ناهید اپریدۍ له قبایلي سیمې خیبره د صوبايي اسمبلۍ عمومي څوکۍ انتخاباتو ته ولاړه ده. نوموړې د جون پر نهمه په جمرود کې تر خبري غونډې وروسته مشال راډیو ته وویل، د مخصوصو څوکیو پر ځای عمومي سیالۍ ته ځکه راوتلې سیاست یوازې د سړیو نه بلکې د ښځو حق هم دی. ویډیويي رپورټ وګورئ.
د عوامي نیشنل ګوند مشر اسفندیار ولي خان د حکومت پر اقتصادي تګلارې انتقاد کړی دی. نوموړي د جون پر نهمه په چارسده کې احتجاجي جلسې ته په وینا کې وویل، د ګرانۍ زیاتېدل او متوسطې طبقې ختمېدل به د هېواد پر راتلونکې لوی اغېز ولري. حکومت وايي، اقتصادي ستونزې ورته په میراث کې پاتې دي. اسفندیار خان همداراز، په شمالي وزیرستان کې د تاوتریخوالي او چاودنو غندنه هم وکړه. ویډیويي رپورټ.
خټک په ۲۰۱۸ز کال کې د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) له جوړېدو راهیسې یې په غونډو، جلسو او احتجاجونو کې برخه اخلي
نن د پنځوس اووريز کريکټ نړيواال کپ سياليوو لړ کې هند د اسټريليا سره لوبېږي. د انګلېنډ په مرکز لندن کې دا لوبه د پېښور په وخت دوه نيمې بجې پېلېږي.