امريکا د ډېسېمبر پر ۱۸مه پاکستان د مذهبي ازاديو د ځانګړيو اندېښنو د هېوادونو په لېسټ کې اچولی وو. پاکستان د ډېسېمبر پر ۲۴مه په يوه بيان کې د امريکا دا ګام غندلی او دا يې "يو اړخيزه، بې منطقه او مشکوکه" ګرځولی دی. د مشال تر رڼا لاندې بحث کې په پاکستان کې د مذهبي ازاديو د وضعيت جاج اخيتسل شوی. د پاکستان د اقليتونو د فوم مشر رادېش سنګ ټوني او د پاکستان اسلامي نظرياتي کونسل مشر ډاکټر قبله اياز د بحث مېلمانه دي.
په سروې خپرونه کې دا اوونۍ د خیبر ضلعې د لنډيکوتل اوسېدونکې جمایما اپرېدۍ مېلمنه ده.
پر پاکستان زیاتره وخت هلته د لږکیو سره د توپیري چلند او پېغمبر ته سپکاوي په قانون کې د مرګ په سزا انتقادونه کیږي.
د پاکستان سرښار اسلام اباد په یوه کلیسا کې عیسویان کریسمس لمانځي. په ټوله نړۍ کې عیسویان هرکال د ډېسېمبر پر ۲۵ د حضرت عیسی (ع) د زوکړې ورځ لمانځي. په دې اړه دا ویډیو راپور وګورئ.