د ملګرو ملتونو پخوانی عمومي منشي کوفي عنان ومړ
عنان نن شنبه سهار د سویس د بیرن ښار په یوه روغتون کې مړ شو.
د عنان کورنۍ او د کوفي عنان فونډېشن په یوه بیان کې اعلان وکړ چې په خواشینۍ سره عنان د لنډې مودې ناروغۍ له امله نن ساه ورکړه.
عنان چې اصلي مېنه یې ګانا وه، تقریباً د خپل ژوند ټوله برخه یې په ملګرو ملتونو کې خدمت ته وقف کړې وه.
هغه لومړنی تورپوستی افریقایي و چې په ۱۹۹۷ میلادي کال د ملګرو ملتونو د سرمنشي په توګه غوره شو او تر ۲۰۰۶ میلادي کال پورې یې دوه دورې دغه دنده پرمخ وړې وه.
عنان او ملګرو ملتونو په ګډه د ۲۰۰۱ میلادي کال د نوبل د سولې جایزه د ښه نظم او د یوې نسبتاً سوله ییزې نړۍ لپاره د کار کولو په خاطر ګټلې وه.