نيزدي دوه کاله مخکې په کراچۍ کې د پولیسو له خوا وژل شوي وزيرستاني ځوان نقیب الله مسود د پلار تر پروني مرګ وروسته د هغه وکيل وايي هيله لري چې عدالت په دې اړه روانه مقدمه کې ژر تورنو کسانو ته سزا ورکړي.
د پاکستان اپوزېشن ګوند پيپلز پارټي شريک مشر بلاول بوټو زرداري وايي د پوځ د دندې مودې غځولو لپاره د قانون جوړول يو لوی امتحان دی.
په کوټه کې د عبدالصمد خان اڅکزي ۴۶ تلینغونډې ته د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي او د جمعیت علماء اسلام مشر مولانا فضل الرحمان په خپلو ویناګانو کې وویل، چې"صمد خان شهيد په خپلو قربانو تاريخ رقم کړی دی." په دې اړه له کوټې د ایوب ترین ویډيو راپور
مدني فعال او استاد عمار علي جان چې پرې د بغاوت مقدمه هم شوې ده، د دیسېمبر پر دوهمه یې مشال رېډيو ته وویل، دوی د زدهکونکو د جایزو غوښتنو لپاره ورغوڼد شوی وو چې پکې حکومت پر شپږو کسانو د بغاوت مقدمه درج کړه.
په کوټه کې یوه ناحکومتي اداره د بېوزله او یتیمو ماشومانو پالنه کوي. دا اداره د اېس او اېس چلډرنز وېلېچ یا د ماشومانو کلي په نوم استوګنځی لري چې پکې لسګونه ماشومان اوسي. دا سرپناه په ۲۰۰۴ز کال کې جوړه شوې وه چې پکې مېشت ماشومان وايي، د خویندو، وروڼو په څېر اوسي. ویډیويي رپورټ.
د اڅکزي په وینا د پښتنو په سیمو کې شته معدنیات د پښتانه قام دي او دوی به یې هېچا ته د شوکولو اجازه ورنکړي.
رویټرز خبري اژانس د هغه کس په اړه لیکنه کړې ده چې په لندن کې یې پر خلکو د چاقو برید کړی وو او بیا پولیسو وژلی وو.
د قامي اسمبلۍ غړي عرفان علي لغاري وايي، دا رنګ پېښې په سیند کې ډیرې زیاتې شوي دي چې د مخنیوي لپاره به يې ګامونه پورته کوي.