د تېڅو ناکامورا ژوند ته کتنه په افغانستان کې د وژل شوي جاپاني ډاکټر تېڅو ناکامورا کورینۍ د هغه د مړي ترلاسه کولو لپاره د جمعې پر ورځ کابل ته ورسیده. نوموړی د ډیسمبر پر ۴مه په جلال اباد کې وژل شوی و. د هغه ژوند او کار ته ظفرخان په دې ویډیو کې کتنه کړې ده. اېډیټ هدایت سلطاني
د پاکستان د وفاقي حکومت اتحادي او د بلوچستان نشنل ګوند مېنګل ډلې مشر وايي، په بلوچستان کې د بشري حقونو تر پښو لاندې کېده لا زیات شوي دي.
مسلم لیګ ن تور پورې کوي، چې وزیر اعظم د الیکشن کمېشن د مشر په مقرررولو کې د دوی تجویزونه په پام کې نه نیسي.
دا خبره د قاضي وقار احمد سېټ په مشرۍ د اسلام اباد یوه ځانګړي عدالت پر داسې مهال وکړه چې حکومت د قضیې لپاره د خپلو نویو وکیلانو ډله وټاکله.
د ایران لپاره د امریکا ځانګړی استازی براین هوک وايي، په ایران کې د وروستیو مظاهرو په ترڅ کې ښايي امنیتي ځواکونو له زرو زیات کسان وژلي وي.
د دسېمبر پر شپږمه د خوست ښار د سبزي منډيي لوري کې نوی جوړیدونکی څلور لاری د ولایتي ادارې لخوا د بشرپال جاپاني، ډاکټر تېڅو ناکامورا په نوم ونومول شو.
د ازادي راډیويي مجلې نننۍ ګڼه مو په لاندې هنري او فرهنګي مسایلو راښکلې کړې ده:
د دیسېمبر پر پنځمه د کوټې پر جناح سړک ارټ کونسل کې د ۴۷ انځورګرو لخوا انځورونه نندارې ته وړاندې شوي دی. په دغو انځورونو کې د ښځو پر وړاندې د ځورونې ضد پیغامونه هم ورکړل شوی دي. په دې اړه د صمد شبنم ویډيويي رپورټ وګورئ.
نړیوالو مطبوعاتو د افغانستان په ننګرهار کې د جاپان د مرستندویه موسسې د رئیس تېڅو ناکامورا وژل کېدو ته ډېر پام اړولی دی.
د بنو کالج پښتو څانګه کې د دسېمبر پر پنځمه یوه غونډه وشوه چې په کې چارواکو، خبریالانو، مدني فعالانو او زده کوونکیو د قبایلي سیمې په پښتونخوا ورګېدو وروسته د ځوانانو پر ستوزه خبرې وکړې. په دې اړه د عمر وزیر ویډیويي رپورټ وګورئ.
د ډاکتر ناکامورا د خیریه بنسټ د یوه استازي له خولې ویلي چې د ناکامورا میرمن، مشره لور او د هغه مرستندویه ټولنې چې ناکامورا ورته کار کاوه درې غړي د جمعې په سهار کابل ته تللي، چې د هغه ډاکتر مړی یوسي.
د پاکستان د اساسي قانون له ۲۱۷مې مادې سره سم، د انتخاباتي کمېشن د مشر پر چوکۍ هغه وخت ځای ناستی ټاکل کېږي چې د یادې ادارې د مشر چوکۍ یا خالي وي او یا یې هم مشر غیر حاضر وي یا له کومې بلې وجې کار نه شي کولای.
په اسلام اباد کې د سياسي چارو شنونکې او سياستوال افراسياب خټک وايي حکومت کوښښ کوي چې رسنۍ په خپل کنټرول کې وساتي.
د خيبر پښتونخوا په کلیوالو سيمو کې د ژمي له راتلو سره ګاڼۍ هم چالانې شي. د چارسدې په يوه کلي د ګوړې جوړېدل درښیو.