د بشري حقونو فعالانو، د دسمبر پر دریمه، په پېښور کې مظاهره وکړه او له حکومته یې د یو مدني فعال او د نېشنل ګوند د یو پخواني مشر ادریس خټک د زر تر زره خوشې کېدوغوښتنه وکړه. په دې اړه د غلام غوث ویډیويي رپورټ وګورئ.
خبري اژانس لیکي چې افغان ځواکونو د امریکايي ځواکونو په مرسته په ننګرهار کې بریالي عملیات ترسره کړي او چارواکیو دغه سیمه د اسلامي دولت وسله والو نه پاکه ګرځولې ده.
د نومبر پر۲۹مه د پاکستان په بېلا بېلو برخو کې زده کوونکیو د دوی په یونین د قدغنونو، جنسي زورونو او فیسونو کې د زیاتوالي پرضد لاریونونه ترسره کړل. د زده کوونکو لاریونونو تر شا څه دي؟ او تر اوسه ریاست د دغه ستونزو په هواري کې ولې پاتې راغلې دی؟ په دې اړه د کرښې پر غاړه کې بحث کوو. کوربه شاهین بونیری دی.
د دسېمبر پر دريمه په ټوله نړۍ کې د معذورانو ورځ لمانځل کېږي. په خېبر پښتونخوا کې داسې ډېر معذوران شته چې خپل ځان معذوره نه ګڼي. هغوی د روغو خلکو په څېر د ژوند تېرولو هڅه کوي. په دې اړه د عظمت علي شاه ویډیويي رپورټ وګورئ.
د نقیب الله مسود پلار محمد خان مسود جنازه نن په ټانک کې وشوه او مړی به یې په خپل پلرني ټاټوبي د جنوبي وزیرستان په مکین کې خاورو ته سپارل کېږي. د محمد خان مسود په جنازه کې ځینو ګډونوالو وویل چې خپل زوی د انصاف اخېستلو ارمان یې ګور ته یووړ. دوی وايي چې تر هغو به په ارام نه کښېي چې د نقیب مسود کورنۍ ته یې انصاف نه وي راوړی. عمر وزیر پرې ویډیو رپورټ لري.
په پاکستان کې صحافتي تنظیمونو او صحافیانو د احتجاجیانو دا عمل غندلی او وايي باید د دا رنګ احتجاجونو مخه ونیول شي.