په خوست کې څلور ټنه تاریخ تېر درمل او خوراکي توکي وسوځول شول
د خوست د عامې روغتیا مرستیال ډاکټر ګل محمدالدین محمدي ازادي راډیو ته وویل چې دوی په وروستیو دوو میاشتو کې دا ډول څلور ټنه توکي راټول کړي چې د اړوندو ادارو د مسؤلینو او رسنیو په شتون کې يې له منځه یووړل.
ښاغلي محمدي زیاته کړه:
"د دوو میاشتو په جریان کې د خوست ولایت د مختلفو دوکانونو او درملتونونو څخه مو څلور ټنه بې کیفیته تاریخ تېر غیر الکولي مشروبات، خوراکي توکي او تاریخ تېر دواء درمل د عامې روغتیا ریاست د قوانین صحي بررسي ټیم لخوا نه نیول شوي وو چې دادی نن مو عملاً له منځه یووړل."
د یادونې وړ ده چې د تاریخ تېرو او بې کیفیته درملو همدارنګه غیر معیاري خوراکي توکيو پیر او پلور د افغانستان د نورو سیمو په شان خوست کې هم له جدي ستونزو څخه ده، خو کتونکي وايي که چېرې دې کار د مخنیوي لپاره مسؤلین قوي اراده ولري، سرغړونکي مجازات او جریمه شي، نو په کم وخت کې يې مخه نیول کېدلی شي.