د کندهار والي حیات الله حیات د پنجشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل چې په نیول شویو کې غلچکي بریدګر او پر سرکاري ودانیو او تاسيساتو بريدکوونکي وسله وال شامل دي. په نیول شويو کې یو یې وايي چې په افغانستان کې د جګړې لپاره له پاکستانه ورغلی دی. خو پاکستان تل په افغانستان کې له لاسوهنې انکار کوي. راپور: صادق ریښتینی ایډیت:هدایت سلطاني
دا اوونۍ مو له سندرغاړي او موسيقار رحمان ګل سره د هغه د هنري کارونو په اړه خبرې کړې دي.
په ننګرهار کې نن شپږمې ناحيې ته څېرمه په ځانمرګي برید کې لږ تر لږه نهه کسان وژل شوي او ګڼ نور ټپیان شوي دي.
زلمی خلیلزاد وايي، د افغانستان د سولې موضوع له افغان حکومت سره په همغږۍ کې پرمخ ځي او کابل او واشنګټن په دې برخه کې په یو نظر دي.
خوست کې د غازي ببرک خان ځدراڼ خاورینه جنګي کلا تر اوسه هم ویجاړه پاته شوې او د حکومتي مسوولینو د مکررو ژمنو سره سره يې هم بیارغونه نه ده پیل شوې.