د بونیر سواړۍ بازار یو زوړ تاریخ لري چې د ځايي مشرانو په وینا ښايي د نیکونو د وخت بازار وي چې له کلونو راهیسې د هر خالي په ورځ لګېږي او له لیرې لیرې ورته کاروباریان او ګاهکان د پېر او پلور لپاره ورته رادرومي. له بونیره د شبیر جان ویډیو راپور
رایټرز اژانس لیکي، د ټرمپ انتظامیې له پاکستان سره د امریکا پوځي روزنې او ښوونې د پروګرام د بحالۍ منظوري ورکړې ده.
د اروپا پارلېمان د یوه پرېکړه لیک په تصویبولو د افغانستان له لویې څارنوالۍ غوښتي چې په لوګر کې د ښوونځيو له ماشومانو د جنسي استفادې او ځورونې ادعاوو په اړه خپلواکه او بې طرفه څېړنه وکړي.
د خوست چارواکي وايي، چې تېره شپه د افغان ځواکونو لخوا د خوست ښار اړوند سیمه کې یو موټر بم او دوه کسان ورسره نیول شوي دي.
د قانوني چارو وفاقي وزیر فروغ نسیم د ډېسېمبر ۱۹مې پر ماخوستن په اسلام اباد کې خبري غونډې ته وویل چې د پخواني پوځي واکمن پروېز مشرف پر ضد
په بیان کې راغلي دي چې پر ځای د دې چې له قانوني لارې د فیصلې پر ضد درخواست شوی وای، پر هغې د پوځ د یوه افسر انتقاد دا "تاثر ورکوي" چې ګواکې د پاکستان "ادارې د پوځ تابع" دي.
په مردان کې د ښځو لپاره له جاپانه ډالۍ شوي اووه خصوصي بسونو کې پنځه بسونه درول شوي او یوازې له دوو بسونو کار اخیستل کېږي چې له کبله یې د لیرې پرتو سیمو مېرمنې او زده کوونکي له ډېرو ستونزو سره مخامخ دي. نور په ویډیو راپور کې.