د افغانستان د کندهار والي حیات الله حیات د جون پر ۲۹مه خبریالانو ته وویل چې په نیول شویو وسله والو کې د فرا لپاره د طالبانو څارنوال په خوست کې د دې ډلې یو مشر هم شامل دی. راپور: صادق ریښتینی ایډیت:هدایت سلطاني
د عوامي نېشنل ګوند د پېښور ښار مشر سرتاج خان د ناڅرګندو کسانو له خوا په ډزو وژل شوی دی.
د پاکستان قومي اسمبلۍ د مالي کال ۲۰۱۹-۲۰ لپاره تر ۷ زره اربه روپیو زيات د وفاقي بجټ په باقايده توګه منظوري ورکړه.
په پاکستان کې د مېشتو ثبت شویو افغان کډوالو د پاتې کېدو موده د راتلونکي کال د جون تر ۳۰مې نېټې وغځوله.
د افغانستان د سولې لپاره د امريکا د بهرنيو چارو وزارت د ځانګړي استازي زلمي خليلزاد او د طالب استازو ترمنځ د خبرو اترو اووم پړاو د جون له ۲۹مې د قطر په مرکز دوحه کې تر سره کېږي.
د خیبر پښتونخوا په کوهاټ کې د پوليو ناروغۍ د مخنیوي لپاره د کارکوونکيو ستاینې لپاره غونډه شوې او هغوي ته یې جایزې او سوغاتونه ورکړي دي.
د کرکټ د نړیوال کپ په سياليو کې د جون پر ۲۹مه د پاکستان او افغانستان ترمنځ کېدونکې لوبه د پاکستان لپاره ډېره مهمه بلل کېږي.
د افغانستان ولسمشر اشرف غني پاکستان ته د سفر پر مهال د نورو مسلو تر څنګ پر اقتصادي چارو او دوه اړخیز تجارت هم خبرې کړې دي.
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې غړي راشد خان له پاکستان سره تر لوبه وړاندې ویلي چې د دې لوبې لپاره یې پوره تیاري کړې ده. د راشد خان خبرې په دې ویډیو کې واورئ