د ډېسېمبر پر ۱۱مه، د پېښور د خبریالانو په مرکز کې یوه ناحکومتي سازمان د هندي فلمونو د نومیالي ستوري دلیپ کمار د زوکړې ورځ ولمانځله. د کلتوري میراث شورا (کلچرل هیریټېج کونسل) په نوم سازمان وايي، ۹۷ دلیپ کمار په پېښور کې زېږېدلی وو او د کلیزې لمانځلو موخه یې د پاکستان او هند ترمنځ کلتوري پیوستون دی. دوی غوښتنه وکړه چې حکومت دې د دلیپ کمار او بل ادکار راج کپور کورونه کلتوري میراث وګرځوي. ویډیو وګورئ.
محمد عدنان غواړي چې ښوونځي ته ولاړ شي او یوه ورځ ډاکتر شي. خو د کورنۍ خراب اقتصادي حالت له وجې د پېښور په شعبې بازار کې مستریتوب زده کوي. په همدې بازار کې د دوستي وېلفېیر ارګنایزېشن په نوم یوې خیریه ټولنې د ماشومانو لپاره سکول جوړ کړی دی چې عدنان هم ورځي. نور په ویډیو کې.
په سوات کې د دسمبر په يوولسمه د غرونو نړیوالې ورځ په مناسب سره د ښوونځیو زده کوونکو د صفايي لړۍ پېل کړه. په دې اړه ویډیويي راپور وګورئ.
د مشال تر رڼا لاندې بحث کې د پاکستان د بشري حقونو وضعيت ددې هېواد بشري حقونو سازمان هيومن رايټس کميشن اف پاکستان مرستيال مشر حبيب طاهر اېډوکېټ، په پېښور کې د مدني ټولنې سازمانونو شبکې پښتونخوا سول سوسايټي نېټ ورک مشر تيمور کمال او د بشري حقونو لپاره د پاکستان د قامي اسمبلۍ کمېټۍ کې د واکمن تحريک انصاف ګوند غړي سيف الرحمن سره څېړل شوي دي.
د افغانستان د خوست چارواکي وايي،چې د ملي امنیت ځواکونو د یاد ولایت مرکز اړوند سیمه کې د درنو وسلو یو زیرمتون کشف او له هغه څخه يې سلګونه فیره مرمۍ لاسته ورغلي دي.
د پاکستان ترهګرۍ ضد عدالت د جماعت الدعوه مشر حافظ سعيد د ترهګرو پر تمويولو تورن کړی دی. پر نوموړي د ۲۰۰۸م زکال د ممبۍ د حملو پلانولو تور دی چې دی ورڅخه انکار کوي.
په پاکستان کې د ترهګرۍ ضد یوه عدالت د جماعت الدعوه مشر او د هغه څلور ملګري د ترهګرو لپاره د پېسو برابرولو په مقدمه کې په رسمي توګه تورن کړي.
د خېبر پښتونخوا د وکیلانو هړتال د ډېسېمبر پر ۱۱مه هم دوام لري. دوی وايي، که حکومت په فوجدارۍ او دیواني قوانینو کې شوې نوې بدلونونه واپس وانخلي، له درو ورځو راهیسې روان کاربندیز به تر نامعلومې مودې وغځوي. ویډیويي رپورټ.
د پاکستان پيپلز پارټي شريک مشر بلاول بوټو زرداري له زندانه د هغه د پلار خوشي کېدلو لپاره د ضمانت منظورېدو هرکلی کړی دی.
د افغانستان پروان ولايت په باګرام کې د امريکايي ځواکونو د مېدان سره نيزدي يو ځانمرګي بريد کې يو کس وژل شوی او ۸۰ زخميان شوي دي.
امريکا د وزيرستاني ځوان نقيب الله مسود په وژنې تورن د پاکستاني پوليسو پر پخواني افسر راو انوار بنديزونه لګولي دي. دا اعلان پرون د امريکا د خزانې وزارت د بشري حقونو نړيوالې ورځې په مناسبت سره وکړ.