د ننګرهار ولايت ویاند عطا الله خوږياڼی وايي، هغه نارينه (وسله وال) چې جګړه یې کړې وه او د ناتوانۍ له امله تسليم شوي دي، له دوی سره به قانوني چلند ترسره کېږي.
د خیبر سیاسي اتحاد د لواړګي د یوه ځوان وژنې او د یو شمېر کسانو ګرفتارۍ ضد احتجاجي پرلت د جنورۍ تر لومړۍ نېټې غځولی دی. د بېلا بېلو سیاسي ګوندونو مشرانو د ډېسېمبر پر ۲۹مه د لواړګي په باچا خان څلورلاره کې په وینا کې غږ وکړ چې حکومت دې یې غوښتنې ومني. انتظامیې د ډېسېمبر پر ۲۶مه په سیمه کې له قبایلي مشرانو سره په جرګه کې یو شمېر غوښتنې منلې وې او د بندي اتو کسانو خوشې کولو ژمنه یې هم کړې وه. ویډیويي رپورټ.
د ننګرهار اوسېدونکي او کاروباریان وایي، په دغه ولایت کې د حکومتي ادارو له خوا پر پاکستاني روپیو د معاملاتو تر مخنیوي وروسته، د افغانیو وړو بانک نوټونو کموالي یې کاروبار اغیزمن کړی دی.
د کواټ په تیرا بازار کې یو وړوکی مارکېټ دی چې پکې د بوڼ کټونه خرڅېږي. د مارکېټ دوکانداران وايي، په وروستیو کلونو کې د اوسپنې او پلاسټېک کټونو خرڅلاو زیات شوی ځکه چې ارزانه دي خو ځینې خلک اوس هم د لرګي او بوڼ کټونه اخلي. ویډیويي رپورټ.
د ډېسېمبر پر ۳۰مه، د پاکستان امنیتي او استخباراتي چارواکو د نوم نه ښودو په شرط مشال راډیو ته ویلي چې وسله والو د ډېسېمبر ۲۹مې شپې مهال مسود
د بندیانو د تبادلې په ترڅ کې د دواړو خواوو څه نا څه ۲۰۰ بندیان خوشې شول. راپورونه وايي، اوکراین د بندیانو د تبادلې پر مهال خپل ۷۶ کسان
په ۲۰۱۹م کال کې په پاکستان کې د مهمو پيښو په اړه ګل اياز د رويټرز اژانس بېلا بېلې ويډيوګانې راخيستي او راپور يې جوړ کړی دی.