له اسلام اباد او راولپېنډۍ څخه خیبر پښتونخوا ته تلونکي وايي، د اختر له راتګ سره د ګاډو کرایې لوړې شوې دي. دوی وايي، دویمه ستونزه دا ده چې په اسانۍ ګاډي هم نه پیدا کېږي چې دوی پر وخت کور ته ورسي. د مساپرو ستونزو په اړه ویډیو وګورئ.
د بلوچستان وکیلانو د جون پر درېیمه، د سپریم کورټ قاضي فایز عیسا په اړه په حکومتي وینا د سترې عدلي شورا قضیې پیلولو پر ضد په کوټه کې کاربندیز وکړ او عدالتي کارروايۍ ته ورنغلل. دوی وايي، دا ډول قضیې د قاضیانو او عدلیې خپلواکي اغېزمنوي. پر قاضي فایز عیسا له هېواده بهر د پتو شتمنیو تور دی. ویډیويي رپورټ.
د بلوچستان په کلا سیف الله کي د سړک په یوه پیشه کي ۱۳ کسان وژل سیوي او ۵ نور ټپیان دي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د جون پر دویمه له خپل پلاوي سره د افغانستان د سولې لپاره د امریکا بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد