د فریحې لویه هیله دا وه چې له بې ځایه شویو سره مرسته وکړي
۲۲ کلنه فریحه د آی ، او ، اېم یا د ملګرو ملتونو د کډوالۍ سازمان کارمنده وه چې په ننګرهار ولایت کې یې له راستنېدونکو او بې ځایه شویو سره مرسته کوله.
خو نوموړې د اسد د میاشتې په ۹ نیټه د ننګرهار ولایت د کډوالو په ریاست په ډله ایزه حمله کې ووژل شوه.