په تېرو اوو ورځو کې د پنجاب په صوبه کې دا دویم وکیل دی چې لادرکه کیږي. د ډیسمبر پر لسمه له اوکاړې یو بل وکیل شفیق احمدخان اېډوکېټ هم نامالومه کسانو وړی چې تراوسه بې درکه دی. شفیق ایډوکېټ پر ټولنیزو رسنیو د ورکو خلکو او بشریي حقونو په ملاتړ کې لیکنې کولې.
۷۲ کلن انور بېګ د بونېر پیربابا اوسېدونکی لیکوال دی چې د تاریخ، نثر او شعرونو یې۵۲ کتابونه لیکلي دي چې د (پښتانه او کسبګر) په نوم پر نوی کتاب هم کار کوي. نوموړي د پیر بابا جومات په یوه کوټه کې ژوند کوي او د پیر بابا ۱۳زوی دی. د نوموړي وینا ده، که پښتو ونه لیکل شي او په ښونځیو کې ونه ښودل شي نو ممکنه زموږ له راتلونکې نسله هېره شي. نور حال د شاهنواز ترکزي په دې ویډیويي راپور کې.
اسوشېیټید پرېس لیکي، د هند سپریم کورټ د ډېسېمبر پر ۱۸مه د شهریت په اړه د نوي قانون اورېدنه د جنورۍ تر ۲۲مې پورې ځنډولې ده.
د چین - پاکستان اقتصادي راهدارۍ پروژې پانګونه تر شپېته اربو ډالرو اوښتې ده. د پاکستان چارواکي ورته خوشاله دي چې دا به يې هېواد د پرمختيا په لور روان کړي خو کارنيګي اينډوومينټ څيړنيزې ادارې ليکلي چې د چين پراختيا غوښتنه پاکستان ته ستونزې جوړولی شي.
د پاکستان پوځ د يو خصوصي عدالت لخوا د دې هېواد پخواني پوځي واکمن ته د مرګ سزا اورولو باندې توند غبرګون څرګند کړی دی.
دا سرمشريزه چې د ماليزيا په سرښار کولالمپور کې راجوړېږي د شلو مسلمانو هېوادونو مشران او لوړپوړي استازي پکې ګډون کوي.
د پاکستان ځانګړي عدالت د ډېسېمبر پر ۱۷مه نېټه ددې هېواد پخواني پوځي امر جنرال مشرف ته د ايين ماتولو او غدارۍ په مقدمه کې د مرګ سزا اورولې وه.ايا د عدالت پر فيصله به عمل وشي او که نه؟دا او نورې پوښتنې د مشال تر رڼا لاندې کې د پېښور های کورټ وکيل سنګين خان او په پېښور کې خبريال او سياسي څېړونکي محمود جان بابر سره بحث شوې دي.
د جګړې له زياتېدو سره نورو ګواښونو لکه د ناامنيو پراخېدو زيات کسان له خپلو مېنو کډې کولو ته مجبوره کړي دي.
د افغان سولې لپاره د امریکا خاص استازی زلمی خلیلزاد کابل ته راغلی او له افغان چارواکو سره ګوري.