د خیبر پښتونخوا په بونېر کې د مرمرو په کانونو او کارخانو کې کارکوونکي وايي، حکومت دې یې اړتیاوې پوره کړي او ورته دې سهولیات ورکړي. دوی وايي، په کانونو کې کارکوونکي مزدوران کله نا کله مړه یا ژوبل شي او بیا یې د کورنیو ساتلو څوک نه وي. ویډیويي رپورټ.
په کراچۍ نجونه د موټر سایکلو چلولو زده کړې کوي. دوی وایي، په ښار کې د موټرسایکل سپرلۍ اسانه او ارزانه خو یوازې سړي یې چلوي. نجونه وایي، پر موټرسایکل به کالجونو او پوهنتونو ته ځي او هم به د اړتیا پر وخت د کور نور غړي له یو ځایه بل ته وړي. تفصیل په وېډیو کې
منصور احمد د پیربابا سیمې اوسېدونکی دی چې د سرطان ناروغۍ له وجې ډاکترانو ورڅخه پښه غوڅه کړه. دی وايي، ناروغۍ زښت وځپه. احمد زده کړې هم کوي او رباب خپل "جانان" بولي، وايي، په همدې خپل غم غلطوي. نور په ویډیو کې.
د خیبر پښتونخوا اعلا وزیر محمود خان د ډېسېمبر پر ۱۶مه د شمالي وزیرستان د میرلي بازار ځینو هغو سوداګرانو ته د مرستو چېکونه ورکړل چې په ۲۰۱۴ز کال کې د وسله والو پر ضد په عملیاتو کې یې مالي تاوانونه ګاللي ول. ځینې وزیرستانیانو مشال راډیو ته وویل چې حکومتي پیسې خورا کمې دي ځکه چې د دوکاندارانو تاوانونه ډېر لوړ دي. چارواکي وايي، ټولو سوداګرانو او دوکاندارانو ته مرستې ورکوي. ویډیو وګورئ
په ارمی پبلیک سکول کې د طالب وسله والو په خونړي برید کې د وژل شویو زدکونکو او استادانو پنځم تلین نن په پښور کې ولمانځل شو. د شهیدانو ماشومانو میندو پلرونو تنظیم خپله غونډه په پېښور ارکایوز تالار کې وکړه. مهوش طارق چې دوه وروڼه یې په هغه پېښه کې وژل شوي ول له مشال راډيو سره په خبرو کې له حکومته ګیله مندي وښودله او زیاته یې کړه چې له ژونده ناامېده شوي دي. دوی غوښتنه کوله چې د ۱۶م ډېسېمبر پېښې عدالتي کمېشن راپور دې په ډاګه کړل شي. عظمت علي شاه یې ویډیو راپور کښلی.
رویټرز خبري اژانس لیکي، د نرېندر مودي پر حکومت د خلکو غوسه له هغه وروسته لا زیاته شوې چې د ډېسېمبر پر ۱۵مه پولیسو په نوي ډیلي کې پر یوه پوهنتون چاپه ووهله.
د خیبر پښتونخوا اعلا وزیر محمود خان نن په پېښور کې د ګوزڼ ضد درې ورځني کمپاین پرانسته وکړه چې پکې د غونډې صوبې نېږدې اوو شپېتو لکو ماشومانو ته د پوليو ضد څاڅکي ورکول کېږي.
په پېښور ارمي پپلک سکول باندې د ۲۰۱۴م کال ډېسېمبر پر ۱۶ مه نېټه ترهګر بريد شوی وو چې پکې ۱۴۴ زده کوونکي او د سکول کارکوونکي وژل شوي ول. په دوی کې د محمد نواز زوی حارث نواز هم وو. د مشال راډیو خبريال عبدالحی کاکړ د حارث نواز او د هغه د زخمي شوي ورور احمد نواز کیسه دراوروي.