په بلوچستان کې روغتیاپوهان وايي چې په صوبه کې په دا ورستیو کي د زړه او شکرې ناروغي زیاته شوې ده خو د دوی په وینا که پر وخت یې تشخیص وسي نو علاج یې شونی دی. له کوټې د مشال رادیو خبریال ایوب ترین ویډيو
د سې شنبې په ورځ په خوست کې د کمک په نوم یوې نادولتي موسسې د ملکي وګړو له هغو کورنیو سره د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته وکړه، چې په جګړو، بمي چاودنو او نورو پېښو کې يې د کورنۍ غړي وژل شوي، ټپیان دي او یا يې د کورنیو عایداتي سرچینې د لاسه ورکړي دي.
د بلوچستان په مرکزکوټه کې دوه ورځنۍ ادبي میله په دوشنبه پیل سوه چې د هېواد له بېلا بېلو برخو څخه شاعران، ادیبان او لیکوالان ګډون لري. نور حال له کوټې څخه د مشال راډیو خبریال ایوب ترین په ویډیو راپور کې.
د امریکا متحده ایالاتو یو ځل بیا تور لګولی چې د عمان په خلیج کې پر یوې ناروېژۍ او یوې جاپانۍ کښتۍ حملې ایران کړې دي.
په لسګونه پاکستانۍ نجونه چينايي سړيو ته واده کړل شوې خو اوس مالومه شوې چې هغه په چين کې جنسي کاروبار ته ورټېل وهل شوې دي. پاکستاني چارواکيو د ښځو د قاچاق په تور يوشمېر پاکستانيان او چينايان نيولي دي.
د کوټې - ږوب پر لویه لار بیا بیا د خونړیو پېښو پړه پر چا؟ د ټرافیکو نښو نشتوالی، کاږه واږه کنډکپر سړکونه او که د ډرایورانو بې پامي؟ د ډیوه راډيو خبریال حفیظ شېراڼي یې ویډيو راپور کښلی.
د مصر ليری شوی پخوانی ولسمشر محمد مورسي د ۶۷ کلنۍ په عمر د جون په ۱۷مه په قاهره کې مړ شو. د مصر يو سرکاري وکيل ويلي چې مورسي په عدالت کې د مقدمې پر مهال د وېنا کولو پر مهال بې حاله شو.