چارواکي: د کندهار په شاوليکوټ کې ۴۵وسله وال طالبان وژل شوي
د کندهار د امنیه قوماندانۍ د ویاند مرستیال عبدالبشير خاکسار نن ازادي راډیو ته وویل چي امنیتي ځواکونو په تېرو ۲۴ساعتونو کې د کندهار په ارغنداب، شا وليکوټ، میوند او معروف ولسواليو کې له وسله والو طالبانو سره سختې جګړې کړي چې پر مهال يې ۴۵ وسله وال وژل شوي او ۲۷ نور ټپيان دي.
د خاکسار په وینا چې د یادو جګړو پر مهال پولیسو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.