چارواکي: په بغلان کې ۱۷وسله وال طالبان وژل شوي
د بغلان امنیه قوماندان مل پاسوال اکرام الدین سریع ازادي راډیو ته وویل چې د بغلان د نن ورځې په نښتو کې چې په کیله ګي ۶ طالبان ووژل شول او ۹ نور ژوبل شول.
همداراز ۱۰ طالبان په مرکزي بغلان او بورکه ولسوالیو کې وژل شوي دي.
د بغلان د امینه قوماندان په وینا په دې نښتو کې ۷ امنیتي ځواکونه ژوبل شوي دي.
طالبانو تراوسه پورې د بغلان د نښتو په اړه څه نه دي ویلي.