د افغان طالبانو د سياسي دفتر وياند سهيل شاهين وايي، هيله ده چې د سولې خبرو په راتلونکې پړاو کې له امريکا سره يوې موافقې ته ورسيږي.
د خېبر پښتونخوا د سوات ملاکنډ ډويژن موټروې په عارضي توګه پرانستل شوې چې روزانه په زرګونه ګاډي پرې تګ راتګ کوي. په دې اړه د نیاز احمد خان ویډیويي رپورټ وګورئ.
له سندرغاړي راشد خان سره د هغه د ژوند او هنر په اړه خبرې کوو. هغه وايي، له خپل هنر سره، سره يې تعليم هم نه دی پرېښی. د ده په خبره، د موسيقۍ ګروپ له لارې غواړي چې زړې سندرې له نوي دور سره سم، وړاندې کړي. د بنډار کوربه اسحاق خان دی.
د مدني ټولنو نړیوالې اتحادیې پر پاکستاني چارواکو غږ کړی چې د بشري حقونو فعالې ګلالۍ اسماعیل پرضد دې خپله عدالتي پلټنه ختمه کړي.
د سپریم کورټ د وکیلانو د اتحادې مشر امان الله کنراني ایډوکیټ د جون پر ۱۴مه په اسلام اباد کې د سپریم کورټ مخې ته د پرلت اعلان کړی دی.
د امریکا د کانګرس شاوخوا ۷۵ کسیزې ډلې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر ته لیک استولی او د افغانستان د سولې په مذاکراتو کې یې د ښځو پر ګډون ټینګار کړی دی.
د پاکستان د اسلامي نظریاتي کونسل مشر ډاکټر قبله ایاز وايي ، دوي پتیلې ده چې په ملک کې د روژې او اختر پر سره د اختلاف له منځه وړلو لپاره غونډه او بحث وکړي.
د بلوچستان په سیلاني سیمه زیارت کې د جون پر اوومه دوو چاودنو لږ تر لږه پنځه تنه وژلي او دولس یې نور ټپي کړي دي.