د فلسطين د فوټبال لوبډله کابل ته راورسېده
فلسطیني لوبغاړو ته پرون د جمعې په ورځ د حامد کرزي په نړیوال هوايي ډګر کې له کوزېدو وروسته، د افغانستان د فوټبال فدراسیون له خوا تود هر کلی وویل شو.
فلسطیني لوبغاړو وویل، خوښ دي چې په کابل کې دي او هیله لري چې د یکشنبې په ورځ به له افغان لوبډلې سره جالبه سیالي ولري.
د دواړو لوبډلو ترمنځ د افغانستان د خپلواکۍ د ۹۹ مې کليزې د نمانځنې په مناسبت، سبا د یکشنبې په ماښام دوستانه لوبه کېږي.
تر دې وړاندې په ۲۰۱۳ میلادي کال کې تر لسیزو جګړو وروسته د پاکستان د فوټبال لوبډله لومړنۍ لوبډله وه چې کابل ته د سیالیو لپاره راغلې وه.
هغه لوبه ۳ د صفر پر وړاندې د افغانستان په بریا پای ته رسېدلې وه.
افغانستان او فلسطین بیا له دې وړاندې دوه ځله سره مخامخ شوي چې يوه لوبه فلسطين ګټلې او دوهمه مساوي شوې ده.