په پاکستان کې خلک هر کال په ژمي کې د ګيس او په اوړي کې د بجلۍ کموالي سره مخ وي چې پرضد يې کله نا کله احتجاجي مظاهرې هم کوي.
د چارسدې په ابازو کې د مالټو باغونه رسېدلي دي. د یو باغ مالک وايي، دا مالټې د خیبر پښتونخوا ترڅنګ پنجاب ته هم وړي چې هلته په منډیو کې خرڅېږي. نور په ویډیو کې.
د هند وزیر اعظم نرېندرا مودي یو وار بیا د شهریت قانون اړولو دفاع وکړه او ویې ویل چې دا بدلون د هندي وګړیو او په تېره له مسلمانانو سره هېڅ اړه نه لري.