواړي چې دوی یې په هغو بیو نه شي خرڅولی ځکه چې تاوان یې دی. له اسلام اباده د مشال راډیو خبریال راپور لري.

Pa.azadiradio.com 

طالبانو په کندز کې د نیول شویو مسافرو له ډلې۱۶۰تنه خوشې کړل

وسله والو طالبانو ۱۶۰ ملکي وګړي چې کندز ته نږدې یې، د کابل له لارې نیولي ول، خوشي کړل. یوه افغان چارواکي رویټرز خبري اژانس ته نن، سې شنبه د«زمري ۳۰» ویلې وسله والو طالبانو ۲۰ عسکر او پولیس ورسره بیولي دي. وسله والو طالبانو پرون۲۰۰ کسان چې له کندزه د کابل پر لور روان و، له موټرو کښته کړل. دا خبر د کندز د ولایتي شورا یوه غړي، غلام رباني رباني هم تائید کړی او ویلي یې دي چې وسله والو طالبانو ۲۰ پولیس او عسکر نامعلوم ځای ته بېولي دي. رويټرز وايي چې د وسله والو طالبانو دوو قوماندانانو د ملکي وګړو د خوشي کولو خبر تائید کړی دی.

Mashaalradio.com 

په خوست کې د لوی اختر لمانځنې روانې دي

د سې شنبې په ورځ د خوست چارواکو د یاد ولایت د مرکز اړوند د متون قوم په عیدګاه کې د لوی اختر د لمونځ د اداء کولو مخکې په خپلو ویناوو کې وویل، چې د افغان ولسمشر غني لخوا طالبانو سره په مشروط ډول د اوربند اعلان وښوده چې افغان حکومت په رښتیني توګه د جګړې د ختمولو او سولې د ټینګولو لپاره هڅې کوي.

Pa.azadiradio.com 

ولسمشر غني یو وار بیا د جګړې د بندېدو پر اهمیت ټینګار وکړ

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني یو وار بیا د جګړې د بندېدو پر اهمیت ټینګار وکړ. هغه نن سې شنبه د «زمري ۳مه» ولس ته د اختر په وینا کې پر کابل ښار ننیو راکټي حملو ته په اشاره وویل، افغانان د راکټ ګواښ ته نه تسلیمېږي. د ښاغلي غني د وینا پرمهال، د هغه له ږغ سره د راکټ د لګېدو ږغ هم اروېدل کېده. د رپوټونو پر اساس، نن پر کابل ښار ۱۲ راکټونه لګېدلي دي. د کابل پولیسو وايي چې یو راکټ ارګ ته نږدې او دوهم په کابل کې د امریکا سفارت او د ناټو قرارګاه ته نږدې لګېدلی دی. د تلفاتو په اړه ضد و نقیض رپوټونه خپرېږي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ایران یوه جنګي جېټ الوتکه جوړه کړې

ایران یوه جنګي جېټ الوتکه جوړه کړې چې ټول مواد یې د ایران کورنی محصول دی. د ایران دولتي ټلوېزیون نن سې شنبه د «زمري۳۰» د ایران ولسمشر، حسن روحاني ښکاره کړ چې د نوې جېټ الوتکې د پیلوټ په کابین کې ناست دی. دا د ایران د جنګي الوتکو د څلورم نسل برخه ده. د کوثر په نوم دا نوې جنګي جېټ الوتکه د ایران د ملي دفاعي صنعت په نندارتون کې ايښودل شوې ده. د ایران دولتي خبري اژانس، تسنیم ویلي چې دا الوتکه سل په سلو کې د هېواد دننه جوړه شوې او پرمختللې تکنالوژي او رادار سیسټم لري.

Pa.azadiradio.com 

د ولسمشر د خبرو پر مهال د ارګ شااوخوا راکټونه ولګېدل

د ولسمشر د خبرو پر مهال د ارګ شااوخوا راکټونه ولګېدل. د اختر له لمانځه وروسته محمد اشرف غني خلکو ته د اختر مبارکي ویله چې د شااوخوا لسو راکټونو غږ ووارېدل شو. د کورنیو چارو وزارت وایي، په دغه پېښه کې دوه کسان سطحي ټپیان دي او وسله وال د لومړۍ حوزې په مربوطاتو کې له امنیتي ځواکونو سره په نښته بوخت دي چې په خبره یې یو تن وسله وال له منځه تللی د. د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش څو شېبې وړاندې ازادي راډیو ته وویل چې په لومړۍ حوزه کې د وسله والو ډله ییز برید د حمله کوونکو په وژلو سره پای ته ورسېد... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

امریکا وايي ایران ته د جاسوسۍ په تور یې دوه تنه نیولي

د امریکا متحدو ایالاتو دوه ایراني وګړي تهران ته د جاسوسۍ په تور نیولي دي. د امریکا عدلیې وزارت پرون، دوشنبه د «زمري۲۹» وویل چې تورنو کسانو په امریکا کې د ایران د رژیم د مخالفو ډلو او د یهودانو د مرکزونو په اړه معلومات را غونډول. د عدلیې وزارت په وینا، یو نیول شوی وګړی احمد رضا محمدي دوستدار نومېږي چې ۳۸ کلن دی او د امریکا تابعیت لري. دوهم وګړی مجید قرباني نومېږي چې د امریکا په کالیفورنیا ایالت کې اوسېږي او۵۹ کلن دی.

Pa.azadiradio.com 

ټرمپ وايي پر روسیې د بندیزونو پر لېري کولو فکر نه کوي

د امریکا د متحدو ایالاتو ولسمشر، ډونالد ټرمپ پرون، دوشنبه له رویټرز خبري اژانس سره په مرکه کې وویل چې پر روسیې د امریکا د بندیزونو پر لېرې کولو فکر نه کوي. ټرمپ وویل، په هغه صورت کې پردې مسئله غور کولائ شي چې روسیه په اوکراین یا سوریه کې "هغه څه ورکړي چې امریکا یې غواړي." ټرمپ په سوریې او اوکراین کې د روسیې دخالت ته اشاره وکړه او ویې ویل چې امریکا او روسیه په خپلوکې د جوړ جاړي ډېره زمینه لري. ډونالد ټرمپ همدا راز څرګنده کړه چې د روسیې ولسمشر، ویلادیمیرپوتین تېره میاشت په هلسنکي کې د کتنې پرمهال،... Читать дальше...


Smi24.net — ежеминутные новости с ежедневным архивом. Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. Абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть —онлайн с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии. Smi24.net — живые новости в живом эфире! Быстрый поиск от Smi24.net — это не только возможность первым узнать, но и преимущество сообщить срочные новости мгновенно на любом языке мира и быть услышанным тут же. В любую минуту Вы можете добавить свою новость - здесь.




Новости от наших партнёров в Вашем городе

Ria.city
Музыкальные новости
Новости России
Экология в России и мире
Спорт в России и мире
Moscow.media










Топ новостей на этот час

Rss.plus