د ډېسېمبر پر اتمه، د خیبر پښتونخوا په سوات او پېښور کې د پښتون ملتپاله مبارز خان عبدالصمد خان اڅکزي ۴۶م تلین ولمانځل شو. په دې لړ کې تر ټولو لویه غونډه په سوات کې وشوه چې ورته د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مخکښو مشرانو د اڅکزي پر ژوند او هڅو ویناګانې وکړې. دوی وویل چې که پښتانه د "خان شهید" پر افکارو عمل وکړي نو له اوسنیو ستونزو خلاصېدای شي. د سوات غونډې په پای کې د یوه پرېکړه لیک له لارې په ننګرهار کې د ډاکتر تېڅو ناکامورا د وژنې غندنه وشوه. ویډیويي رپورټ وګورئ.
مسوولین وايي، دا ځل د افغانیو ترویج ځکه اسان دي، چې دوه کلدارې په یوه افغانۍ تبادله کیږي.
د بلوچستان حکومت وايي، په صوبه کې د بجلۍ د کمي پورته کولو لپاره پر داسې بېلا بېلو پروژو کار کوي چې ورسره به په صوبه کې د بجلۍ د کمي مسله هواره شي.
د روغتيا په برخه کې د هغه هېواد د وزيراعظم د سلاکار ډاکټر ظفر مرزا له خولې ليکلي چې عمران خان ټولو لومړیو وزیرانو ته ويلي چې د راتلونکی کمپاين مشري دې پخپله وکړي.
د روغتيا په برخه کې د هغه هېواد د وزيراعظم د سلاکار ډاکټر ظفر مرزا له خولې ليکلي چې عمران خان ټولو لومړیو وزیرانو ته ويلي چې د راتلونکی کمپاين مشري دې پخپله وکړي.
یوه مختصره خو پر وقاره دعاییه غونډه کې ډاکټرناکامورا ته درناوی وړاندې کړ. په دې غونډه کې د چارواکو ترڅنګ د نوموړي د کورنۍ غړو هم برخه واخېسته.
د مومندو د پړانګ غار په بېلا بېلو کلیو کې پر زرګونه جریبه ځمکه د ټماټرو پټي دي. ټماټر په ځینو سیمو کې باټینګر، په ځینو کې سره باتینګړ او په ځینو کې یې رومیان هم بلل کېږي چې په وروستیو کې یې په پاکستان کې بیه خورا لوړه شوې. همدا لامل دی چې د پړانګ غار کروندګر خوشاله دي چې دا ځل ښايي زیاته ګټه ولري. ویډیو وګورئ.
د کوټې ښار لویدیځ لوري ته غر "جبل نور" نومېږي چې د قران او نورو اسلامي کتابونو د میلیونونه پخوانیو او ضعیفو نسخو خوندیځای دی. پر ۱۹۹۲ز کال د نسخو خوندي کولو چارې د کوټې یوه وګړي حاجي ولي محمد پیل کړ چې له وصیت سره سم، تر مړینې وروسته هم هلته ښخ شوی دی. سلانیان جبل نور ته د دیني کتابونو د تاریخي نسخو لیدو او عبادت ته ورځي. ویډیويي رپورټ.
د ننګرهار د اچين ولسوالۍ يوه مېرمن وايي داعش يې دوه غبرګ زامن په يوه ورځ د ماشومانو په مخ کې ووژل. هغې ته ګڼ يتيمان پاتې دي. نوموړې وايي دومره ظلم ورسره شوی که دغه وسله وال په مخه ورشي نو په تبرګي به يې ووهي. نور حال يې په دې ويډيو کې وګورئ.
ټيليفوني خبرو کې اختر مینګل او جهانګیر ترین په دې سلا شول چې د دواړو غاړو مرکچيان به د ډېسېمبر پر ۱۰مه نېټه په ملاقات کې دا خبرې څېړي.
حکومت د ناقانونه پیسو د څار نړیوالې ادارې له خړ لیسټ څخه د لرې کېدو په لړ کې د ۱۱۳ مدرسو انتظامي کنټرول اخیستو ترڅنګ ځيني نور ګامونه هم پورته کړي
په پاکستان کې د عمران خان پر حکومت نیوکې کېږي چې د تېرو څو کلونو پرتله اوس ګراني ډېره زیاته شوې ده او د خلکو ژوند یې له کړاوونو سره مخ کړی دی.
روټیرز او ای اېف پي خبري اژانسونو لیکلي چې اور د لاسي بیکونو یا دستکولونو د جوړولو په یوه شپږ پوړیزه فابریکه کې لګېدلی او هغه مهال ځیني مزدوران ویده ول.
د امريکې او طالبانو تر منځ پرون د خبرو د بيا پېلېدو په اړه افغان چارواکي وايي امريکايي او افغان حکومت په دې سلا دي چې مذاکرات بايد اوربند ته لار هواره کړي. د دوی په وېنا په دې اړه هر اخيستونکی ګام بايد د کابل او واشنګټن ترمنځ تر همغږۍ وروسته وشي. ويډيو: اې ايف پي